د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان "اېجیایساو" وايي چې په افغانستان کې ګڼ شمېر تلوېزیونونه اړ شوي چې خپل فعاليتونه ودروي.
د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ سازمان د تلوېزیون د نړيوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د تلوېزیونونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
د خبریالانو د ملاتړسازمان "اېجیایساو" نن پنجشنبه د نومبر ۲۱مه په یوه اعلامیه کې له نړیالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د رسنيو پر وړاندې ځپونکي وضعیت ته پام وکړي.
دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې ګڼ شمېر تلوېزیونونه او رسنۍ اړ شوي چې خپل فعاليتونه ودروي او یا هم د اوسني حکومت له ايديالوژۍ سره سمې خپرونې ولري.
په اعلاميه کې راغلي چې د تلوېزیوني خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو لپاره فضا ډېره تنګه او تیاره شوې او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په پراخه کچه ښځينه خبريالانې له کاره محرومې شوي او په ځينو مواردو کې آن اړې شوې چې هېواد پرېږدي.
یاد سازمان ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان انځوریزې رسنۍ له شدیدو بندیزونو سره مخ شوي او اوسنیو حاکمانو د پراخ سانسور په پلي کولو، د رسنیو د تړلو او د خبریالانو په ګواښلو سره د بیان ازادي او د اطلاعاتو ازاده فضا محدوده کړې ده.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو او رسنیزو بنسټونو څخه غوښتنه کړې څو د افغانستان رسنیو او خبریالانو لپاره خپل عملي او سملاسي ملاتړ پیاوړی کړي.
له دې سره په افغانستان کې د تلوېزیوني خپرونو يو شمېر خبريالان او د رسنيو مسوولان هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې د تلوېزیوني خپرونو پر وړاندې د ډېرېدونکو محدوديتونو په اړه اندېښنه ښيي او يادونه کوي چې که همداسې دوام وکړي په دې هېواد کې به تلوېزیون خپل ليدونکي او خوښوونکي له لاسه ورکړي.
یو خبریال وايي: اندېښنه مو دا ده که دغه حالت دوام وکړي او په رسنيو او تلوېزیونونو دغه بنديزونه وي نو په راتلونکي کې به په افغانستان کې څوک تلوېزیون ونه ګوري.
په افغانستان کې د تلوېزیوني خپرونو یو خبريال د نوم د نه ښودو او غږ خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "د دغه حالت دوام سره په افغانستان کې تلوېزیون خپل ارزښت ورځ تر بلې له لاسه ورکوي لامل يې دا دى چې کومې ستونزې چې رامنځته کېږي او مربوطه چارواکي خپل نظر په تصويري توګه خلکو سره شريک نه کړي نو خلکو ته به ډېر قناعتبخشه نه وي، اندېښنه مو دا ده که دغه حالت دوام وکړي او په رسنيو او تلوېزیونونو دغه بنديزونه وي نو په راتلونکي کې به په افغانستان کې څوک تلوېزیون ونه ګوري."
د افغانستان په بدخشان کې ښځينه خبرياله حانيه نادري وايي چې د افغانستان په رسنيو کې د ښځينه خبریالانو شتون له نشت سره برابر دى.
هغه وايي: "کله چې طالبان په افغانستان کې بيا واکمن شول رسنۍ په خاصه توګه انځوريزې رسنۍ له ګڼو محدوديتونو سره مخ شوې چې له ډلې يې سانسور، د خبري رسنيو حذف، د د بيا ازادۍ ځپل دي د ښځو شتون صفر ته رارسېدلې او د رسنيو د موضوعاتو بېلوالى له منځه تللى له بلې خوا اقتصادي ناورين او د بوديجې نشتون ډېرى رسنۍ وځنډولې امنيتي ستونزو هم خبريالان ځان سانسورۍ ته اړ کړي دي."
بلخوا په افغانستان کې د خصوصي تلوېزیون طلوع نيوز مشر او د رسنيزو سرغړونو د کمېسون غړى ذبيح الله سادات وايي: "په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د امارت له رامنځته کېدو سره ډېر بدلونونه رامنځته شوي يو شمېر رسنۍ چې تلوېزیوني خپرونې يې درلودې ونهشواى کولى چې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله خپلو نشراتو ته دوام ورکړي. هره ټولنه کې اړتيا ليدل کېږي چې رسنيو ته د دې زمينه برابره شي چې دوى پرته له کوم تشويش نه خپل مسووليت چې د خپل ولس غږ رسول دي تر حکومتونو ورسوي."
دا په داسې حال کې ده چې چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر رسنیو د ژوندیو یا ساه لرونکو د تصویر او فلم خپرولو باندې هم بندیزونه او محدودیتونو لګېدلي دي.
د طالبانو حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امربالمعروف او نهی عنالمنکر په نوم خپل نوی قانون اعلان کړ او د دې قانون د ۱۷مې ماده کې په درېیم بند کې د ذی روح (ساه لرونکو) انځورونو پر اخیستلو او خپرولو بندیز ولګاوه.
د خبريالانو ملاتړي بنسټونه دا پرېکړه د افغانستان د انځوريزو او تلوېزیوني رسنيو او د بيان د ازادۍ پر وړاندې جدي ګواښ بولي.