د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

"کاندیدان دې په خپلو پروګرامونو کې د ښځو له حقونو ملاتړ وکړي"


د جمهوري ریاست د انتخاباتو کاندیدانو ته د ښځو د سیاسي حقونو د ډلې له خوا په دې وړاندیز شوې طرحه کې په عدلي او قضايي اورګانونو کې د ښځو د ونډې زیاتوالۍ یو له مهمو غوښتنو څخه بلل شوې.

د دې ډلې یو شمېر غړو د یکشنبي په ورځ د جمهوري ریاست له یو شمېر کاندیدانو سره وکتل او دغه اوه ماده ییز طرحه یې وړاندې کړه.

د دې ډلې او د ولسې جرګې غړې مسعوده کرخي د دې طرحه یوه برخه ولوستله:

"د ملي او بین المللي پروګرامونو په پلي کېدو سره د ښځو تقویت په اقتصادي برخه کې، صحي خدماتو کې د ښځو لاسری، د ښځو شاملول په امنیت او د سولې په برخه کې زموږ له مهمو غوښتنو څخه دي."

له بلې خوا د دې غونډې پرمهال د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو هم ژمنه وکړه چې؛ په خپلو پروګرامونو کې به د ښځو له حقونو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د حمل د میاشتې د شپاړسمې نیټې انتخاباتو ته یولس کسان کاندیدان دي.

خو په عین حال کې د ولسي جرګې یوې غړې نسیمه نیازۍ ازادي راډيو ته وویل چې؛ ښايي ځینې کاندیدان د ښځو د حقونو په اړه ځینې ژمنې وکړي؛ خو د عملي کېدو په اړه یې هغه شک لري.

نوموړې وویل، ممکن ځینې کاندیدان د ښځو د حقونو له مسالې یوازې د انتخاباتي کمپاین لپاره د وسیلې په توګه کار واخلي.

میرمن نیازۍ ټينګار وکړ چې، د جمهوري ریاست کاندیدان باید د ښځو د حقونو لپاره عملي کار وکړي.

له بلې خوا فیفا یا د افغانستان د آزادو اوعادلانه ټاکنو بنسټ اندیښنه څرګندوي چې؛ په راتلونکو انتخاباتو کې د ولایتي شوراګانو ښځینه کاندیدانې له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دي.

د فیفا ویاند محمد فهیم نعیمی د یکشنبي په ورځ دیوې خبرې غونډې پرمهال وویل چې؛ دغه ښځینه کاندیدانې تر ډيره د هېواد په جنوب او ختیځ کې له امنیتي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وویل چې، د فیفاً په تازه سروې کې له ۲۷۲ ښځینه کاندیدانو پوښتل شوي دي؛ چې اوه شپیتو یې ویلي، په خپلو ولایتونو کې له امینیتي ګواښونو سره مخ دي.

فیفا همدارنګه له کورنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې؛ د ولایتي شوراګانو لپار ښځینه کاندیدانو ته امنیتي محافظین وټاکي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت تل ویلي چې؛ د انتخاباتو او کاندیدانو امنیت ته ځانګړي تدابیر لري، خو معلومه نه ده چې ایا د ولایتي شوراګانو په سلګونو ښځینه کاندیدانو ته به ساتوونکي هم وګماري شي او که.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG