د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د ارمنستان صدراعظم: له اذربایجان څخه د جلا کیدونکو خلکو خوندیتوب خپل مسوولیت بولم


د ارمنستان صدراعظم، نیکول پاشنیان
د ارمنستان صدراعظم، نیکول پاشنیان

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان نن خپل ملت ته په وینا کې ویلي په بېلتونپاله سیمه نګرنو-قره باغ کې اذربایجان او د روسیې سوله ساتي ځواکونه په خټه د ارمنانو د خوندیتوب مسوولیت لري.

نیکول پاشنیان، ویلي هېواد یې د اړتیا تر حده له نګرنو- قره باغ څخه ارمنستان ته د خلکو د منلو لپاره غېږه خلاصه کړې ده.

د ارمنستان صدراعظم خپل د درېیو ملیونو وګړو هېواد ته په وینا کې د روسیې او په سیمه کې د مسکو په مشرۍ د هڅو په باب کنایه ډوله خبرې وکړې.

نیکول پاشنیان ویلي، په وروستیو کلونو کې پر ارمنستان د اذربایجان حملو ثابته کړه، هغه بهرني سیسټمونه چې په کې دخیل یو، د دولت ګټو او د ارمنستان امن ته ګټور نه وو.

د ارمنستان صدراعظم پاشنیان او د ارمنستان زیات وګړي پر روسیه انتقاد لري، چې سوله ساتي ځواکونه یې نه دي توانېدلي په لانجمنه سیمه نګرنو-قره باغ کې په خټه ارمنان خوندي کړي.

له لسیزو راهیسې دغه سیمه د پخواني شوروي اتحاد د مخنکیو جمهوریتونو اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د شخړې او رقابت اصلي دلیل بلل شوی دی.

د روسیې سوله ساتي ځواکونه هلته د هغه اوربند د څار لپاره ګمارل شوي، چې په ۲۰۲۰م کال کې ورباندې موافقه شوې ده.

د اذربایجان له تر واک لاندې نګرنو قره باغ څخه زرګونه بیلتون غوښتونکي د ارمنستان پر لور روان دي
د اذربایجان له تر واک لاندې نګرنو قره باغ څخه زرګونه بیلتون غوښتونکي د ارمنستان پر لور روان دي

روسیې په دودیز ډول په دې سیمه کې د ارمني ټبرو د خوندي کولو نقش ادا کړی دی.

ارمنستان دغه څرګندونې داسې وخت کوي، چې اذربایجان تېره اوونۍ په نګرنو- قره باغ کې تهاجمي عملیات پیل کړل.

باکو په دغو پوځي عملیاتو کې د بریا ادعا کړې او ویلي یې دي، چې پر دې سیمه خپل حاکمیت ته ستون شوی دی.

د نګرنو-قره باغ د ماتې شوې رهبرۍ یوه سلاکار ویلي، چې د دوی له تاریخي سیمو به ټول ارمني ټبره وګړي د ارمنستان پر لوري کډه باروي.

په نګرنو-قره باغ کې د بېلتونپالو د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار داویت بابایان رویټرز خبري اژانس ته نن ویلي، چې د دې سیمې ارمن ټبره وګړي نه غواړي، چې د اذربایجان تر ولکې لاندې ژوند وکړي.

د هغه په وینا،د دغو کسانو ۹۹ اعشاریه ۹ سلنه یې دا غوره ګڼي، چې خپلو تاریخي سیمو ته ستانه شي.

نګورنو-قره باغ په نړیواله سطحه د اذربایجان د برخې په توګه په رسمیت پېژندل شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG