د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د بایومټریک سیسټم سره د خلکو نابلدتیا او د پکتیا د چارواکو اندېښنې


د پکتیا ولایت اوسیدونکي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‎خوا د بایو مټریک سیستم له لارې د رأی کارونې اقدام ستایي او وایي، هیله من دي چې له دې لارې رأی کارول به د درغلیو مخه ونیسي او ولس به وکولی شي چې د خپلې خوښې نوماند تر پارلمانه ورسوي.

د پکتیا ولایت څو تنو روڼ اندو ازادي راډيو وویل:

"کله چې انتخابات بایومټریک شي په لومړي قدم کې د درغلیو مخه نیول کېږي یانې هغه تذکرې چې خلکو پنځه زرو تر لسو شلو زرو پورې جوړې کړې وې او یو کس به استعمالولې، خو اوس به یوازې یو کس خپله تذکره استعمالوي.

-نه یوازې د پکتیا ولس، د ټول افغانستان ولس زیات ورته خوشبین دِ، په‎دې خاطر چې د تقلب مخه به ونیول شي او هغه وکیلان به پارلمان ته لاړ شي چې د خلکو پر خوښه وي."

بل‎خوا، د پکتیا ولایتي شورا اندېښه لري او وایي، د ولسي جرګې ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي خو لاتر اوسه، په مرکز او ولسوالیو کې ډېری خلک او ان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‎خوا ګمارل شوي کسان هم د بایومټریک سیسټم له لارې د رأی کارونې په طریقه نه پوهېږي.

د پکتیا ولایتي شورا رئیس عبدالمالک مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره کمې ورځې پاتې دي، څنګه کېدای شي چې په‎دې موده کې د بایو مټریک وسایل لومړی له کابله پکتیا ته انتقال شي، بیا په پکتیا کې د ۷۹۴ محلونو کارکوونکي د هغوی په کارولو وپوهول شي او له هغې وروسته د پکتیا لېرې پرتو غرنیو سیمو ته ولېږدول شي؟

د پکتیا ولایتي شورا رئیس عبدالمالک مجاهد
د پکتیا ولایتي شورا رئیس عبدالمالک مجاهد

دی وايي:

"زه دا وایم چې پکتیا مثال څلورلکه یا لس لکه رأیه لري، څلورمه برخه به یې هم استعمال نه‎شي په ‎‎دغه سیستم سره، ځکه لس یا دولس ورځې پاتې دي، دا لس دولس ورځې به داسې تېرې شي چې څوک به پوه هم نه‎شي، له دغه سیستم سره باید ولس بلد شي."

بل خوا په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عامه اړیکو مسوول ښاغلي شیرعلي فیضي، د پکتیا ولایتي شورا اندېښنې پرځای وبللې او ويې ویل:

"د ولایتي شورا د غړو اندېښنې پرځای دي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون په‎دې بریالې شوې ده چې په مرکز او ولایتونو کې خپلو کارکوونکو ته روزنه ورکړي او د هغوی له لارې د مرکزونو کارکوونکو ته عملاً د کارولو طریقه ور زده کړي، د دې ترڅنګ مو د عامه پوهاوي مبلغین په مرکز ګردېز او ولسوالیو کې استخدام کړي د دوی له لارې موږ کوښښ کوو چې ولس ته معلومات ورکړو."

یاده دې وي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټاکنیزو پروسو کې زیدخلو ادارو، مدني ټولنو او د رسنیو استازو ته د یو ورځني سمینار په ترڅ کې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنیز بهیر د بایومټریک کېدو په تړاو معلومات ورکړل.

راپور: اصیل ځاځی-پکتیا

XS
SM
MD
LG