د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ننني برید انځور
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ننني برید انځور

په ننګرهار کې د نننۍ انتحاري حملې د قربانیانو شمېر۲۱تنو ته ورسېد

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل ناصر کاموال وايي، د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ په نننۍ انتحاري حمله کې ۲۱ تنه وژل شوي او تر ۴۰زیات ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل ناصر کاموال وايي، د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ په نننۍ انتحاري حمله کې ۲۱ تنه وژل شوي او تر ۴۰زیات ټپيان شوي دي.

ښاغلي کاموال ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې د کامې ولسوالۍ قومي مشر پتنګ خان هم شامل دی.

نوموړي زیاته کړه چې انتحاري حمله د ناصر مومند د انتخاباتي کمپیان په دفتر کې شوې چې خپله نوموړی د پېښې په ځای کې نه و.

پخواني معلومات

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نجیب الله کاموال وایي چې د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ په نننۍ پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او تر ۴۰ نور ټپیان دي.

تر دې وړاندې نوموړي د وژل شویو شمېر ۱۳ او د ټپیانو شمېر ۵۵ تنه ښودلی و.

  • پخواني معلومات

د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ځان وژونکي برید له امله ۱۳تنه مړه او تر ۳۰ زیات زخميان دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په کامې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې یوه نوماند په کمپايني غونډه کې ځان وژونکی برید شوی چې په پایله کې ۱۳ تنه مړه او له ۳۰ زیات زخميان شوي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دا پېښه د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته د کامې ولسوالۍ په سنګر سرای سیمه کې ولسي جرګې ته نوماند د ناصر مومند د کمپاین په غونډه کې شوې.

نوموړی وايي، زخميان د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخېستی.

  • پخواني معلومات

په ننګرهار ولایت کې د ناصر مومند په ټاکنیز کمپاین کې ځان وژونکي برید اووه تنه وژلي او پینځه ویشت تنه نور یې زخميان کړي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په کامې ولسوالۍ کې ولسي جرګې لپاره
نوماند د یوه کاندید په کمپايني غونډه کې ځان وژونکی برید شوی.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دا پېښه د سې شنبې په ورځ له غرمې
وروسته د کامې ولسوالۍ په سنګر سرای سیمه کې ولسي جرګې ته نوماند د ناصر
مومند د کمپاین په غونډه کې شوې چې په پایله کې اووه تنه مړه او پينځه
ویشت تنه نور زخميان شوي دي.

نوموړی وايي، زخميان د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخېستی.

  • پخواني معلومات

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې نن له غرمې وروسته یو ځانمرګی برید شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته تأیید کړه چې دا ځانمرګی برید له ننګرهار ولایته ولسي جرګې ته د کاندید ناصر مومند په یوه کمپاین شوې ده.

د خوګیاڼي په خبره په برید کې اووه کسان وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان دي.

د پېښې ټپيان د ننګرهار مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG