د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

ملګري ملتونه: د افغان خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د خبر خونه
په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د خبر خونه

په داسې حال کې چې د طالبانو له‌خوا د محدودیتونو، ګواښونو او فشارونو شدت د دې لامل شوی چې سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستانه وتښتي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما او د دغه سازمان د بشري حقونو دفتر وايي چې په افغانستان کې درېیو کلونو په تېرېدو د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونې ۳۳۶ پېښې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له پیل راهیسې زرګونه خبریالان او د مدني ټولنې فعالان له افغانستانه وتلي او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

دا خبریالان اوس په ګاونډیو هېوادونو کې د اقتصادي ستونزو تر څنګ له رواني ستونزو سره مخامخ دي.

سمیه عطایي، په ایران کې یوه له هغو سلګونو افغان ژورنالیستانو څخه ده چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د بیا واک تر نیولو وروسته کډواله شوې او د خپلو ملګرو خبریالانو په اړه وايي چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

په ورته وخت کې د سلګونو هغو نورو افغان خبریالانو په ډله چې پاکستان ته تللي، افغان خبریال عزیز رحمان هم شامل دی.

هغه وايي چې په ښه حالت کې نه دی.

نوموړی د خپل د وضیعت په اړه ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت خورا جدي دی، افغان خبریالان له رواني، اقتصادي او نورو ننګونو ترڅنګ له ډېري ناامیدۍ سره مخ دي."

په اروپا کې د افغان خبریالانو د ملاتړ د ادارې مشر حامد عبیدي هم وايي چې افغانستان دا مهال د خبریالانو لپاره د نړۍ یو له ننګونو ډک هېواد دی او همدې ګڼ افغان خبریالان اړ کړي چې د کډوالۍ له سرګردانیو سره مخ شي.

په اروپا کې د افغان خبریالانو د ملاتړ د ادارې مشر حامد عبیدي
په اروپا کې د افغان خبریالانو د ملاتړ د ادارې مشر حامد عبیدي

عبیدي وویل: "په تاسف سره چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د رسنیو پر فعالیت ډېر محدودیتونه ولګول شول، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د رسنیو اقتصادي ستونزو تر څنګ د خبریالانو ګواښل او د خبریالانو پر کارونو کې بې‌ځایه مداخله د دوي کار لا ستونزمن کړي دي."

د عبیدي په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف اداری له‌خوا هغه نوي محدودیتونه چې په رسنیو باندې وضع شوي، په افغانستان کې د رسنیو د فعالیت ساحه یې نوره هم محدوده کړې او دا موضوع د اندېښنې وړ ده."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر په یوه ګډ راپور کې ویلي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو د رسنیو لپاره له ننګونو ډکه فضا رامنځته کړې چې سانسور او اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې د خنډونو جوړول په‌کې شامل دي، خو راپور زیاتوي چې دا د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې یوازېنۍ ستونزې نه دي.

د دې راپور پر اساس، خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دندو د سرته رسولو پر مهال له ګواښونو، ناوړه چلند، خپلسرو توقیفونو او د قضايي تعقیب او حبس له مواردو سره مخامخ کېږي.

راپور زیاتوي چې د کورنیو رسنیو په خپرونو او مطالبو کې د چارواکو مداخله تر ډېره د رسنیو د آزادۍ د له منځه تللو سبب کېږي.

د راپور له مخې، د یوناما د بشري حقونو څانګې د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې له ۳۳۶ ښځینه او نارینه خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو سره د بشري حقونو د نقض موارد مستند کړي چې په دې کې د خپلسرو نیونو او توقیفونو ۲۵۶، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ او د ګواښونو او وېرونو ۷۵ موارد شامل دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون سره په خبرو کې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو او ننګونو په تړاو د یوناما راپور ته غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

هغه وايي چې د افغانستان قضیه باید د یوه لوېدیځ هېواد په توګه ونه ارزول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG