د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر له پیل تر اوسه د ۲۹۱ زره کسانو نومونه لیکلي دي.
دغه بهیر ۱۰ ورځې وړاندې پیل شوی او ظاهراً د خلکو ګډون پهکې د پام وړ نهښکاري.
په کابل کې د یکشنبې ورځې تر خونړي برید وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأی ورکوونکو د امنیت په اړه اندېښنه لري.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه لا وختي دی چې وویل شي، د نوم لیکنې بهیر پڅوالی به د انتخاباتو ترسره کول تر پوښتنې لاندې راولي.
نوموړې له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د انتخاباتو ترسره کولو او د خلکو د خوندیتوب لپاره لا ښه زمینه برابره کړي.
اغلې بادغیسي زیاته کړه:
"په حقیقت کې موږ هیلهمند یو چې امنیتي شرایط لا ښه او امنیت ټینګ شي، خو په عین حال کې موږ د رأی ورکوونکو د لېست جوړولو او په انتخاباتو کې د هغوی تر ګډون، د خلکو خوندیتوب ته اندېښمن یو. هیله لرم شرایط ښه شي. په همدې حال کې چې زموږ په هېواد کې دا ډول وضعیت رامنځته شوی، اړینه ده چې مثبت بدلونونه هم راشي."
تر انتخاباتو دمخه بهیر کې د خلکو د حضور د کموالي اندېښنې داسې مهال راپورته شوي چې په افغانستان کې د نوم لیکنې څو مرکزونه او د کاغذي تذکرو د وېش مرکزونه پهدې وروستیو کې د امنیتي پېښو شاهد وو.
په وروستي ځانمرګي برید کې چې د روانې اوونۍ د یکشنبې ورځې سهار د کابل په دشت برچي سیمه کې وشو، تر ۶۰ ډېر کسان وژل شوي او شااوخوا ۱۲۰ نور ټپیان شول.
Your browser doesn’t support HTML5
د دې خونړي برید وروسته ډېر لږ کسان په کابل کې د نوم لیکنې او د تذکرو د تأیید او وېشلو مرکزونو ته ولاړل.
ګلالۍ یوه له هغو کسانو ده چې د یکشنبې ورځې تر پېښې وروستهیې تر ډېره اندېښنه درلوده.
نوموړې وايي:
"خلک انتخاباتو ته ډېر لېواله نهدي. د تېرو کلونو په مقایسه اوس چې د خلکو امنیت او وضعیت ته ګورو، ډېری خلک په انتخاباتو کې ګډون نهکوي او نهغواړي رأیه ورکړي، ځکه ورځ تر بلې وضعیت خرابېږي."
یوازې ګلالۍ پهدې اړه اندېښمنه نهده.
سوما زیارمل په کابل کې د نوم لیکنې د یوې حوزې کارکوونکې ده.
دا هم امنیت د انتخاباتو پر وړاندې لوی خنډ بولي.
دا وايي:
"هغه پېښه چې وشوه بیا یې زموږ بهیر ته ستونزې پېښې کړې. امنیتي ستونزې زموږ بهیر اغېزمنوي او موږ به ډېر لږ ګډونوال ولرو."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي چې دوی د رأی ورکوونکو د امنیت لپاره هر ډول چمتووالی لري.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون روان کال د تلې ۲۸مه نېټه د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره ټاکلې ده.
په انتخاباتو کې د رأی ورکولو لپاره د افغانستان ۱۴ میلیونه وګړي پر شرایطو برابر دي او تر اوسه معلومه نهده چې د څومره شمېر کسانو تر نوم لیکنې وروسته به انتخابات وشي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي ازادي راډیو ته وویل چې په انتخاباتو کې د پراخ ګډون لپاره د خلکو د تشویق هڅې کوي، ځکه د دې په خبره پهدې بهیر کې په ګډون سره خلک د خپل هېواد په سیاسي راتلونکي کې بدلون راولي.