د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۰۳

سیاسي احزاب: بایومټریک دستګاوې ستونزې لري، د درغلیو امکان شته


انتخابات، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر وړاندې هغه ازمایښت چې تر یوې بلې اوونۍ به یې افغانان شاهدان وي خو د شفافیت په اړه یې لا هم د ګوندونو او انتخاباتي څارونکو لخوا اندېښنې څرګندېږي.

یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي، بایو مټیریک دستګاوې او وسایل جدي تخنیکي ستونزې لري نو ځکه اوس هم په انتخاباتو کې د درغلیو امکان شته.

د ګوندونو او سیاسي جریانونو د کمیټې رئیس محمد ناطقي ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتو په ورځ له بایو مټیریک سیسټم نه استفاده که د دوی د خوشحالولو او تېر ایستلو لپاره وي دا به له ورسره لویه دوکه وي.

نوموړي زیاته کړه:

هغه اصلي وسایل چې موږ اوله ورځ لیدلي وو شاید د انتخاباتو په ورځ له هغې استفاده ونشي، له همدې کبله شفافیت نشته او شکونه ډېر دي، ګوندونو اوس مهال خپلې اندېښنې شریکې کړې دي، خو که له انتخاباتو وروسته ولیدل شول چې چېرته درغلې شوې او یا له دستګاوو په رښتیني توګه کار نه دی اخیستل شوی ګوندونه دا مسله نه پرېږدي بلکې دا قضیه تر محکمو رسوي.

دا اندېښنې له دې کبله دي چې په ځينو ولایتونو کې انترنټ ته لاس رسی کمرنګه یا محدوده دی او بایو متریک سیسټم بیا له انټریټ سره تړلی دی.

له دې سره په دې وروستیو میاشتو کې له بایومټریک سیستم نه استفاده د ګوندونو، سیاسي جریانونو او حکومت تر منځ د انتخاباتو په سر په یو جنجالي بحث اوښتۍ دی.

اوس چې ټاکل شوې دا دستګاوې په مرکز او ولایتونو کې په ټولو انتخاباتي مرکزونو کې فعال شي د تخنیکي ستونزو په اړه يې هم اندېښنې مطرح کېږي.

د ګوندونو د سترې ملي اجماع ځينې غړو تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، بریالي او ناکام کاندیدان په کابل کې د ځينو سفارتونو لخوا مشخصیږي او له بایومټریک سیسټم نه استفاده د سیاسي ګوندونو او جریانونو تېر ایستل دي.

د حزب اسلامي ویاند فضل غني حقمل ازادي راډيو ته وویل دوی د انتخاباتو له بهیر نه د سیاسي ګوندونو ټينګه څارنه د درغلیو د مخنیوي حل لار ګڼي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات د غو اندېښنو او انتقادونو په ځواب کې ازادي راډيو ته وویل:

"کومه تخنیکي ستونزه نشته په هغو ستونزو چې پرې له اوله بحث کېده زموږ تخنیکي همکارانو هغه حل کړي دي، د بایومتریک سیسټم احمد یا محمود نه پیژني او خپل کار کوي، قوي سافټ ویرونه ځای پر ځای شوي دي."

له دې سره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید وايي،د بایومتریک سیستم نه له استفادې سره ټولې ستونزې نشي حل کیدای خو له دغه سیستم نه استفاده د کتلوي او لویو درغلیو مخه نیسي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG