د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

پوتین: د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ لا هم ځینې اختلافات پاتې دي

پوتین د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان او د اذربایجان له ولسمشرالهام علییف سره له خبرو ووسته وویل چې د سولې یوې نهایي موافقې ته د رسېدو لپاره د اختلاف وړ یو شمېر مسایل پاتې، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي، د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ یوه سوله ییز جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ځینې د اختلاف وړ مسایل تراوسه پاتې دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د ارمنستان او اذربایجان له مشرانو سره خبرې ترسره کړې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې کړکېچ د هواري لپاره یوه حل لاره ومومي، خو د کوم پرمختګ اعلان یې ونه کړ.

دغه غونډه پرون دوشنبې د تور سمندرګي د غاړې په سوچي ښارګوټي کې وروسته له هغې ترسره شوه چې یوه میاشت وړاندې د دغو د قفقاز د سیمې د ګاونډیانو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې چې د دواړو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال له جګړې وروسته یې ساری نه و لیدل شوی.

پوتین د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان او د اذربایجان له ولسمشرالهام علییف سره له خبرو ووسته وویل چې د سولې یوې نهایي موافقې ته د رسېدو لپاره د اختلاف وړ یو شمېر مسایل پاتې، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

پوتین له دې سره سره دا غونډه ډېره ګټوره وبلله.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې د دې غونډې په پای کې خپره شوې، ارمنستان او اذربایجان ژمنه کړې چې له ځواکه به کار نه اخلي، یو د بل د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د سرحدونو د نه نقض اصولو ته د درناوي په رڼاکې به خبرې اترې مخ ته وړي.

په اعلامیه همدارنګه ویل شوي چې دواړه هېوادونه به د اړیکو د عادي کېدو، سولې او ثبات د ټینګېدو او هم د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې کوي.

ارمنستان او اذربایجان د ناګورنورو قره باغ د سیمې پرسر له کلونو راهیسې تربګني پالي.

ارمن ټبره بېلتونپالو د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې د جګړې په ترڅ کې د ناګورنو قره باغ ډېرې هغه سیمې ونیولې چې اکثریت اوسېدونکي یې ارمنيان دي.

په دغه جګړه کې شاوخوا دېرش زره کسان ووژل شول.

دواړو لورو په ۲۰۲۰ کال کې بیا د دې سیمې پر سر جګړه وکړه چې شپږ اونۍ یې دوام وکړ.

په دغه جګړه کې چې د روسیې په منځګړیتوب په یوه اوربند سره پای ته ورسېده، د دواړو لورو په زرګونو کسان ووژل شول.

د دغې جګړې په نتیجه کې ارمنستان د دې سیمې پر یو شمېر هغو سیمو کنټرول له لاسه ورکړ چې د اذربایجان برخه وو.

پر دې سربېره اوه نورې سیمې یې هم اذربایجان ونیولې.

د رامنځته شوي اوربند په ترڅ کې مسکو شاوخوا دوه زره سرتېري په سیمه کې ځای پرځای کړي چې د سوله ساتونکو په توګه رول لوبوي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان له دې غونډې مخکې ویلي و چې دې چمتو دی چې د سوچي په غونډه کې په سیمه کې د روسي ځواکونو سوله ساتی ماموریت تر دوو نورو لسیزو پورې وغځوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG