د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

خوست کې د درې راډيوګانې بندېدل؛ د بيان د ازادۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوي


طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د خپلې واکمنۍ له ټینګولو سره هم‌مهاله پر ټولو کورنیو رسنیو په تدریجي ډول خپل واک ټینګ کړی دی
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د خپلې واکمنۍ له ټینګولو سره هم‌مهاله پر ټولو کورنیو رسنیو په تدریجي ډول خپل واک ټینګ کړی دی

په خوست کې د درېیو راډیوګانو بندولو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ کورني او نړیوال بنسټونه اندېښمن کړي دي.

په تېرو دوو اوونیو کې د خوست سیمه‌يیزو چارواکو د درېیو راډیوګانو پر خپرونو د موسیقۍ د خپرولو له کبله بندیز ولګاوه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چارواکو د ژمن راډیو خپرونو ته د دې تعهد له اخیستو وروسته د خپرونو اجازه ورکړې چې موسیقي به نه‌خپروي.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې یا RSF په یوه راپور کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور پر وزارت غږ کړی، چې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو د حق ځپل دې پای ته ورسوي.

په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست د اکتوبر په ۲۶مه رسنیو ته خبر ورکړ چې د موسیقۍ او د ښځو په اواز د خپرونو اجازه نه‌لري.

د اکتوبر په ۳۱مه چارواکو د غرغښت راډیو خپرونې له‌دې اصولو څخه د سرغړونو په تور بندې کړې، خو درې ورځې وروسته یې په‌دې شرط د خپرونو د بیاپیل اجازه ورکړه چې موسیقي به نه‌خپروي.

سیمه‌يیزو چارواکو د نوامبر په شپږمه د لونګ راډیو خپرونې هم په همدې دلیل بندې کړې.

دا راډیو چې د موسیقۍ د خپرولو ترڅنګ یې د نجونو لپاره د ثانوي او لوړو زده‌کړو تعلیمي خپرونې جوړولې، تر اوسه بنده ده.

"د افغانستان د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې طالبان نه ښه پالیسي لري او نه ښه نیت.
عزيز احمد تسل

د امربالمعروف ادارې له لونګ راډیو مخکې د ژمن راډیو خپرونې هم بندې کړې وې، خو دې راډیو تېره دوشنبې د لړم په ۲۱مه د خپرونو اجازه ترلاسه کړه.

د کابل پرس کلب مشر او رسنیز فعال عزیز احمدتسل وايي، د افغانستان رسنۍ اوس‌مهال د طالبانو د استخباراتو له‌‌خوا ګواښل کېږي.

نوموړی وايي: "د افغانستان د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې طالبان نه ښه پالیسي لري او نه ښه نیت. له بده‌مرغه کومه پالیسي چې دوی لري، لکه د ساعت په څېر باید په یوه ډول وګرځي. که یوه درجه هم ښکته او پورته شي بیا د استخباراتو له لوري خبریالان بندیانېږي او رسنۍ یې تړل کېږي. تازه بېلګه یې د خوست د رسنیو ده چې له نیکه‌‌مرغه یوه رسنۍ یې بېرته خلاص شوې ده خپل فعالیت یې پیل کړی."

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د خپلې واکمنۍ له ټینګولو سره هم‌مهاله پر ټولو کورنیو رسنیو په تدریجي ډول خپل واک ټینګ کړی دی او خصوصي رسنۍ هم تقریبا د دولتي رسنیو په څېر اداره کوي.

په وروستیو څو اوونیو کې بېلابېلو کورنیو رسنیو ته هغه تګ‌لارې استول شوي چې، طالبانو یې عملي کول جبري بللي دي.

طالبانو په وروستيو کې رسنيو ته دستور ورکړی، چې د ژوندي موجوداتو د تصويورونو خپرول بند کړي، چې دا چاره په ډېری ولايتونو کې عملي شوې هم ده.
طالبانو په وروستيو کې رسنيو ته دستور ورکړی، چې د ژوندي موجوداتو د تصويورونو خپرول بند کړي، چې دا چاره په ډېری ولايتونو کې عملي شوې هم ده.

په‌دې تګ‌لارو کې یوه دا ده چې هيڅوک به د نظام پر اجراتو نیوکې نه‌کوي.

همداراز دې رسنیو ته په تحلیلي بحثونو کې د ګډون لپاره د ځانګړو شنونکو نومونه ورکړل شوي دي.

د بې‌پولې خبریالانو د ټولنې د جنوبي اسیا د څانګې مشرې سیلیا میرسي Célia Mercier په هغه راپور کې چې پرون دې ټولنې خپور کړ ویلي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو بې‌رحمانه ځپل پیل کړي او ټول خپلواک غږونه یې غلي کړي دي چې په نتیجه کې یې د افغانستان اواز د ویرې له کبله خاموش شوی دی.

مېرمن میرسي وايي، د خوست پر راډیوګانو بندیز هغه وېروونکې نښې نښانې ښيي چې پر سنیو تحمیل شوې ایډیالوژي د پراخېدو په حال کې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG