د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

کابل کې د ناامنیو زیاتوالی؛ کړوخېل: د طالبانو محدودیتونه او فشارونه پر امنیت منفي اغېزه کوي


د کابل د ایمرجنسي روغتون څنډه چې د وروستیو پېښو ټپیان او مړي وروړل شوي دي.
د کابل د ایمرجنسي روغتون څنډه چې د وروستیو پېښو ټپیان او مړي وروړل شوي دي.

تر یوې اوونۍ په لنډه موده کې په کابل کې د توغندیو د یوه برید او د طالبانو پر استخباراتو پر موټر د یوه برید ادعا وشوه او په دې ښار کې پرون یوې چاودنې یو تن وواژه او ۱۱یې ټپيان کړل.

په کابل کې ایمرجنسي روغتون په یوه بیان کې ویلي چې د پرونۍ چاودنې د یوه نارینه ټپي روغتیایي وضعیت نازک دی.

په دې چاودنه کې چې له پامیر سینما سره د لیلامي په بازار کې د چهارشنبې د غرمې د دوو بجو خواته وشوه ۱۱ کسان ټپيان شوي او یو کس وژل شوی دی.

ځیني سرچینې وایي چې دا چاودنه د مقناطیسي ماین له امله شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع رویټرز اژانس ته ویلي چې دا د لاسي بم چاودنه وه او د برید کوونکي یوه پښه پرې شوې چې اوس په توقیف کې دی، درمنله یې کېږي او د امنیتي ځواکونو له لوري تحقیقات ترې روان دي.

له سیمې یوه عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د پېښې له ځایه نژدې سل متره لرې وم، له هغه ځایه یوه هلک منډلې راوهلې، ما پوښتنه ترې وکړه، ده وویل چې د یوه کس جسد هلته پروت و، نور څه مې نه دي لیدلي، دوه کسان د میوند روغتون خوا ته راتلل، دوی په وینو لړلي وو، چرې یې په لاسونو لګېدلې وې."

د کابل د ایمرجنسي روغتون په بیان کې راغلي چې په ټپيانو کې یوه درې کلنه نجلۍ، یو څلور کلن هلک او یو شپاړس کلن هلک دی، همداراز دوې مېرمنې او شپږ نارینه ټپيان د درملنې لپاره د دوی روغتون ته وروړل شوې دي.

یوه ورځ مخکې تر دې د کابل په قلعچه سیمه کې ازادۍ جبهې د طالبانو د استخباراتو پر یوه موټر د برید ادعا وکړه او ویې ویل چې په دې حمله کې دوی د طالبانو دوه کسان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړې دي.

دې جبهې د دې اوونۍ د یکشنبې په ماښام د کابل پر هوایي ډګر د توغندیو د برید مسوولیت هم ومانه چې په خواله رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې توغندي د کابل پر هوایي ډګر لګېږي.

د افغانستان آزادۍ جبهې د کابل په هوايي ډګر د راکټي برید مسوولیت ومانه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:56 0:00

په کابل کې د ناامنیو د زیاتېدو په اړه د سیاسي چارو کتونکې شینکۍ کړوخېل ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو له لوري محدودیتونه او په خلکو فشار پر امنیت منفي تاثیر کوي.

د سیاسي چارو کتونکې شینکۍ کړوخېل
د سیاسي چارو کتونکې شینکۍ کړوخېل

مېرمن کړوخېل وايي: "هرڅومره چې فاصله د ولس او چارواکو ترمنځ زیاته شي، وضعیت خرابېږي او دا په خپله د دې سبب کېږي چې امنیت ګډوډ شي او له مخالفینو سره خلک خپلې همکاریانې شروع کړي، زه فکر کوم چې دا یوه نښه یا بېلګه ده چې له همدا اوس نه شروع شوې ده."

طالبانو په کابل کې د خپلو مخالفانو د نیولو او ځپلو په نیت د کابل په خیرخانه، تایمني او درې سوه پنځلس سیمو کې له څو ورځو راهیسې کور په کور تالاشۍ پيل کړي دي.

طالبانو تراوسه څه نه دې ویلي چې د دې تالاشیو په ترڅ کې یې څه ترلاسه کړي، یا یې څوک نیولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG