د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

له اقلیمي بحران سره په مبارزه کې د سویس ناکامي د بشري حقونو سرغړونه وبلل شوه


د سویس بیرغ
د سویس بیرغ

په فرانسې کې یوې نړیوالې محکمې له اقلیمي بحران سره په مناسبه مبارزه کې د سویس د حکومت ناکامي د بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

د اروپايي اتحادیې د بشري حقونو محکمې، چې د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې ده، پرون سې شنبې حکم وکړ چې د سویس حکومت په دې خاطر د سویسي ښځو د بشري حقونو سرغړونه کړې چې په قوانینو کې یې د هغو ژورو نیمګړتیاوو مخه نه ده نیولې چې د ګلتوني ګازونو د خپرېدو له کمېدو سره مرسته کوي.

محکمې دا حکم د کابو دوه زره سویسي ښځو، چې د اکثرو عمرونه تر اویا کلونو زیات دي، د شکایت پر اساس صادر کړ.

دغو ښځو شکایت کړی وو چې د اقلیمي بدلون په نتیجه کې د هوا د دوخې درجې د لوړېدا له کبله د دوی او د دوی د کورنیو د غړیو د ژوند کیفیت زیانمن شوی او حتي دوی یې د مرګ له خطر سره مخامخ کړي او دا د سویس د حکومت ملامتي ده چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره یې مناسب اقدامات نه دي کړي.

دا لومړی ځل دی چې د اقلیمي بدلون په تړاو د یوه حکومت پر ضد داسي یو حکم صادرېږي.

له بلې خوا د اروپايي اتحادیې د اقلیمي بدلون ادارې، ویلي چې د سږ کال مارچ له کله چې په نړۍ کې د هوا د درجې ثبت پیل شوی، پر له‌پسې د لسم ځل په مخه تر ټولو توده مارچ میاشت وه.

د اروپايي ټولنې بیرغ
د اروپايي ټولنې بیرغ

د کوپرنیک په نوم د اروپايي اتحادیې د اقلیمي بدلون د ادارې یوې متخصصې سامانتا برګس پرون سې شنبې وویل، په وچه او د سمندر پرمخ د هوا د تودوالي ټول پخواني ریکارډونه مات شوي دي.

سامانتا برګس په تېرو ۲۰ میاشتو کې د سمندرونو د سطحې د هوا تودوخه "کاملاً غیر عادي" چاره وبلله.

د سمندرونو پر مخ د هوا تودوښه د انسانانو او نورو ژوو د ژوند لپاره ډېر اهمیت لري.

څېړونکي وايي، د اقلیم په اړه د ۹ کاله پخواني کنفرانس د بریاوو د خوندیتوب لپاره باید په نړۍ کې د ګلتوني ګازونو اندازه نیمايي ته راکمه کړل شي، خو عملاً د دې ډول ګازونو تولید دوام لري.

په پاکستان او هندوستان کې سږ کال تودوخه په تېرو ۶۱ کلونو کې بېسارې وه.

په وروستیو کې په افغانستان، روسیې، قزاقستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې بې وخته ورښتونه وشول چې په نتیجه کې سېلونه راغلل.

د اقلیمي چارو متخصصان دا ډول طبیعي پېښې د اقلیمي بدلون نتیجه بولي.

XS
SM
MD
LG