د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

ريچارډ بېنيټ: افغانستان کې مذهبي لږکي له جدي ګواښ سره مخامخ دي


ريچارډ بېنيټ
ريچارډ بېنيټ

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان دننه د مذهبي اقلیتونو ژوند ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی څرګندوي چې، په افغانستان کې لاهم مذهبي اقلیتونه له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

دوی د ذکر په حلقه کې د نهرین په زاړه ښار کې ناست وو چې هسې په هسې ووژل شول
د سيمې يو اوسېدونکی

ریچارډ بېنيټ پرون په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې ولیکل چې، په افغانستان کې باید ټول افغانان د ازاد عبادت حق ولري.

نوموړي د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د پنج‌شنبې په شپه د سید پاچا اغا په زیارت کې دننه په یوه جومات کې ترسره شوی برید وغانده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي دي چې، په‌‌‌دې حمله کې لس تنه وژل شوې دي.

د ځینو رسنیو په وینا د پېښې د قربانیانو شمېر دولسو ته رسېدلی دی.

دا برید هغه وخت وشو چې د صوفیانو یوه ډله په ذکر بوخته وه.

د نهرین ولسوالي یوه اوسېدونکي چې نه‌یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي، د دې پېښې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان خلک خوار او غریب دي یوشمېر قاریان او نور کسان د ذکر په حلقه کې ناست وو، دا کار د خدای پیغمر هم کړی دی. دوی د ذکر په حلقه کې د نهرین په زاړه ښار کې ناست وو چې هسې په هسې ووژل شول، دا هغه کسان وو چې د خدای ذکر یې کاوه."

د بغلان يوه خانقاه کې د پېښې قربانيان
د بغلان يوه خانقاه کې د پېښې قربانيان

له‌‌دې پېښې د سیمې خلک او رسنۍ پرون سهار وختي هغه وخت خبر شول چې، خلک د لمانځه لپاره جومات ته ورغلل.

طالبانو دا حمله مرموزه بللې ده.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ د افغانستان دننه د مذهي اقلیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې، د دغو کسانو د ژوند د ژغورلو لپاره وار له مخه اقدامات باید ترسره شي.

په تېرو څه باندې درې کلونو کې چې طالبان بیا واکمنان شوې دي، په افغانستان کې په خانقاو او صوفیانو لږ تر لږه پنځه ځله بریدونه شوې دي.

په‌‌‌دې حملو کې د ځینو راپورونو له‌مخې یوسل او دیارلس تنه وژل شوي او تر دوه سوه ډیر ټپيان شوې دي.

تر ټولو خونړۍ حمله دوه کاله مخکې په کابل کې د خلیفه صاحب په جومات کې وشوه، چې په‌کې په لسګونو کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په وینا پر صوفیانو او خانقاو د څلورو بریدونو مسوولیت چا نه‌‌دی اخیستی، خو د یوې حملې مسوولیت داعش خراسان څانګې منلی و.

د بشري حقونو د څار سازمان په وینا په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې له لورې په مکرر ډول په مذهبي اقلیتونو بریدونه شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG