خبرونه
طالبان د افغانستان ۱۲ نور کوچني کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، غواړي د افغانستان ۱۲ نور کوچني کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه کانونه د مرمرو، ګچو، ابرک، فلورایټو او نورو معدني موادو دي.
وزارت وايي، لېوال کسان کولای شي تر دوشنبې یا د وري یا حمل میاشتې تر ۲۱مې نېټې خپل غوښتنلیکونه وسپاري.
د طالبانو پر حکومت انتقاد کېږي چې د افغانستان کانونه په غیرقانوني ډول سپړي او په بېدرېغه توګه یې پاکستان ته لېږدوي او د عوایدو په اړه یې هم شفافیت نه شته.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اسراییلو د صدراعظم، پخواني دفاع وزیر او د حماس د یوه پوځي قوماندان د نیولو حکم صادر شو
د جرمونو نړیوالې محکمې یا آیسيسي نن د نومبر ۲۱مه د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت او د حماس د پوځي قوماندان محمد ضیف د نیولو حکم صادر کړ.
حماس د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي.
دا کسان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس له خوا په اسراییل د برید او وروسته د اسراییل د پوځي مداخلې په تړاو د بشریت پر ضد په جنایت او د جنګي جرمونو په ترسره کولو تورن دي.
دا حکم وروسته له هغې صادر شو چې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان په مې میاشت کې وویل چې د هغو کسانو د نیولو د حکمونو د صادرولو په لټه کې دی چې د غزې د جګړې اړوند جرمونو باندې تورن دي.
اسراییل د نړیوالې جزایي محکمې صلاحیت نه دی منلی، خو محکمې ویلي چې د اسراییل له خوا د دې محکمې د صلاحیت منل ضروري نه دی.
د افغانستان د خبریالانو سازمان: رسنۍ له پر لهپسې او پراخو محدودیتونو سره مخامخ دي
د افغانستان د خبریالانو سازمان نن پنجشنبې د تلوېزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې که د افغانستان د رسنیو ملاتړ ونه شي، په دې هېواد کې د بیان د ازادۍ راتلونکې له جدي خظر سره مخامخېږي.
دې سازمان ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان تصویري رسنۍ له پر لهپسې او پراخو محدودیتونو سره مخامخ دي.
د افغانستان د خبریالانو د سازمان په وینا، د افغانستان ګڼ تلوېزیوني چاینلونه د خپل فعالیت بس کولو یا د خپلو خپرونو د محتوا بدلولو ته اړ ایستل شوې دي.
د نومبر ۲۱مه په دې خاطر د تلوېزیون نړیواله ورځ نومول شوې چې د کلتور، معلوماتو او زدهکړو په پراختیا کې د تلوېزیونونو پر رول ټینګار وشي.
پيآیسيایسایس: د روانې میاشتې لومړیو درېیو اوونیو کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي
په پاکستان کې د نومبر په لومړیو درېیو اوونیو کې لږ تر لږه ۵۵ امنیتي ځواکونه په نښتو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي.
په اسلاماباد کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ (PICSS) په یوه راپور کې، چې نن پنجشنبې خپور شو، وویل، د نومبر په لومړیو ۲۰ ورځو کې ۵۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي، په داسې حال کې چې تېره میاشت په همدې موده کې ۳۰ تنه وژل شوي وو.
په تېرو ۲۰ ورځو کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ د نښتو پر مهال ۶۳ شکمن وسلهوال هم وژل شوي دي.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټېټیوټ د معلوماتو له مخې، په اکټوبر میاشت کې، ۶۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي وو چې د روان کال تر بلې هرې میاشتې ډېر شمېر دی.
یوازې د اکټوبر په وروستیو لسو ورځو کې ۳۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.
اکثره بریدونه په دوو ایالتونو خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
په تېرو لسو میاشتو کې په پاکستان کې د دولت د وسلهوالو مخالفو ډلو له لوري ۷۸۵ بریدونه شوي چې له امله یې ۹۵۱ کسان وژل شوي او ۹۶۶ نور ټپیان شوي دي.
په خیبرپښتونخوا کې د سپرلیو پر موټرو برید؛ لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي
د خیبرپښتونخوا په کوزه کورمه کې نن پنجشنبې د سپرلیو پر موټرو په یوه برید کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.
د سیمې د پولیسو یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، برید ماسپښین مهال د علیزو او څپرې ترمنځ سیمه کې په داسي حال کې وشو چې د شاوخوا ۲۰۰ موټرو په یوه کاروان کې سپرلۍ له پېښوره پاړه چنار ته روانې وې.
د پولیسو د دغه چارواکي په وینا، وژل شوي کسان په مندوزیو قبیلې پورې تړاو لري.
په دې برید کې ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو په دې سیمه کې له اوږدې مودې راهیسي د سنیانو او شیعه مذهبو ترمنځ نښتې کېږي.
د يواينډيپي استازی: نړيواله ټولنه دې د افغان نجونو او ښځو پر ستونزو تمرکز وکړي
په افغانستان کې د ملګروملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) استازی سټیفن رودریکز، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو پر ستونزو تمرکز وکړي.
رودریکز پرون (چهارشنبه، د نوامبر په ۲۰مه) له جاپاني رسنۍ (NHK) سره په مرکه کې د طالبانو د وروستي فرمان په اړه خبرداری ورکړ چې، ښځې په عامه ځایونو کې مخ پټولو ته اړ باسي.
هغه وویل، دا "ځپنې" ممکن لا پسې شدیدې شي.
ده دا پرلهپسې محدودیتونه له افغان ټولنې څخه د ښځو د سیستماتیک حذف یوه برخه وبلله.
سټیفون رودریکز زیاته کړه، پهداسې حال کې چې نړیواله ټولنه د اوکراین او منځني ختیځ د بحرانونو پر موضوعاتو تمرکز کوي، افغانستان ته د مرستو کچه له ۲۰۲۱ کال راهیسې خورا کمه شوې ده.
په ۲۰۲۱ کال کې، طالبانو د افغانستان د واک له تر لاسه کولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زدهکړو څخه منع کړې.
ورپسې، افغان ښځې او نجونې پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوې.
سربېره پر دې، په ډېرو دولتي ادارو او ټولو نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګول شو.
ښځې ښځینه حمامونو، پارکونو او تفریحي ځایونو ته له تګ او له شرعي محرَم پرته له اوږدو سفرونو منع شوې، چې دا ټول د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړونو بېلګې ګڼل کېږي.
ډيکر: متحدایالتونه د افغانستان لپاره د زدهکړو د مساوي لاسرسي ملاتړ کوي
د افغانستان لپاره د متحدایالتونو شارژدافیرې کرن ډیکر ویلي چې، د طالبانو لهخوا د زدهکړو پر وړاندې محدودیتونه د افغان ښځو او نجونو راتلونکې ته زیان رسوي او هغوی د خپل هېواد په پرمختګ کې له ګډون څخه محروموي.
اغلې ډيکر، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا له سفارت څخه فعالیت کوي، پرون (چهارشنبې) په ایکسپاڼه یا (پخوانی ټویټر) کې په یوه پوسټ کې لیکلي: "متحدایالتونه د افغانستان لپاره د زدهکړو د مساوي لاسرسي ملاتړ کوي. افغانستان له ښځو پرته د ځان بسیاینې او پرمختګ هدفونه ترلاسه کولی نهشي."
پهداسې حال کې چې د نړیوالې زدهکړې اوونۍ (د نوامبر ۱۸-۲۲مه) دوام لري، نن (د نومبر ۲۱مه) د افغانستان په سړو سیمو کې له څلورم څخه تر دولسم ټولګي پورې د زدهکوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې او د ډسمبر تر ۵مې به دوام وکړي.
دا پهداسې حال کې ده چې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته زدهکړو د بندیز یو بل کال هم پوره شو.
هغه نجونې چې راتلونکی کال شپږم ټولګي ته ځي په ډار ازموینې ورکوي، خو هیله لري چې دا به د دوی وروستۍ کلنۍ ازموینې نهوي او دوی ته به په راتلونکې کې د زدهکړو د دوام اجازه ورکړل شي.
امريکا اوکراين ته د ۲۷۵ميليون ډالرو په ارزښت پوځي وسلې استوي
پینټاګون په پام کې لري چې، د جو بایډن د حکومت په وروستیو ورځو کې اوکراین ته لږ تر لږه د ۲۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي وسلې واستوي.
پهدې وسلو کې ځمکني ماینونه هم شامل دي.
دا وسلې پهداسې حال کې اوکراین ته ورکول کېږي چې، د جګړې د شدت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
دواړه خواوې ښکاره هڅه کوي چې د ډونالډټرمپ د حکومت تر پیل مخکې، چې ژمنه یې کړې ده د جګړې د پای ته رسولو لپاره به کار وکړي، خپل موقعیت ښه کړي او برلاسی ترلاسه کړي.
د متحدایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په یوه بیان کې وویل، دوی به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي ترڅو هغوی په جګړه کې بریالي شي او د روسیې پر وړاندې خپله دفاع وکړي.
د متحدایالتونو ولسمشر جوبایډن دا اوونۍ اوکراین ته اجازه ورکړه چې، د امریکا پر اوږد واټنه توغنديو د روسیې په خاوره کې د بریدونو لپاره کار واخلي.
مېلر: اسراييل د حزبالله پر وړاندې ځينې مهم هدفونه ترلاسه کړي
د متحدایالتونو حکومت ویلي چې، اسراییل په لبنان کې د حزبالله د وسلهوالې ډلې پر وړاندې په جګړه کې ځینې مهم هدفونه ترلاسه کړي دي او له همدې امله د جګړې د پای ته رسېدو امکان شته.
د متحدایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیومېلر د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، هغه څه چې دوی لیدلي دا دي چې اسراییل خپلو یوشمېر مهمو هدفونو ته رسېدلي دي.
هغه زیاته کړه، دوی په تېرو دوو میاشتو کې لیدلي چې اسرايیل د حزبالله د امکاناتو په لهمنځه وړلو کې بریالی عمل کړی دی.
له همدې امله باور لري، اوس هغه پړاو دی چې د یو ډیپلوماتیک حل لپاره کار وکړي.
د متحدایالاتو ځانګړی استازی د منځني ختیځ په چارو کې اموس هاکسټین هڅه کوي چې، د اوربند لپاره خبرې اترې پر مخ بوځي.
د راپورونو لهمخې، نوموړی د چهارشنبې په ورځ اسرايیل ته رسېدلی دی او ټاکل شوې چې د اسرايیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وویني.
د کېلې په وسيله جوړ شوی يو هنري اثر په څه باندې شپږميليونه ډالره وپلورل شو
یو هنري اثر چې د یوې ساده کېلې په مرسته جوړ شوی او د ټېپ په وسیله په دېوال پورې نښلول شوی و، د نومبر په ۲۰مه د نیویارک په یوه لیلام کې په ۶ میلیونه او ۲۰۰ زره ډالره وپلورل شو.
دغه اثر چې "کومدین" نومېږي، ایټالیايي هنرمند موریزیو کاتیلان جوړ کړی و.
دا اثر په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د میامي په "آرت بازل" ساحل کې نندارې ته وړاندې شو.
دا یوه په زړهپورې پېښه وه چې نندارچیانو یې هڅه کوله معلومه کړي چې آیا دا زېړه مېوه چې په سپین دېوال نښلول شوې، یو طنز دی کهنه.
په پای کې یوه بل هنرمند کیله له دېواله لیرې کړه او ویې خوړله.
دې اثر دومره ډېر پام ځان ته واړاوه چې درې نسخې یې له ۱۲۰ زره څخه تر ۱۵۰ زره ډالرو پورې وپلورل شوې.
اوس، پنځه کاله وروسته د ډیجیټلي اسعارو د پلیټفارم (TRON) بنسټګر جاستین سان د ساتبې په لیلام کې د دې اثر د اصالت تصدیق د ۴۰ برابره لوړې بیې په بدل کې ترلاسه کړ.
پهدې توګه، هغه اوس دا حق لري چې یوه کیله په دېوال پورې ونښلوي او هغه "کومدین" بولي.
پر سوريه د اسراييل بريد؛ ۳۶کسان وژل شوي او ۵۰ ټپيان دي
د سوریې د دفاع وزارت وایي چې، د دغه هېواد پر پالميرا ښار د اسراییل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
پالمیرا ښار د تاریخي ابدو او میراثونو د درلودو له کبله مشهور دی.
په بریتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو د څار یو بنسټ بیا ویلي چې، د اسراییل په هوایي بریدونو کې چې تېره ورځ شوي، ۶۱ تنه وژل شوي دي.
اسراییل په اسانه په سوریه کې د خپلو عملیاتو په تړاو تبصره نهکوي، خو وړاندې یې په زغرده ویلي، اجازه نه ورکوي چې دغلته ایران خپلې نیابتي ډلې پراخه کړي.