د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

په هلمند کې ښځینه کاندیدانې وايي، د نارینه وو په څیر اسانتیاوې نه لرو


د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د ولایتي شورا ښځینه کاندیدانې وایي، دوی په خپلو سیمو کې د کمپاین لپاره د نارینه وو په څیر امکانات او اسانتیاوې نه لري.

دوی ادعا کوي، چې ځیني کاندیدان له حکومتي کړیو سره لار لري او د هغو ډیر لګښتونه او لویې غونډې د ښځینه کاندیدانو انتخاباتي مبارزې پیکه کړي دي.

د انتخاباتو ښځینه کاندیداني وایي، د افغانستان په مردسالاره ټولنه کې د نارینه وو سره د تقابل ترڅنګ له هغو کسانو هم ویره لري، چې په سیاست کې د ښځو د ګډون مخالف دي.

دوی شکایت کوي، چې نه په ډاډه زړه هغو لېرې پرتو سیمو ته سفر کولای شي چې نارینه سیالان یې په اسانۍ دا کارکوي او نه هم د هغو په څیر د خپلو مبارزو لپاره اقتصادي مرستې راټولولای شي.

راضیه بلوچ له دغو میرمنو څخه یوه ده چې وایي، ډیری نارینه سیالانو یې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې دفترونه خلاص کړي، غونډې جوړوي او خلکو ته تحفې ورکوي چې ښځې د دې کار وس نه لري نو ځکه د راضیې په خبره ښایې نارینه په دې برخه کې ډیرې رایې ترلاسه کړي.

میرمن بلوچ وایي، د کمپاین خلاف نه دي بلکه د لګښتونو پریو شان والي ټینګار کوي.میرمن بلوچ د انتخاباتو پرخپلواک کمیسیون غږ کوي، چې پردې موضوع غور وکړي.

په همدې حال کې د هلمند یوه بله کاندیده لایقه بیا ادعا کوي، چې ډیری نارینه کاندیدان له حکومتي چارواکو سره اړیکي لري.

ځیني نارینه کاندیدان هم دغه ادعاوې سمې بولي او وایي، داسې کاندیدان شته چې له حکومتي امکاناتو استفاده کوي او یا دومره ډیرې پیسې مصرفوي چې نور یې نه شي کولای.

عبدالرشید ناصري وایي، دا کار نه یوازې ښځې بلکه نارینه سیالان هم اغیزمنوي.

په هلمند کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند صفي اله صافي بیا دا ادعاوې بې اساسه بولي. دی وایې د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو لګښتونه په منظم ډول څارل کیږي او وایي، له هرخلاف عمل سره قانوني چلند کیږي.

ښاغلی صافي وايي، تراوسه په رسمي ډول کوم خلاف کارنه دی ثبت شوی، خو زیاتوي که چېرې هر کاندید کوم خلاف کار ویني نو باید سمدستي د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته مراجعه وکړي.

ډیری کاندیدان سنګین، کجکي، باغران، خانشین او نادعلي هغه ولسوالۍ بولي، چې کاندیدان د امنیتي ستونزو له کبله هلته نه شي ورتلای، خو د انتخاباتو د کمیسیون چارواکي بیا یوازې باغران او دیشو لږ نا امنه ګڼي.

د هلمند د پولیسو چارواکي بیا وایي، دوی نه شي کولای هرکاندید ته ساتونکي ورکړي، چې امنیت یې ونیسي. دوی وایي، که کاندیدان په خپله وسله او ساتونکي پیدا کړي نو دوی به یې وسلې راجستر کړي.

د دغه ولایت ځیني اوسیدونکي وایې، ډیری کسان هغو غونډو ته ورځي څه په کې وخوري او یا هم تحفې واخلي، خو دوی وایې د ښځو په غونډو کې دا دواړه نشته.

په هلمند ولایت کې د ولایتي شوراګانو د ۹۹ کاندیدانو له ډلې څخه لس تنه یې میرمنې دي.

د انتخاباتو د خپلوا ک کمیسیون د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې ولایتي شوراګانو ته ۲۷۱۳ تنه سیالۍ ته ولاړ دي، چې په دوی کې ۳۰۸ تنه یې میرمنې دي.
XS
SM
MD
LG