د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د ملګرو ملتونو نظرپوښتنه؛ بشریت د اقلیم له بېړني حالت سره مخامخ دی


ارشیف، د اقلیمي بدلون له امله په ځنګلونو کې اور لګېدنه
ارشیف، د اقلیمي بدلون له امله په ځنګلونو کې اور لګېدنه

ملګري ملتونه وایي، د نړۍ اکثره وګړي په دې باور دي چې بشریت د اقلیم له بېړني حالت سره مخامخ دی.

دغه سازمان د خپلې یوې تازه نظرپوښتنې پر بنسټ چې ۵۰ هېوادونو کې ترسره شوې، دا خبره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د نظرپوښتنې له مخې، د نړۍ دوه پر درې برخه وګړو ویلي چې انسانان د اقلیم یا اوبو او هوا له بېړني حالت سره مخامخ دي.

د فرانسې خبري اژانس وایي، په ۵۰ هېوادونو کې ترسره شوې دا نظرپوښتنه په خپل ډول کې لویه ده او ترڅ کې یې د ۱،۲ ملیونه وګړو نظرونه پوښتل شوي دي.

نظرپوښتنه د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام او اکسفورډ پوهنتون د څېړونکو له‌خوا شوې او پایله‌یې پرون (چهارشنبه) اعلان شوه.

اکسفورډ پوهنتون
اکسفورډ پوهنتون

ملګري ملتونه وایي، دغو هېوادونو کې چې د نړۍ څه باندې نیمایي وګړي په‌کې دي، ځوانانو، زړو، بې‌وزلو، بډایو، ښځو او سړیو دې نظرپوښتنه کې برخه اخیستې.

نظرپوښتنه کې ۶۴ فیصده پوښتل شویو کسانو ویلي، د ځمکې د کرې ګرموالی یوه اضطراري موضوع ده او په وړاندې یې باید بېړني اقدامات وشي.

په ځوانانو کې بیا نږدې ۷۰ فیصدو دغه ډول نظر څرګند کړی دی.

۵۴ فیصده پوښتل شویو کسانو بیا ویلي، د ځنګلونو او نورو طبیعي ځایونو خوندي ساتل د اوبو او هوا له بدلون سره د مبارزې تر ټولو ښه لاره ده.

د اکسفورډ پوهنتون یوه څېړونکي سټیفن فیشر چې دغې نظرپوښتنه کې یې برخه اخیستې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "د اقلیم د بېړني وضعیت په اړه اندېښنې تر هغه زیاتې دي چې موږ یې فکر کاوه".

مادرید که د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ کال غونډه کې د نړۍ د یو شمېر مشرانو ګډون.
مادرید که د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ کال غونډه کې د نړۍ د یو شمېر مشرانو ګډون.

په نظرپوښتنه کې د اندېښنو ترڅنګ راغلي چې د اقلیم د بدلون په وړاندې نړیوال اقدامات، سره له دې چې د کرونا وبا له کبله د خلکو له سترګو پټ پاته دي، خو د پراخېدو په حال کې دي.

د ځمکې د تودوخې د مخنیوي لپاره ۲۰۱۵ کال کې د پاریس تړون هم لاسلیک شو چې د نړۍ نږدې ۲۰۰ هېوادونو په‌کې ګډون درلود.

د دغه تړون له مخې نړیوالو وپتیېله چې تر ۲۰۳۰ او په ټوله کې د همدې پېړۍ تر پایه باید د ځمکې د کرې اوسنۍ تودوخه چې لامل‌یې شنه کوریزګازونه یا صنعتي کېدل دي، بېرته کمه کړي.

روانه اوونۍ په همدې تړاو د نړیوالو قدرتونو د مشرانو له غونډې مخکې، د نړۍ څه باندې درې زره ساینسپوهانو چې د نوبل جایزې پنځه ګټونکي هم په‌کې شامل دي، غوښتنه وکړه چې خلک باید د ځمکې له تودوخې خوندي وساتل شي.

XS
SM
MD
LG