د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

د طالبانو وروستي اعدام ته کورني او نړيوال غبرګونه؛ خلک: طالبان دې پر خپلو جنګيالو هم شريعت پلی کړي


ارشیف: د طالبانو په لومړۍ دوره کې پر یوه کس د قصاص حدود تطبیق شوي وو. 13 March, 1998
ارشیف: د طالبانو په لومړۍ دوره کې پر یوه کس د قصاص حدود تطبیق شوي وو. 13 March, 1998

په پکتیا کې په عام محضر کې د یوه کس اعدامولو، کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌‌خوا د اعدام وروستی اقدام له بشري حقونو څخه د دوی د سرغړونو یوه روښانه او پراخه بېلګه ده.

"دا حقیقت چې دوی خلک اعداموي نور هم د اندېښنې وړ دی
هيدربار

د دې سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هیدربار په‌‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل، له‌‌‌دې کړنو څخه د طالبانو موخه د خلکو د ډارولو له لارې پر هغوی د واک ساتل دي.

نوموړې وايي: "دا حقیقت چې دوی خلک اعداموي نور هم د اندېښنې وړ دی، کله چې تاسو په پام کې ونیسئ چې دوی څنګه په لویه کچه عدلي سیسټم له‌منځه وړی کوم چې باید په جرمونو تورنو خلکو ته خوندیتوب ورکړي او دوی رسنۍ خاموشه کړي، چې باید د روڼتیا او د یوې داسې لارې په توګه شتون ولري څو نړۍ پوه شي په افغانستان کې څه روان دي."

نوموړې دغه شان زیاته کړه چې دوی د خپلو غړو پرته ټول افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته زیان رسوي.

هم‌‌‌‌مهاله په جینوا کې د ملګروملتونو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۳مه) په یوې اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا د دې ډول کړنو د سم‌دستي بندېدو په غوښتنې سره ويلي، په عام محضر کې اعدام د بشري حقونو د سرغړونو د پراخې پدیدې یوه برخه ده او په افغانستان کې د بشري حقونو خرابېدونکی وضعیت منعکسوي.

په اعلامیه کې راغلي، دا پېښه په‌‌‌داسې حال کې رامنځته کېږي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د بشري حقونو د معیارونو د ساتلو لپاره د نړیوالو له غوښتنو سره‌سره، دوی په عام محضر کې د اعدام، په دُرو وهل او د فزیکي مجازاتو د نور ډولونو پلي کول بیا پیل کړي دي.

"تر هغه ځایه چې موږ شاهد یو طالبان جنایت ترسره کوي خو پوښل کېږي

په ورته وخت کې یوشمېر افغانان په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو کاروونکي، د طالبانو د پخوانیو چارواکو جنسي قضیو ته په اشارې سره ويلي چې، د کره شواهدو د شتون سربېره بیا هم دوی ته سزا نه ورکول کېږي.

د دوی له ډلې یو حقوق‌‌‌پوه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌‌‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "تر هغه ځایه چې موږ شاهد یو طالبان جنایت ترسره کوي خو پوښل کېږي، په سوشل میډیا کې په فېس‌بوک، په انستاګرام او هرځای کې یې ویډيو له ثبوت سره خپریږي، خلک یې ویني خو دوی ته سزا نه ورکول کېږي."

دا غبرګونونه او نیوکې داسې مهال دي چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۳مه) د پکتیا ولایت په ګردیز ورزشي لوبغالي کې د محمد ایاس اسد په نوم یو کس په عام محضر کې اعدام کړ.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر نوموړي د قتل په جرم د دوی په خبره د "قصاص" حکم عملي شوی.

دا په‌‌داسې حال کې دی چې د طالبانو حکومت د ځواکونو له‌خوا د وژل شویو کسانو کورنۍ هم له طالبانو څخه غواړي چې د دوی په قضیو کې دې دوه ګونی چلند نه‌‌کوي او عدالت دې تطبیق کړي.

یو له دوی څخه سیدجلال، د حمیدجلال پلار دی.

حمیدجلال د زمري په ۲۳مه په کابل کې د کورنۍ په خبره یې د طالبانو د موټرو له کاروان څخه د مخکې کېدو له امله، د طالب ځواکونو له‌‌خوا پر موتر یې د ډزو له امله ووژل شو.
حمیدجلال د زمري په ۲۳مه په کابل کې د کورنۍ په خبره یې د طالبانو د موټرو له کاروان څخه د مخکې کېدو له امله، د طالب ځواکونو له‌‌خوا پر موتر یې د ډزو له امله ووژل شو.

حمیدجلال د زمري په ۲۳مه په کابل کې د کورنۍ په خبره یې د طالبانو د موټرو له کاروان څخه د مخکې کېدو له امله، د طالب ځواکونو له‌‌خوا پر موتر یې د ډزو له امله ووژل شو.

د وژل شوي حميدجلال پلار سيدجلال وايي: "تر دې دمه عدالت پرې نه‌‌دی تامین شوی او زموږ هم همدا هیله ده چې دوی په خپل کارمند باندې هم همداسې عدالت تامین کړي لکه څنګه چې په پکتیا کې یې تامین کړ."

د یادونې وړ ده چې دا په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دوی له لوري شپږم اعدام دی چې ترسره کېږي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنيټ هم تېره ورځ د طالبانو له‌خوا په پکتیا ولایت کې د طالبانو دا پرېکړه غندلې وه او له دوی څخه یې د دې ډول سزاو د درولو غوښتنه کړې وه.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG