د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

د نوم لیکنې د پروسې د امنیت په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون اندېښنته


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر په وړاندې، نا امنیو اندېښمن کړی دی.

په افغانستان کې د رأيې ورکوونکو د نوم لیکنې په درېیو مرکزونو تر حملو وروسته، د دغه هېواد د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، امنیتي ګواښونو په دغې پروسه کې د خلکو مخه نه ده ډب کړې او تر اوسه له یو لک ۶۰ زرو ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"مونږ مخکې هم د امنیت په اړه اندېښمن وو او اوس هم یوو، خو دا ستونزه د دې لامل هم نه ده شوې چې خلک دې مرکزونو ته ولاړ نه شي، له نیکه مرغه د حمل د میاشتې له ۲۵ مې نېټې څخه بیا د پنجشنبې تر ورځې پورې له یو لک او ۶۰ زرو ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده او په کار ده چې امنیتي مسؤلین لا ډېر دقت وکړي، تر څو هغه خلک چې نوم ثبتونې ته راځي، په امن کې وي."

ښاغلی هاشمي وايي، د نوم لیکنې د بهیر له پیل راهیسې بیا تر اوسه، تر ټولو ډېرو خلکو په پلازمېنه کابل او کمو بیا په میدان وردګو ولایت کې نوم لیکنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې، د نوم لیکنې په یوه مرکز راکټي حمله وشوه او په همدې ورځ د جلال اباد ښار اړوند په پنځمه انتخاباتي حوزه د وسله والو په حمله کې دوه پولیس ووژل شول.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ هم وسله والو مخالفینو د غور ولایت په مرکز فیروز کوه کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې په یوه مرکز حمله وکړه او پنځه کسان يې له ځانه سره یوړل.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې بهیر د تېرې اوونۍ د شنبې له ورځې پیل شوی او تر اوسه د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې په درېیو مرکزونو حملې شوې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د دغو مرکزونو د لازم امنیت خبره کوي او وايي چې د کورنیو چارو وزارت د دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست په ګډه هڅه کوي چې د دغو مرکزونو امنیت لا ښه ټینګ کړي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

د دغه وزات د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت ریاست، په ټوله کې ټولې کشفي او استخباراتي برخې، د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره تدابیر لري او مونږ افغانانو ته ډاډ ورکوو چې امنیتي بنسټونه په تېره بیا، د کورنیو چارو وزارت د مرکزونو او هېوادوالو د لا ښه امنیت په خاطر ټول اقدامات کوي."

بل خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا ټیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده وايي، دا چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له بشپړ چمتووالي پرته د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل کړ، امنیتي بنسټونه يې د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.

ښاغلی ایوب زاده وايي، د امنیتي ستونزو له امله د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو کمه ونډه د دغه بهیر مشروعیت له پوښتنې سره مخ کوي.

راپور: یوسف خان ځدران

XS
SM
MD
LG