د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

اذربايجان: ارمنستان په نګرنو قره باغ کې ١٣٠ وارې سرغړونه کړې


په لانجمنه سيمه نګرنو قره باغ سيمه کې د اذربايجان او ارمنستان پوځيان په خپلو کې په جګړه اوښتي دي.

ويل شوي په دې درنه جګړه کې چې پرون پيل شوه تر لسو زيات اذرباييجاني سرتېري وژل شوي.

د اذرباييجان دفاع وزارت نن وويل، چې د ارمنستان وسله والو ځواکونو په لانجمنه سيمه نګرنو قره باغ کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال له هغه اوربند نه چې له اوږدې مودې راهيسې نافذ و، ١٣٠ واري سرغړونه کړې ده.

د ارمنستان وسله والو ځواکونو د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال له اوربند نه ١٣٠ واري سرغړونه کړې ده.
د ارمنستان وسله والو ځواکونو د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال له اوربند نه ١٣٠ واري سرغړونه کړې ده.

دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې يوه ورځ مخکې په دې لانجمنه سيمه کې په درنه جګړه کې لږ تر لږه ١٢ اذرباييجاني سرتېري ووژل شول.

بلخوا د ارمنستان ولسمشر پرون وويل په دې جګړه کې د دوى له لوري ١٨ ارمني سرتېري وژل شوي او ٣٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

تر دې مخکې باکو ادعا کړې وه چې په نګرنو قره باغ سيمه کې تر سلو زيات ارمني سرتېري وژل شوي دي.

د ارمنستان ولسمشر سرژ سرکسيان وويل دا پراخه جګړه وه:

د ارمنستان ولسمشر پرون وويل په دې جګړه کې د دوى له لوري ١٨ ارمني سرتېري وژل شوي
د ارمنستان ولسمشر پرون وويل په دې جګړه کې د دوى له لوري ١٨ ارمني سرتېري وژل شوي

"له کله چې په ١٩٩٤م کال اوربند ټينګ شوى، دا د اذرباييجان له خوا تر ټولو د پراخې جګړې هڅه وه."

ارمنستان او اذرباييجان يو او بل د هغه اوربند په ماتولو تورنوي، چې په ١٩٩٤م کال ټينګ شوى و.

پر دې لانجمنې سيمې د دوو لسيزو په شخړه کې شا و خوا ٣٠ زره کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د بېلتونپالو هغه مشران چې په خټه ارمنيان دي وايي، نن سهار وختي د دوى جنګياليو د اذرباييجاني ځواکونو په وړاندې چې درنې توپخانې او زغروال وسايط يې کارول، خپلې جګړې ته ادامه ورکړه.

نن سهار وختي د دوى جنګياليو د اذربايجاني ځواکونو په وړاندې چې درنې توپخانې او زغروال وسايط يې کارول، خپلې جګړې ته ادامه ورکړه.
نن سهار وختي د دوى جنګياليو د اذربايجاني ځواکونو په وړاندې چې درنې توپخانې او زغروال وسايط يې کارول، خپلې جګړې ته ادامه ورکړه.

نګرنو قره باغ په اذرباييجان کې دننه پرته ده، خو په خټه ارمنان ورباندې کنټرول لري.

د ارمنستان پوځ د اذرباييجان ځواکونه د هغه لوى بريد په پيلولو تورن کړل، چې ټانکونو، درنو توپونو او جنګي څرخي الوتکو په کې برخه درلوده.

خو باکو نن وويل چې اذرباييجاني قواوو وروسته له هغې چې ورباندې حمله وشوه، پر ځينو کليو ځوابي ډزې وکړې.

د اذربايجان دفاع وزارت وويل، قواوو يې وروسته له هغې چې په دې لانجمنه سيمه کې د ارمنيانو شپږ ټانکونه ويجاړ کړل، ستراتيژيکې لوړې او د استوګنې ساحې ونيولې.

دغه وزارت وايي د اذرباييجان يوه څرخي الوتکه هم نسکوره شوې او په ښخ شوي ماين د اذرباييجان يو ټانک هم ويجاړ شوى دى.

راپور: صالح محمد صالح

XS
SM
MD
LG