د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ۲۱کانونو کېندنې پيل کړي؛ حقوق‌پوهان څه وايي؟


د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو یو کان
د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو یو کان

د طالبانو حکومت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ۲۱ سترو کانونو د کېدنې د چارو د پیل خبر ورکوي.

که څه هم له وړاندې د طالبانو پر حکومت د طبعي زېرمو د کېدنې په برخه کې د شفافیت د نه موجودیت له کبله نیوکې کېږي، خو تازه د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې، د ۲۱ سترو کانونو د اکتشاف او استخراج چاري یې پیل کړي دي.

د ریاست‌‌الوزرا اقتصادي‌ معاونیت پرون یک‌شنبه د (نومبر۱۰مه) په خپله ايکس‌پاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې، په دغو کانونو کې د اوسپنې، سرب، جست،‌ سره زر،‌ یاقوت، کرومایټ، سیمنټ، باریت او د ډبرو سکاره شامل دي.

په بیان کې همدا راز راغلي، د ستر مقیاس دغه کانونه په هرات، تخار، بغلان، پروان، غور او کندهار په ولایتونو کې موقعیت لري.

د ریاست‌‌‌‌الوزرا اقتصادي‌ معاونیت په بیان کې د دغو کانونو د تړونونو او استخراج د څرنګوالي په اړه جزیات نه‌‌دي ورکړل شوي.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت لا له وړاندې د طبعي زېرمو د غیر مسلکي د استخراج په برخه کې له نیوکو سره مخامخ دی.

ارشیف: د افغانستان د یوه کان انځور
ارشیف: د افغانستان د یوه کان انځور

پوهان ادعا کوي چې، طالبان د ډېری دغه ډول قراردادونو هوکړې د نړیوالو معیارونو او سمې ارزونې پرته ترسره کوي.

"لا تر اوسه معلومه نه‌‌ده چې د طالبانو حکومت د کوم قانون له‌‌‌مخې د کانونو د استخراج تړونونه کوي، د څومره وخت او په څه ډول یې کوي؟
عبدالواحد سادات

د اقتصادي او طبعي زېرمو د چارو پوه او د امریکا په کلفورنیا پوهنتون کې استاد عالم خان احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "په دا تېرو څه باندې درې کالو کې چې کوم کانونه او طبعي زېرمې کېندل کېږي په اړه یې واضيح معلومات نه‌شته او زه فکر کوم د معلومات ورکول دومره سخته نه‌ده، د ټولو تړونونو جزیات او څرنګوالی دې د وزارت په پورتل کې واچوي چې خلک او رسنۍ یې په اړه پوه شي، دوی وايي چې شفافیت شته چې خو معلومیږي نه."

د ښاغلي احمدزي په خبره دا چې طالبان په رسمیت نه‌‌دي پېژندل شوي، نو لویې کمپنۍ او پانګه‌وال چې په لوړ قېمت طبعي زېرمي پېرلی شي د افغانستان کانونو ته زړه نه ښه کوي او طالبان هم په ارزانه بیه د دغو زېرمو د کېندنې تړونونه کوي.

د افغانستان د حقوق‌پوهانو د ټولنې مشر عبدالواحد سادات وايي، تر هغې چې په افغانستان کې د کانونو استخراج لپاره ښکاره او شفاف حقوقي چوکاټ نه‌‌‌وي رامنځته شوی، ولس ته یې ګټه نه‌شي رسېدای.

نوموړی وايي: "لا تر اوسه معلومه نه‌‌ده چې د طالبانو حکومت د کوم قانون له‌‌‌مخې د کانونو د استخراج تړونونه کوي، د څومره وخت او په څه ډول یې کوي؟ دا مهمه ده چې په‌‌دې اړه وضاحت وړاندې شي، که داسې نه‌‌وي ګټه یې نه‌شته او کله چې قانوني چوکاټ نه‌‌‌وي شک رامنځته کېږي او له بده‌‌‌مرغه اوس دغه فضا حاکمه ده."

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پراخې طبعي زېرمې،‌ قېمتي او نیمه قېمتي ډبرې لري، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال د کانونو وزارت ویلي و چې، د دغو طبعي زېرمو ارزښت تر ۳ تریلیونو ډالرو پورې رسیږي.

که څه هم دا هېواد په نړۍ کې د طبعي زېرمو له کبله بډایه هېواد ګڼل کېږي، خو په ورته وخت کې افغانستان د ۲۰۲۴م میلادي کال د لوږې په نړیواله درجه بندۍ کې د نړۍ د ۱۲۷ هېوادونو په منځ ۱۱۶م ځای لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG