د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

د ولایتي شورا ښځینه کاندیدانو ته امنیتي ګواښونه


د ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته یو شمېر ښځینه کاندیدانې د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال له امنیتي ګواښونو شکایت کوي.

ولایتي شوراګانو ته ځینو ښځینه کاندیدانو د چهارشنبې په ورځ آزادی راډیو ته وویل، چې په ځینو ولایتونو کې دوي د ناامنیو په خاطر نه شي کولای له یوې ولسوالۍ څخه بلې ته د کمپاین لپاره ولاړې شي.

په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته څه باندې دوه اونۍ وخت پاته دی، د ولایتي شوراګانو ځیني ښځينه کاندیداني وایي، چې وسله وال طالبان د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال ورته اخطارونه ورکوي.

دغو ښځینه کاندیدانو د چهارشنبې په ورځ په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون د تقویې په اړه په یوې غونډې کې وویل، چې په ځینو سیمو کې ناامنۍ د دوي د کمپاینونو مخه نیولې ده.

ولایتي شوراګانانو ته له ارزګان او هلمند ولایتونو څخه دوو ښځینه کاندیدانو ازادی راډيو ته د خپلو ستونزو په اړه وویل:

″زما نوم مرجانه ده د ارزګان ولایت یمه. په خپلو کمپاینونو کې دا ستونزې لرو چې د راتلونکي لپاره زه بیا وکېله شوه که زه نه وای وکېله شوې نو زه طالبانو ته بې وسلې کېدلمه او زما اولادونه یې راته وژل.

دوي ما ته اخطارونه راکوي، چې موږ به دې د زانګو اولادونه لا حلال کړو.

زما نوم بې بې حجاڼۍ فاطمه دی. د ښځینه کاندیدانو کمپاینونه خو داسي روان دي، چې په هلمند کې څوارلس ولسوالۍ فعالې دي خو موږ یوازې یوې ولسوالۍ ته چې هلته زما کور دی، ورغلي یو. ماته یې څو وارې مخکې هم اخطارونه راکړي وه.″


دغو کاندیدانو دغه راز وویل، چې د نارینه کاندیدانو په پرتله په ولایتونوکې د ښځو کمپاینونه له ستونزو سره مخامخ دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې ولایتي شوراګانو ته څه باندې دوه زره اووه سوه کسانو ځانونه کاندید کړي چې شاوخوا درې سوه یې ښځې دي.

خو نا امني د انتخاباتو په بهیرکې د ښځو د ګډون یوازینۍ خنډ نه دي بلکې ځیني نورې ستونزې هم شته چې ورته ګوته نیول کېږي.

په افغانستان کې د کاناډا سفیره د برالینس د حکومت ترڅنګ د مذهبي مشرانو ملاتړ هم د انتخاباتو په بهیر کې د ښځو د ګډون لپاره مهم بولي.

میرمن دبرالینس د چهارشنبې په ورځ یادي غونډي ته د وینا پر مهال وویل:

″که افغان میرمنې وکړای شي په دې دیموکراتیک بهیر کې ګډون وکړي، نو دوي په دوو برخو کې ملاتړ ته اړتیا لري.

لومړی د افغانستان د مذهبي مشرانو له خوا او دوهم د حکومت او امنیتي ځواکونو له خوا.″


نوموړې همدا راز ټینګار وکړ، چې د ښځینه کاندیدانو او رايي ورکونکو لپاره باید پوره امنیت موجود وي څو دوي په دې بهیر کې برخه واخلي.

خو د کورنیو چارو وزارت تل د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته د کاندیدانو د امنیت ډاډ ورکړی دی.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادی راډيو ته وویل، چې امنیتي ځواکونه زیار باسي څو د انتخاباتو امنیت ټینګ شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي وه، چې دیارلس زره ښځینه پولیس به د انتخاباتو په ورځ په انتخاباتي مرکزونو کې د ښځو د تلاشی لپاره و ګمارل شي.
XS
SM
MD
LG