د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۸

د اذربايجان او ارمنستان شخړه؛ د نړۍ مشرانو يې په بېړني ډول د پای ته رسونې غوښتنه کړې


د اذربايجان او ارمنستان د نښتې يو انځور
د اذربايجان او ارمنستان د نښتې يو انځور

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د دواړو لوریو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د اوربند له تړون وروسته د تېرو څو ورځو خونړیو جګړو کې سل سرتېري وژل شوي دي.

دا وسله‌والې شخړې د لانجمنې سیمې نګورنو قره باغ پر سر شوي دي.

د اذربایجان دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې، وروستیو شخړو کې یې پنځوس سرتېري وژل شوي، بل لورته ارمنستان هم له خپله اړخه د لږ تر لږه نهه څلوېښتو سرتېرو د له لاسه ورکولو خبره کړې ده.

دې خبرونو متحده ایالتونه، روسیه او ملګري ملتونه دې ته اړ کړل چې له دواړو لوریو په بېړنۍ توګه د جګړې د درېدلو غوښتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له دواړو لوریو غوښتي چې له بشپړ زغمه کار واخلي او هره ناحله موضوع د خبرو له لارې هواره کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ګوتیرش په حواله دا خبره د هغه ویاند سټیفن دوجاریک پرون ( د سپټمبر په ۱۳مه) وکړه.

د نړیوالو له دې ټینګار سره سره بیا نن (د سپتمبر په ۱۴مه) د ارمنستان دفاع وزارت اذربایجان تورن کړ چې بیا یې ډزې پيل کړي دي، خو اذربایجان بیا مقابل لوری د اوربند په سرغړونو تورنوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د ارمنستان له صدر اعظم نیکول پاشینیان او د اذربایجان له ولسمشر الهام عليیف سره ټیلفوني خبرې کړي دي.

د بلېنکن ویاند نېډ پرایس ویلي، واشنګټن به دواړه لوري سملاسي اوربند او د سولې هوکړې ته وهڅوي.

بل لور ته د امریکا یو سابقه دار ډیپلومات فیلیب ریکر چې په وروستیو کې د قفقاز د خبرو د بېړني پیل مسؤلیت ورسپارل شوی، له مخکې نه د پلان شوي سفر پر اساس پرون د اذربایجان پلازمېنه باکو کې و.

دواړه لوريو ويلي چې لسګونه سرتېري يې وژل شوي دي.
دواړه لوريو ويلي چې لسګونه سرتېري يې وژل شوي دي.

د فرانسې د ولسمشر ایمانول مکرون دفتر هم ویلي چې، هېواد به یې د اذربایجان او ارمنستان د شخړې موضوع د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې راپورته کړي.

کریملین هم ویلي چې، ولسمشر ولادمیر پوتین د جګړې د پای ته رسولو لپاره هره ممکنه هڅه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا ویلي، د دغو دو ګاونډیو د ستونزو د حل په برخه کې د روسیې پر دریځ تل اندېښنې موجودې وې، خو ده ویلي که روسیه د اور مړه کولو لپاره خپل رول ولوبوي، مثبت ګام به وبلل شي.

د قفقاز د سیمې دوو ګاونډیو اذربایجان او ارمنستان ۲۰۲۰ کال کې د نګورنو قره باغ لانجمنې سیمې په تړاو ۴۴ ورځې جګړه وکړه چې له شپږ نیم زرو ډېر کسان په‌کې ووژل شول.

دواړه لوریو هغه مهال د مسکو په منځګړیتوب د اوربند په هوکړې جګړه پای ته ورسوله او د دغې هوکړې د څارنې لپاره دوه زره سوله ساتي روسي ځواکونه سیمې ته واستول شول.

نګورنو قره باغ چې اکثره وګړي یې ارمنان دي، د پخواني شوروي اتحاد په اذربایجان کې یې د خپلواک ولایت حیثیت درلود.

د شوروي اتحاد په ماتېدو سره نګورنو قره باغ له اذربایجانه د خپلواکۍ اعلان وکړ چې له کبله یې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۴ کال ترمنځ جګړه کې شاوخوا دېرش زره کسان ووژل شول.

هغه جګړه د دې لامل شوه چې ارمنیان د غرنۍ سیمې نګورنو قره باغ ډېره سیمه او ان د اذربایجان د ګاونډ ځینې سیمې تر کنټرول لاندې راولي.

د دغې سرحدي لانجې د حل لپاره ډېرې هڅې شوي، خو تر اوسه یې پایله نه‌ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG