د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

افغانستان

جلال‌اباد کې د باچاخان د مزار د رغونې چارې پیل شوې

ارشیف، د باچا خان انځور
ارشیف، د باچا خان انځور

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د باچاخان د مزار د رغونې چارې پرون پیل شوې.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې وايي، د عدم تشدد د فلسفې د مخکښ مبارز خان عبدالغفار خان مزار به د ولسمشر اشرف غني له حکم سره سم د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې ورغول شي چې پر اصلي ودانۍ سربېره به څلور ګنبدې، ۴۱ متره منار، پارکېنګ او نور ملحقات ولري.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د رغونې د چارو د پرانېستو په مراسمو کې د وینا پر مهال د باچاخان د مزار رغونه د لرو، برو پښتنو د یووالي او د سولې او پخلاینې لپاره مهم زیری وباله.

په بیان کې د بنايي ساختماني شرکت د مشر له قوله ویل شوي چې د باچاخان د مزار رغونه به په ټاکلي وخت بشپړه شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بشري حقونو ډلې ايران کې په يوه ورځ کې د ۱۱کسانو د اعدامېدو خبر ورکړی

ارشيف
ارشيف

د بشري حقونو ډلې په ایران کې په یوه ورځ کې د لږ تر لږه د یوولسو کسانو د اعدامېدو خبر ورکوي.

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له‌مخې، د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، لس سړي او یوه ښځه د چهارشنبې په ورځ د کرج په قزل حصار کې په دار وځړول شول.

د راپور له‌مخې په اعدام شویو کې د افغانستان دوه وګړي هم شامل و.

ویل شوي چې، دغه کسان د عمدي قتل او مخدرو موادو په ګډون د ځینو مواردو په خاطر په اعدام محکوم شوي و.

د ایران اعتماد ورځپاڼې له‌‌دې مخکې د دغو افغانانو په اړه ویلي و، چې دوی په ۱۳۸۹ کال د تهران په لوېدیځ کې پر یوې ښځې د ډله‌‌ییز جنسي تیري په جرم په اعدام محکوم شوي و.

يوناما افغانستان کې د نجونو پر وضعيت اندېښنه وښوده

افغان نجونې
افغان نجونې

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په افغانستان کې د نجونو روان وضعیت ډېر د اندېښنې وړ وباله.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا نن د اوکتوبر په یوولسمه د نجونو د نړیوالو ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې دغه ارزښتناکه ورځ په ډېر خفګان سره لمانځي، ځکه چې واکمنو چارواکو له ۱۱۲۰ ورځو راپه‌دې‌خوا له ۱۲ کلونو څخه د ډېر عمرلرونکو نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی.

نوموړې زياتوي، دا یوازې د ميلیونونو نجونو لپاره نه، بلکې د هغوی د کورنیو، ټولنو او ټول هېواد لپاره د څه باندې درې کلونو د فرصتونو د ضایع کېدو په معنا ده.

مېرمن اوتونبایوا ویلي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د نجونو او ښځو ژوند ته لا ډېر زیان اوړي او افغانستان د سولې، بیارغونې او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره مخ په وړاندې نه، بلکې شاته روان دی.

د یوناما مشرې د دې ترڅنګ چې یوځل بیا له واکمنو چارواکو څخه په‌دې اړه د خپلې تګ‌لارې د بدلېدو غوښتنه کړې ژمنه کړې چې، دوی به د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د خپل غږ اوچتولو څخه لاس وانه‌خلي، ان که نور د هغوی د چوپتیا هڅه کوي.

سږکال د نجونو نړیواله ورځ د "راتلونکې لپاره د نجونو لید لوري" ترعنوان لاندې داسې مهال لمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر نجونو او ښځو د سختو محدودیتونو له امله ډېری نجونې خپلې راتلونکې ته نا هیلې شوې دي.

ملاله يوسفزۍ: اسلامي هېوادونه دې د ښځو د حقونو په اړه طالبانو سره حساب وکړي

د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پرون (پنج‌شنبې) د ښځو په اړه د طالبانو د حکومت پالیسي وغندله او په ځانګړي ډول یې له مسلمانو هېوادونو وغوښتل چې په‌دې برخه کې له طالبانو سره حساب وکړي.

دې پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، افغان طالبانو د خپلو توپکونو خولې د افغان نجونو او ښځو خوا ته اړولي، له زده‌کړو، کار او ازاد ژونده یې محرومې کړي دي.

ملالې یوسفزۍ همداراز ویلي، د ښځو خلاف د طالبانو منظم ظلم او بې رحمي دومره زیاته ده چې، افغان فعالانې او د بشري حقونو مدافعان یې جنسیتي اپارتاید بولي.

دې له هېوادونو او حکومتونو وغوښتل چې له خپل قدرت او نړیوالو قوانینو څخه په کار اخیستو طالبان ځواب ویلو ته اړ باسي.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو خلاف په تدریج محدودیتونه زیات کړي، له زده‌کړو او کار یې منع کړي او ان پارکونو او حمامونو ته له تلو یې هم راګرځولې دي.

خوست کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

ارشیف: د موټر چلوونکو بې احتياطي، د ترافيکي قوانينو نه مراعت او د سړکونو خرابوالى په افغانستان کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
ارشیف: د موټر چلوونکو بې احتياطي، د ترافيکي قوانينو نه مراعت او د سړکونو خرابوالى په افغانستان کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې په نتیجه کې د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی پرون خبر ورکړی، چې د یوه سراچه ډوله او ویټز ډوله د ټکر په پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی.

په خبر کې ویل شوي، چې دغه ټرافیکي پېښه د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له کبله شوې ده.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې‌احتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

طالبانو له يو ازبکستاني شرکت سره جوزجان کې د ګازو د استخراج يو تړون لاسليک کړ

د جوزجان نقشه
د جوزجان نقشه

د کانونو او پټرولیم وزارت د پنج‌شنبې په ورځ په کابل کې له یوه ازبکستاني شرکت ایریل کام سره د جوزجان ولایت له طوطي میدان څخه د ګازو د استخراج تړون لاسلیک کړ.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان پر ایکس‌پاڼه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست هدایت‌الله بدري له قوله لیکلي، دغه تړون د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی او دا شرکت به په لومړیو لسو کلونو کې یو میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تر دې مخکې له چینايي او نورو شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک کړي وو.

د دغو قراردادونو پر روڼتیا او د طالبانو حکومت له‌خوا له هغو څخه د ترلاسه شویو عوایدو په اړه انتقادونه شته.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو څه باندې درې کاله کېږي او تر اوسه د نړۍ هيڅ هیواد د دې ډلې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو ازبکستان او چین د هغو څو هېوادونو په ډله کې دي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.

نن خيبر کې د پښتنو د عدالت لپاره قومي جرګه جوړيږي

خيبر کې جرګې ته راټول شوي پښتانه
خيبر کې جرګې ته راټول شوي پښتانه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) وايي، له بندیزونو او چلنجونو سره-سره به نن په خیبر کې د پښتنو لپاره د عدالت قومي جرګه کېږي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د نړۍ هيڅ ځواک د جرګې مخه نه‌شي نیولی.

د خیبرپښتونخوا چارواکو د دغه ایالت د اعلی وزیر سردار علي امین ګنډاپور په مشرۍ پلاوي په خپله پرونۍ غونډه کې دغې جرګې ته په مشروط ډول اجازه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د جرګې موخه يې په پاکستان په غیرقانوني ډول د خلکو د نیولو، په جبر د پښتنو د ورکېدو او نورو ستونزو پر ضد احتجاج دی.

راپورونه وايي، د چهارشنبې په ورځ ریګي للمه سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په په ډزو د دغه غورځنګ لږ تر لږه ۳ غړي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یک‌شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه او دا یې د ترهګرۍ ضد قانون له‌مخې یو "غیر قانوني سازمان" وباله، خو دې کار سخت عکس العملونه وپارول.

منظور پښتین د پاکستان د حکومت دا اقدام "ډېر ظالمانه" بللی و.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون دغه اقدام غندلی او پر حکومت یې غږ کړی و، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د افغانستان الف لوبډلې له عمان سره لوبلړۍ برابره کړه

عمان کې د کرکټ سيالۍ
عمان کې د کرکټ سيالۍ

د افغانستان او عمان د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ د دوه تمریناتي شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي پای ته ورسېده.

د یادې لوبلړۍ دویمه سیالي نن پنج‌شنبه د اکټوبر په ۱۰مه نېټه ترسره شوه، چې د ۶ منډو په توپیر افغان لوبډلې وګټله.

په‌دې سیالۍ کې افغان لوبډلې د ذبید اکبري د نیمه سلیزې پر مټ د ۱۹۱ منډو هدف ټاکلی و او د عمان الف لوبډلې یې په ځواب کې ۱۸۴ منډې وکړې.

په‌دې سیالۍ کې ذبید اکبري د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې عمان بریالی شوی و.

کرکټ بورډ وايي، په پلان کې ده چې افغان الف لوبډله د اکټوبر په ۱۳مه نېټه له عمان او هانګ کانګ سره په یوې درې اړخیزې لوبلړۍ کې برخه واخلي او تر هغې وروسته به اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.

يوناما د طالبانو د زندانونو د تنظيم له ادارې سره د خبرو اترو هرکلی کړی

د کابل د پلچرخي زندان انځور
د کابل د پلچرخي زندان انځور

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ماموریت (یوناما) د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو د تنظیم ادارې سره د خبرو اترو هرکلی وکړ.

یوناما نن د (اکټوبر لسمه) په یوې اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړې استازې او د دې ادارې د مشرې روزاتنبایوا له قوله ویلي: "د بشري حقونه څارنه او په اړه يې راپور ورکول د یوناما له مهمو دندو څخه ده."

هغې د طالبانو تر واک لاندې زندانونو په ځانګړې توګه ښځینه زندانونو ته د لاس‌رسي هرکلی کړی دی.

د اوتنبایوا په خبره، ټول زندانیان حقونه لري او باید دا ډاډ ترلاسه شي چې د دوی حقونه رعایت کېږي.

د یوناما د اعلامیې پر بنسټ، په وروستیو کې د یوناما او د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو د تنظیم د ادارې ترمنځ د پلچرخي زندان په ګډون چې له ۵ زرو ډېر کسان په‌کې بندیان دي، د یوناما د لاس‌رسي په اړه خبرې اترې شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې، د بشري حقونو یوشمېر بنسټونو او سازمانونو په ځلونو په افغانستان کې د زندانونو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ، یوشمېر طالب چارواکي خپل شخصي زندانونه هم لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت د یو بل کار لپاره وغځول شو

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ ماموریت د یو بل کار لپاره وغځاوه.

دغې شورا پرون چهارشنبې د اکټوبر نهمه د یوه پرېکړه‌لیک په تصویب سره له ریچارډ بینېټ غوښتي څو د طالبانو د نوي "امربالمعروف او نهی عن‌المنکر" قانون په اړه راپور جوړ کړي.

دغه پرېکړه‌لیک چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۷مه غونډه کې تصویب شو، په کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغانو ښځو او نجونو د حقونو د پراخو سرغړونو غندنه شوې او د اقلیتونو سربېره، نورو زیانګالو ډلو ته د حساب ورکولو، عدالت او پر ملاتړ يې تینګار شوی دی.

دغې شورا په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو لپاره د لا زیاتو سرچینو او اسانتیاوو په برابرولو هم ټینګار کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده‌کړو راګرځول شوي او د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده‌کړو هم محرومې شوي دي.

له دې بندیزونو سربېره، طالبانو په یو شمېر دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی.

ازبکستان د طالبانو د حکومت رسمي استازی منلی

generic -- Stock Photo: Flag of Uzbekistan against the sky Image ID:453518527 Copyright: Dmitrii Shirinkin
generic -- Stock Photo: Flag of Uzbekistan against the sky Image ID:453518527 Copyright: Dmitrii Shirinkin

ازبکستان د طالبانو د حکومت رسمي استازی منلی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر لیکي: "ازبکستان عبدالغفار بحر په دې هېواد کې د افغانستان د ډپیلوماتیک ماموریت د نوی مشر په توګه ومنه."

بل پلو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي نن د اکټوبر لسمه پر خپلې ایکس‌پاڼې ویلي: "د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د اسلامي امارت سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ دا ګام د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره مهم بللی دی."

بلخي ویلي، د طالبانو سفیر به ډېر ژر خپل باور لیک د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ته هم وسپاري.

که څه هم د طالبانو حکومت د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونو د طالبانو رسمي استازي په خپلو هېوادونو کې منلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG