د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

په تخار کې د یوې کاندیدې په غونډه کې چاودنې ۱۲تنه وژلي


د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې ولسي جرګې ته د یوه کاندید د کمپاین په غونډه کې چاودنې ۱۲تنه وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن څه کم یوه بجه د نظیفې یوسفي بیګ د کمپاین په غونډه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې خپله کاندیدې نظیفې یوسفي بیګ ته زیان نه دی رسېدلی.

هجري وویل، دغه چاودنه د یوه موټر سایکل په واسطه چې له چاودېدونکو موادو ډک شوی و، شوې ده.

تر دامهاله د دغې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په هلمند او ننګرهار کې هم د کاندیدانو په دفترونو کې چاودنو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG