د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

یوناما:افغان میرمنې باید په راتلونکو انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي


یوناما د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې د ښځو پر پراخ ګډون ټینګار کوي او وايي په دې برخه کې پرتې ستونزې او امنیتي ګواښونه باید له منځه یووړل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې جوړه شوې وه؛ وویل، په دې هېواد کې تر ټولو ستر ګواښ ناامني ده.

نیکولاس هیسم په وینا ناامني ممکن د جمهوري ریاست او ولایتي شوار ګانو په انتخاباتو کې ښځې له پراخ ګډون څخه منع کړي.

ښاغلي هیسم چې د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې یې وینا کوله زیاته کړه؛ چې د انتخاباتو او د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه باید روښانه وي.

"اجازه راکړﺉ چې ټینګار وړکړم، انتخابات تر ټولو غوره ممکنه موقع ده چې دا یقیني کړي، چې د ښځو غږ اوریدل کیږي، د هغوی اندیښنو ته ځواب ویل کیږي."

د نیکولاس هیسم په وینا، یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د دې هیواد راتلونکي انتخابات څاري.

هغه زیاتوي انتخابات باید سراسري وي او ښځې باید په کې د رایې ورکونکي، کاندید او څارونکو په توګه برخه واخلي.

په همدې حال کې د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې رییس نادر نادري چې په دې غونډه کې یې وینا کوله وویل؛ په ولایتونو کې سلګونه ښځینه کاندیدانې له امنیتي ګواښونه سره مخ دي.

له درې سوه زیاتوهغه ښځو چې په ولایتونو کې یې ځانونه کاندید کړي کله چې زموږ همکارانو ورسره خبرې کړې، داسې دلایل او مشخص شواهد شته چې ګواښل شوې او نوي تنه یې په مستقیمه توګه تهدید شوي: دغه ګواښونه هم د وسله والو مخالفانو او هم هغه کسانو له خوا چې ورته چوکۍ ته یې ځانونه کاندید کړي په ځانګړې توګه نارینه و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې امنیتي ستونزې مني خو وايي چې دله منځه وړلو لپاره یې امنیتي ځواکونو جدي هلې ځلې روانې کړې دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ هرکاندید چې له امنیتي ستونزو سره لاس اوګریوان وي امنیتي ځواکونه حاضر دي چې؛ امنیت یې خوندي کړي.

له دې نه وړاندې هم د ښځو یوشمېر فعالانو او مدني بنسټونو چې د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو نظارت کوي؛ په هېواد کې روانه ناامنۍ د انتخاباتو پر وړاندې تر ټولو جدي او عمده ستونزه بللې وه.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG