د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

په قفقاز کې د اقلیم د فعالې ګریټا ټنبرګ مزل اسانه نه‌دی



ګریټا ټنبرګ په تبلیسي کې د ګرجستان د وروستیو ټاکنو پایلو په اړه لاریونونو کې برخه واخیسته.
ګریټا ټنبرګ په تبلیسي کې د ګرجستان د وروستیو ټاکنو پایلو په اړه لاریونونو کې برخه واخیسته.

ګریټا ټنبرګ (Greta Thunberg) په باکو کې د اقلیمي بدلون په باب کنفرانس (COP29) ته نه‌ځي، د آذربایجان ځمکنۍ پولې تړل شوي او د سویډن د اقلیم پېژندل شوې فعاله تر ډېره حده په الوتکو کې سفر نه‌‌‌‌‌‌کوي.

خو هغه خپل وخت په نږدې ګاونډیو هېوادونو ګرجستان او ارمنستان کې تېروي او هغه د سیمې د جنجالي سیاست په منځ کې خپله مبارزه پرمخ بیايي.

په قفقاز کې د ټنبرګ د سفر لومړی ټپال ګرجستان و، چې هغه د ترکیې له لارې ورته ورسېده.

د هغې سفر داسې وخت وشو، چې په ګرجستان کې سیاسي وضعيت روان دی، د ګرجستان د اپوزیسیون فعالان د اکتوبر پر ۲۶مه د پارلماني ټاکنو د پایلو د لغوه کولو لپاره منظم لاریونونه کوي.

د ګرجستان واکمن رویا ګوند دغه ټاکنې په لوی توپیر وګټلې، خو په ټاکنو کې د پراخو بې‌‌نظمیو راپورونه ورکړل شوي او د اپوزیسیون فعالان استدلال کوي چې د باطلو رایو شمېر زیات و.

د نومبر پر ۴مه ګرجستان ته له رسېدو سره سم ټنبرګ یو لاریون وکوت.

هغې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ګرجستان څانګې ته وویل: "زه دلته د ډیموکراسۍ او د ګرجستان د خلکو د ازادۍ لپاره د مبارزې ملاتړ کوم."

هغې هڅه وکړه چې د اقلیمي عدالت لامل د ډیموکراسۍ لپاره د ګرجستان له غوښتنو سره وصل کړي.

هغې په یوه مرکه کې وویل: "د اقلیم فعالیت او بشري حقونه سره یو دي."

پیوستون تل متقابل نه و.

ټنبرګ چې هرځای لاړه شي، سخت مخالفت راجلبوي، په ځانګړې توګه په ګرجستان کې د محافظه‌کارانو او د اقلیمي بدلون رد کوونکو له‌‌‌خوا له مخالفت سره مخامخ شوه.

هغه په ګرجستان کې د هغو ځواکونو له مقاومت سره هم مخامخ شوه چې هغې یې د ملاتړ هڅه کوله، ځکه چې د هغې پالیسۍ ځینې وختونه د تبلیسي په کوڅو کې د ګرجستان د لیبرالانو د اعتراضونو له اصلي جریان سره په ټکر کې وي.

اروپايي ټولنې له ګرجستانه غوښتي چې په پارلماني ټاکنو کې د شوې بې نظمۍ په اړه پلټنې وکړي.
اروپايي ټولنې له ګرجستانه غوښتي چې په پارلماني ټاکنو کې د شوې بې نظمۍ په اړه پلټنې وکړي.

انحرافي لید:

کله چې ټنبرګ په تبلیسي کې وه، هغې د ترکیې او اذربایجان د سفارتونو خلاف د لاریونونو غوښتنه وکړه او هغې د اذربایجان د تېلو د دولتي شرکت SOCAR، اسرايیل ته د انرژۍ په رسولو کې د دوی د رول له کبله او په غزه کې د فلسطینیانو په وړاندې "نسل‌‌وژنې ته د زمینې په برابرولو کې د ښکېلتیا" له کبله د اعتراضونو غږ وکړ.

د اذربایجان تېل د ګرجستان له طریقه د باکو - تبلیسي - سیهان نللیکې له لارې لېږدول کېږي، دا د سټراتیژیکې زېربنا یوه برخه ده چې ګرجستان له اروپا سره نښلوي او همدارنګه د روسیې پر انرژۍ د اتکا په کمولو کې مرسته کوي.

د هغې د سفر په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو لیکنو په لسګونو تبصرې راجلب کړې دي، چې د هغې پر سیاسي نظرونو انتقادونه شوي دي.

هغه د فلسطینیانو د ملاتړ له امله د یهودو ضد بلل شوې ده او پر پانګوالۍ د هغې د انتقاد له امله ورباندې ملنډې وهل شوې دي.

ځینو ویلي: "هغه د باکو - تبلیسي-سیهان نللیکې په اړه زیان رسوونکي پوسټونه لیکي، زموږ امنیت ګواښي."

یوه کس تبصره وکړه: "څومره ژر چې کېږي، هغه دې لاړه شي."

نورو کسانو شکایت وکړ چې ټنبرګ د ګرجستان د لاریونونو د علت د ملاتړ پرځای له خپلې اجنډا سره راغلې ده، په‌‌‌داسې حال کې چې هغه د تبلیسي په سړکونو کې د لاریونونو منظمه ګډونوالو شوې وه.

تنبرګ هغه د ګرجستان د روان وضعیت په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپلو ميلیونونو فالوورانو ته په تفصیل سره په خبرو کولو کې فعاله نه وه.

د سیول ټکی جي‌اي (Civil.ge) خبري وېب‌سایټ کالم لیکونکې نیني ګبریتچیدزي لیکلي، د ټنبرګ په وړاندې د ملامتیا لپاره په دلیلونو کې دغه هغه شامل دي (مګر تر دې پورې محدود نه وو) د اقلیم په اړه د خپلې شخصي اجنډا پرمخ بېولو لپاره د تبلیسي د لاریون د ځای کارول، د روسي پیادې په توګه عمل کول، د یهودانو ضد څرګندونې، د "ویښتیا" خپرول او نور.

د نومبر پر یوولسمه په ګرجستان کې د خپل وروستي ماښام پر مهال هغې د اقلیمي بدلون د کنفرانس خلاف د ارمنستان، اذربایجان او ګرجستان د فعالانو له یوې ډلې سره یوځای لاریون وکړ.

دوی مختلفو لاملونو ته پام اړولی دی: له بشري حقونو د اذربایجان سرغړونه، هم د اذربایجان د سیاسي مخالفانو او هم د ناګورنو قره باغ د ارمني نژادو په وړاندې، دا هغه بېلتونپاله سیمه ده چې تېر کال اذربایجان د زور له لارې ونیوله او ارمني نژاده ورڅخه په ډله‌‌ییزه توګه وتښتېدل.

د اعتراض نورو برخوالو په ګرجستان کې له ډیموکراسۍ څخه نیولې د حیواناتو تر حقونو پورې مسایلو ته اشاره وکړه.

د مظاهرې شریک تنظیموونکی د فیمینیسټ پیس اتحاد (Feminist Peace Collective) و، چې د اذربایجان د کیڼ اړخو یوه ډله ده.

د دې ډلې یوه غړي د خلکو ډلې ته وویل: "موږ به د روسیې او لوېدیځ ترمنځ انتخاب ونه‌کړو."

هغه زیاته کړه: "موږ به ستاسو د تپل شويو دودیزو ارزښتونو او ستاسو د متمدنو ارزښتونو ترمنځ انتخاب ونه‌کړو."

بل‌خوا له سړک څخه څوسوه متره لاندې، یو بل لاریون روان و، چې د لوېدیځ په وړاندې یې چلند متفاوت و.

د اروپا د پارلمان یو شمېر غړي راغونډ شول، چې د حکومت په وړاندې د اپوزیسیون د مبارزې او له اروپا سره د یوځای کېدو لپاره د هغوی د هیلو ملاتړ وکړي.

'یو څه ګډوډي'

ټنبرګ او د هغې همکارانو په لویه مظاهره کې د ګډون لپاره پلی مزل وکړ، خو له رسنیو پرته چې د هغې شاوخوا راټول شوي وو، دوی په لویه کچه له پامه غورځول شوي وو.

د اروپا پلوه لاریونوالو یوې برخوالې مایا چې د وضعیت ننداره یې کوله ویلي: "دا یو څه منحرفوونکې ده".

(هغې نه غوښتل چې تخلص یې یاد شي) هغې زیاته کړه: "ما فکر کاوه چې دوی به د ډیموکراسۍ، آزادۍ یا نورو مسایلو پر ځای زموږ د لاریون اصلي هدف پورې اړوندو مسایلو باندې څه خبرې وکړي."

ټنبرګ د لاریون له ځایه په یوه لنډه مرکه کې وویل چې، د ډیموکراسۍ لپاره مبارزه باید جیو پولیټیکل اړخ ونه‌‌لري.

هغې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ته وویل: "موږ باید د دغو غلطو تفکراتو د بیانولو مخه ونیسو. موږ نه‌‌‌شو کولی د دوو بدیو ترمنځ یو انتخاب کړو، بلکې یو نوی بدیل باید پیدا کړو او په خپل ټول توان سره کار وکړو چې دا بدیل رامنځته کړو."

هغې زیاته کړه: "په هر صورت، د ډیموکراسۍ او عادلانه او دیموکراتیکو ټاکنو لپاره مبارزه به تل یو بنسټیز اصل وي، چې هرڅوک ورته اړتیا لري."

کالم لیکونکې ګبریتچیدزي لیکلي، بله ورځ، هغې د ګرجستان د وضعیت په اړه یو بیان خپور کړ، په هغه کې یې د لاریونونو لپاره د بشپړ ملاتړ غوښتنه وکړه.

مګر د ځینو لپاره، دا احتمالاً ډېر ناوخته و، ځکه چې ټنبرګ هيڅکله ونه‌غوښتل د ګرجستان وګړي متاثره کړي چې په لوړه کچه په سیاستونو کې ښکېل دي.

په ارمنستان کې د هغې وخت ډېر په کرارۍ تېر شو، د سیاسي اجنډا لپاره په محلي سیالیو کې ښکېله نه‌شوه او له اذربایجان سره یې د ارمنستان د شخړې په تړاو تر ډېره ارمنستان پلوه دریځ غوره کړ.

هغې د نومبر پر ۱۴مه پر بشري حقونو او چاپيریال ساتنې د اذربایجان د تهاجم د اغېزو په اړه کنفرانس کې خبرې وکړې، په کنفرانس کې هغې دا "په بشپړه توګه د خندا وړ" وبلله چې اذربایجان د دې کنفرانس کوربه‌توب کوي.

په باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د ۲۹م کنفرانس څخه مخکې چې د نومبر له ۱۱ څخه تر ۲۲ پورې ټاکل کېږي په لویه لاره کې رنګ شوی سړک د لیدونکو هرکلی کوي.
په باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د ۲۹م کنفرانس څخه مخکې چې د نومبر له ۱۱ څخه تر ۲۲ پورې ټاکل کېږي په لویه لاره کې رنګ شوی سړک د لیدونکو هرکلی کوي.

ټنبرګ تر دغه کنفرانس مخکې د ګارډین ورځپاڼې په یوه مقاله کې د اذربایجان د رژیم په وړاندې د سمدستي بندیزونو غوښتنه کړې وه، چې له بشري حقونو یې د باکو سرغړونې ناوړه بللې وې.

لکه څنګه چې په باکو کې چارواکي یو څه وخت مخکې لا د ټنبرګ ملاتړي وو، په اپرېل میاشت کې، چې کله ټنبرګ په امستردام کې د اقلیم په اعتراض کې توقیف شوه، د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت پر هالنډي چارواکو نیوکه وکړه.

د اذربایجان حکومت ډېری وختونه دا ډول پېښې د دې لپاره برجسته کوي، څو هغه څه ته چې باکو یې د لوېدیځ حکومتونو منافقت بولي، د خلکو پام جلب کړي.

لوېدیځ حکومتونه وخت ناوخت په بشري حقونو کې د اذربایجان پر سابقه انتقادونه کوي.

خو دا ځل، په یوه حکومت پلوه ورځپاڼه مساوات کې په یوه خپره کړې مقاله کې ټنبرګ د لیبرال بشرپال جورج سوروس (George Soros) او نورو ځواکونو "ګوډاګۍ" وبلل شوه.

په مقاله کې په امستردام کې د هغې له نیول کیدو وروسته له هغې د باکو د ملاتړ یادونه وشو: اوس، هغه پر اذربایجان د حملو له کبله "ناشکره" وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG