د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

د کابل یو شمېر اوسېدونکي: له خبرتیا پرته د طالبانو تالاشیو او پلټنو خلک وېرولي


ارشیف: په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تالاشیو یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تالاشیو یو انځور

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې طالب ځواکونو د دې ښار په ځینو سیمو کې خلکو ته له هر ډول خبرتیا پرته کور په کور تالاشي او پلټنې پیل کړي دی.

د کابل هوایي ډګر باندې د دوی توغندیو تر لګېدو وروسته چې پړه یې د طالبانو د حکومت مخالفې "د افغانستان د ازادۍ جبهې" منلې، اوس د کابل ښار ځیني اوسېدونکي ادعاوې کوي چې د طالبانو حکومت د دغه ښار په خیرخانه، تایمنیو او ۳۱۵ سیمو کې کور په کور تالاشۍ پیل کړي دي.

د کابل د خیرخانې او تایمنیو سیمو دوو اوسېدونکو چې په خبره یې کورونه یې هم تالاشي شوي، د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نومونه خپاره شي، ازادي راډیو ته سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

د خیرخانې اوسېدونکی وايي: د پخلنځي لوښي، کاسه، دیګ بخار، د غوړیو ټیمان، ټول یې ګډوډ کړل، لکه کور کې چې ستنه ورکه شوې وي او دوی ستنې پسې ګرځي، زه ټکسي چلوم کله چې ووځې دوره ووهې حتماً دې دروي او پوښتنې درنه کوي.

د خیرخانې اوسېدونکی وايي: "عکس‌العملونه یې دېر خراب وو، کور ته راننوځي، دا نه وایي چې یو څه خرابېږي که نه، هر څه خلاصوي او تیتوي یې، ټول شیان یې ولټول، چېرې چې بیکونه وو، د پخلنځي لوښي، کاسه، دیګ بخار، د غوړیو ټیمان، ټول یې ګډوډ کړل، لکه کور کې چې ستنه ورکه شوې وي او دوی ستنې پسې ګرځي، زه ټکسي چلوم کله چې ووځې دوره ووهې حتماً دې دروي او پوښتنې درنه کوي."

د تایمنیو اوسېدونکی وايي: "پرون ماښام راغلل، ویل یې چې دروازه خلاصه کړئ چې تالاشي کوو، زه ووېرېدم او دروازه مې نه خلاصوله، راته یې وویل چې ولې مو دروازه نه خلاصوله، اول یوه ښځه راننوته، دو درې کسان نه وو، آن اوو- اته رېنجر موټر وو، تر ۳۰ او ۴۰ کسان وو، خپل لوښي مې چې په المارۍ کې منظمه ټول کړي وو، ګډوډ یې کړل، دوه المارۍ یې راخرابې کړې، ډېر وحشتناکه وو، زه هم وېرېدم او ماشومانو مې ټولو ژړل."

د دوی په خبره، طالب ځواکونو په دې سیمو کې خلک آن له کورونو بهر پلټي او شخصي وسایل یې لکه ټیلیفونونه یې ګوري.

بلخوا د کابل ښار د ۳۱۵ سیمې یو اوسېدونکي ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې دا مهال (د چهارشنبې په ورځ) یې طالبان سیمې ته ورغلي او پر پلټنو او تالاشیو بوخت دي.

ده چې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "طالبان زموږ سیمې ته راغلي، تالاشۍ یې پیل کړي، زموږ مخامخ کوڅې ته رارسېدلي، د شاه کوڅه یې تالاشي کړه، هغه کوڅه چې زموږ تر منځ ده، تراوسه یې نه ده تالاشي کړې، خلک خوصاً ښځې له طالبانو یو څه وېرېدلي، زموږ د ځینو ګاونډیو مېرمنې یې امېندواره دي، دوی سره باید ښځینه پولیسانې هم وي، وبه ګورم چې څه کېږي، تر اوسه زموږ کور ته نه دي راننوتلي."

د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

له دې وړاندې هم د طالبانو حکومت په کابل او ځینو ولایتونو کې کور په کور تالاشۍ او پلټنې ترسره کړې وې.

هغه مهال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې دا تالاشۍ د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي او که خلک د دوی د ځواکونو له بد چلند سره مخ کېږي، په دې اړه دې د دوی د حکومت اړونده اعلان شویو شمېرو سره تماس ونیسي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شنبې په شپه لږترلږه دوه توغندي د کابل پر هوایي ډګر لګېدلي دي.

د طالبانو د حکومت مخالفې "د افغانستان د ازادۍ جبهې" د دغې پېښې پړه منلې او ادعا یې کړې چې طالبانو ته یې ډېر ځاني او مالي زیانونه ور اړولي دي.

دغې جبهې دغه راز ادعا کړې چې یاده حمله لومړی د کابل هوایي ډګر پر پوځي برخې د څو توغندیو په توغولو پیل او په ټکو یې وروسته د دغې جبهې ښاري پیاده ډلې حمله ترسره کړې ده.

د طالبانو د حکومت یوې سرچینې ازادي راډیو ته د کابل پر هوایي ډګر حمله تایید کړې، خو د افغانستان د ازادۍ جبهې د ادعا په اړه یې څه نه دي ویلي.

د افغانستان آزادۍ جبهې د کابل په هوايي ډګر د راکټي برید مسوولیت ومانه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:56 0:00

د افغانستان د ازادۍ جبهې پرون سې شنبه په خپله ایکس‌پاڼه په کابل کې کور په کور تالاشۍ او پلټنې د دغې جبهې د حملې له امله بللي او ادعا یې کړې چې د کابل ښار په قلعچه کې یې د طالبانو د حکومت د استخباراتو پر یو موټر برید کې دوه د استخابراتو غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

خو ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعاوې نه شي تاییدولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG