نن د اکتوبر دویمه د عدم تشدد نړیواله ورځ ده، ملګروملتونو په ۲۰۰۷ کال د جون پر ۱۵مه د هند د ازادۍ تحریک د مشر مهاتما ګاندي د زوکړې ورځې ته په کتو دغه ورځ په نړۍ کې د نه تاوتریخوالي د ورځې په توګه ونوموله.
پهداسې حال کې چې، د اکتوبر د میاشتې ۲مه نېټه هر کال په نړۍ کې د عدم تشدد د ورځې په توګه لمانځل کېږي یوشمېر افغانان وايي، د تاوتریخوالي او جګړو له کبله یې ډېری ارمانونه نیمګړي پاتې دي.
د کابل ښار اوسېدونکی صفيالله چې څو کاله وړاندې یې د ماین په چاودنه کې یوه پښه پرې شوې وايي، جګړې او تاوتریخوالي داسې زیان ور اړولی چې تل یې ځوروي.
هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، کاشکې د هغه انسانانو په منځ کې اوسېدای چې له جګړې او تاوتریخوالی خوندي دي.
هغه وايي: "یوه پښه مې مصنوعي ده او نهشم کولای چې د روغ انسان په څېر وګرځم هغه هیلې مې چې لرلې هغې ته نه یم رسېدلای، زما په څېر ډېری ځوانان دي چې د جګړو له کبله یې د بدن غړي له لاسه ورکړي او سرګردانه دي."
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی چې نهغواړي نوم یې په راپور کې واخېستل شي پهدې اړه وايي: "په جګړو کې زما د نژدې کورنۍ غړي نهدي وژل شوي، خو خپلوان او دا چې زموږ هېوادوال وژل شوي او یا کېږي دا ما خفه کوي، خدای دې داسې ورځ راولي چې نه یوازې افغانستان بلکې په ټولې نړۍ کې څوک د جنګ او تاوتریخوالي نوم وانهخلي."
دا پهداسې حال کې ده چې نن د اکتوبر دویمه د عدم تشدد نړیواله ورځ ده او دغه ورځ په ګڼو هېوادونو کې لمانځل کېږي.
ملګروملتونو په ۲۰۰۷ کال د جون پر ۱۵مه د هند د ازادۍ تحریک د مشر مهاتما ګاندي د زوکړې ورځې ته په کتو دغه ورځ په نړۍ کې د نه تاوتریخوالی د ورځې په توګه و نوموله.
مهاتما ګاندي شلمه پېړۍ کې په هند کې د عامه پوهاوي له لارې د سولې، زغم، امن او عدم تشدد د کلتور د عامولو لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه چې له کبله يې نړیوال شهرت ته ورسېد.
"موږ نېکبخته و چې باچا خان او د هغه ملګري خدايي خدمتګاران په شلمه پېړۍ کې پیدا شول او دلته یې د عدم تشدد لوی لښکر جوړ کړ او په عمل کې یې عدم تشدد پلی کافراسياب خټک
په شلمه پېړۍ کې د ګاندي سربېره خان عبدالغفار خان چې د فخر افغان یا باچا خان په نامه هم یادیږي په افغان مېشتو سیمو کې د عدم تشدد د فلسفې خورولو لپاره اوږده مبارزه وکړه او په دغه لار کې يې ګڼې قربانۍ ورکړې.
د عدم تشدد د فکر لارویان وايي، خان عبدالغفار خان او ګاندي نه یوازې په خپلو سیمو، بلکې په ټوله نړۍ کې د عدم تشدد فکر د خپرولو په برخه کې داسې مبارزه کړې چې هيڅکله به له یاده ونه وځي.
د پاکستان د سنا مجلس پخوانی غړی او د عدم تشدد د فکر لاروي افراسیاب خټک پهدې اړه ازادي راډیو وویل: "موږ نېکبخته و چې باچا خان او د هغه ملګري خدايي خدمتګاران په شلمه پېړۍ کې پیدا شول او دلته یې د عدم تشدد لوی لښکر جوړ کړ او په عمل کې یې عدم تشدد پلی کړ، خو زموږ ستونزه دا ده چې جغرافیه مو د سترو طاقتونو ترمنځ د شخړې میدان دی، د کلونو په اوږدو کې دلته جګړې شوې او له خلکو د خاشاکو په توګه استفاده شوې، زه فکر کوم چې د عدم تشدد فلسفې د بریا امکانات ځکه زیات دي چې خلک اوس پهدې پوی شوي چې د تېرو کلونو د جګړو پر مهال یوازې د دوی ژوند ته چل جوړ و او دی. اوس چې دا خودجوشه حرکتونه خواره شوي او ځوانان پهدې خبره پوی شوي دي او زما باور دی چې د وخت په تېرېدو د جګړې پر وړاندې کرکه زیاتیږي او زموږ خلک به په خپله خاوره کې د امن لپاره پاڅونونه کوي."
پخوانی ډیپلوماټ او د نړیوال چارو کارپوه غوث جانباز بیا د عدم تشدد په اړه مخالف نظر لري.
هغه پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "چې کله هم استعمار او زور حاکمیږي نو ته مجبور یې چې تشدد به کوې لکه وايي چې، په تنګ راشي نو په جنګ راشي او دا د انسانانو حق دی چې خپل حق باید ترلاسه کړي، که چېرته په سولهییزه توګه دا مسئله نتیجه نه ورکوي نو بیا د ازادۍ او د حقونو د ترلاسه کولو لپاره له تشدد پرته کومه لاره نه پاتې کېږي او له هرې لارې چې وي باید حقونه ترلاسه شي."
د ښاغلي جانباز په خبره په نړۍ کې اوسنیو حالاتو ته په کتو دا ویلی شي چې، د نړۍ لوی هېوادونه د عدم تشدد په فلسفې بارو نهلري او په اوس کې لهدې لارې د حقونو ترلاسه کول ممکن نهدي.
د یادولو ده چې افغانانو د لسیزو په اوږدو کې د جنګ جګړو له کبله ګڼې قربانۍ ورکړي دي او اوس که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې، په افغانستان کې يې امن او ټیکاو راوستی خو نړیوالې ټولنې په کراتو له افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته د احتمالي متوجې ګواښونو او ترهګریزو فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.