نړۍ
یو اذري سرتیری او ۲ ارمني عسکر د دواړو هېوادونو پر پوله ووژل شول
د اذربایجان یو سرتیری او د ارمنستان دوه عسکر د دواړو هېوادونو پر پوله پرون سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) ووژل شول.
دواړه لوري پر یوه بل تور پورې کوي چې لومړی یې نښته پيل کړه.
د ارمنستان دفاع وزارت وایي، د اذربایجان ځواکونو پرون تر غرمې وروسته پر یوې سرحدي سیمې ډزې وکړې چې د دوی دوه سرتیري یې ووژل او دوه یې ټپيان کړل.
تر دې مخکې د اذربایجان دفاع وزارت ویلي و چې د ارمني ځواکونو د ډزو پر مهال د دوی یو عسکر وژل شوی دی.
دا دوه ګاونډي هېوادونه د ناګورنو قره باغ د سیمې پر واکمنۍ سره مخالف دي او پروسږکال یې د جولای په میاشت کې سخته جګړه وکړه چې په کې دواړو لوریو ته ګڼ پوځیان او ملکیان ووژل شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پرکییف د روسیې پراخ بریدونه
پرکییف د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه دوه کسان وژل شوې دي.
چارواکو دا ترټولو پراخ بریدونه بللي چې په خبره یې روسیې د سلګونو ډرونونو ترڅنګ له نویو هایپرسونیک توغندویو څخه پکې کاراخیستی دی. د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، په دغو بریدونو کې کې له ۴۴ ډیرکسان ټپیان شوې دي.
نن یکشنبې د اور وژنې کارکونکو هڅه کوله چې د پلازمېنې په ډېرو برخو کې په ودانیو کې لګیدلې اورونه مړه کړي او ژغورونکي هم د نړیدلو اپارتمانونو او ودانیو له کنډوالو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې وو. چارواکو ویلي چې ښایي د مړو شمیرزیات شي.
روبیو: له ایران سره یوه هوکړه ښایي د یکشنبې د ورځې ناوخته اعلان شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، له ایران سره یوه هوکړه ښايي د یکشنبې د ورځې ناوخته اعلان شي چې په نتیجه کې به یې په منځني ختیځ جګړه پای ته ورسیږي. روبیو په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل:
"زه فکر کوم ښايي په راتلونکو څو ساعتونو کې نړۍ یو ښه خبر ترلاسه کړي."
روبیو چې هند ته په خپل لومړي رسمي سفر تللی، وویل، په دغه کیدونکې هوکړه کې به د هرمز تنګي په اړه چې ایران ترډیره حده بند کړی، د امریکا اندیښنې هم لیرې شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ولسمشرټرمپ وویل چې پریوې هوکړې خبرې وروستي پړاو ته رسیدلي.
په بلوچستان کې نن یکشنبې په یوې چاودنه کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نورټپیان شوې دي
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نن یکشنبې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول. د یوه لوړپوړي چارواکي په وینا په دې چاودنه کې د پوځیانو یو رېلګاډی په نښه شوی و.
دغه چارواکي چې نوم یې ندی په ډاګه شوی فرانسپرس آژانس ته ویلي چې دغه پیښه کوټې ته نژدې رامینځته شوې او پوځیان هم په قربانیانو کې شامل دي. په دې پيښه کې له ۵۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي دي.
انځورونه ښيي چې د رېلګاډي یو واګون چپه شوی او خلک هڅه کوي چې ژوندي پاتې شوي راوباسي.
چارواکو ویلي چې په دې رېلګاډی کې د پوځ سرتېري او د هغوی د کورنیو غړي سپاره وو او له کوټې څخه پیښورته روان و.
د چارواکو په خبره رېلګاډی د چمن پاټک له سیګنال څخه تېرېده چې له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د رېلګاډي له یوه واګون سره وجنګېد، چې له امله یې زوروره چاودنه رامنځته شوه.
دغې چاودنې د رېلګاډي کړکۍ ماتې کړې او نږدې موټرونه یې هم ویجاړ کړي دي.
یوه بل چارواکي دې آژانس ته ویلي چې پوځیان د اختر د رخصتیو د لمانځلو لپاره خپلو کورونو ته تلل.
تراوسه پورې چا یا کومې ډلې د دغې پیښې مسولیت ندی اخیستي خو په دې نا ارامه ایالت کې اکثره بلوڅ بېلتون غوښتونکي د پاکستان پوځي او نورحکومتي چارواکي او ځایونه د بریدونو لپاره په نښه کوي.
پاکستان، د ایران او امریکا ترمنځ یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره خبرو کې د پرمختګ خبرورکوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیراسحاق ډار د یکشنبې په ورځ وویل چې د ایران او متحدو ایالتونو ترمنځ په خبرو اترو کې "مانا لرونکی پرمختګ" شوی چې په اساس یې دا خوشبیني زیاتوي چې نژدې ده یوه مثبته او دوامداره پایله ترلاسه شي.
د رویترز آژانس د راپوله مخې د ورځې په پیل کې، د پاکستان صدراعظم شهبازشریف د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ وستایه او هغه ته یې د هغه څه پخاطر مبارکي ورکړه چې ده د سولې لپاره د ټرمپ "غیرمعمولي هڅې" وبللې. هغه زیاته کړه چې پاکستان د خبرو اترو دوام ته ژمن دی او هیله لري چې ډیر ژر د خبرو د راتلونکی پړاو کوربه توب وکړي. پاکستان چې د ایران او امریکا ترمینځ د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب هڅې مخ ته وړي، د پوځ لوی درستیزیې مارشال عاصم منیرهم تیره اونۍ له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د خبرو لپاره له تهران څخه کتنه ترسره کړه.
په عین حال کې ولسمشرټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې له ایران سره د یوې هوکړې پر وروستیو جزیاتو خبرې روانې دي. هغه په خپله ټولنیزه شبکه "ټروت سوشل" کې ولیکل: " د یوه هوکړې وروستي اړخونه او جزیات اوس تربحث لاندې دي او ډیرژیربه اعلان شي. د هوکړې د ډیرو نورو مواردو ترڅنګ، د هرمز تنګی به هم پرانستل شي."
ټرمپ: له ایران سره موافقه نژدې شوې
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په خاطر موافقې ته ډیر نژدې شوی دی، خو که چیرته خبرې ناکامه شي پر ایران به سخت بریدونه پيل شي.
ډونالډ ټرمپ د مې په ( ۲۳ مه) سي بي ایس تلویزیون ته وویل چې دا موافقه به د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې د امریکا متحد ایالتونه، ایران او پاکستان چې د تهران او واشنګتن ترمنځ د روغې جوړې منځګړیتوب کوي د شنبې په ورځ وویل چې له نژدې درې میاشتو راهیسې د جګړې د پایته رسیدو په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ د امریکا یوې بلې رسنۍ اکسیوس ته په مرکه کې دا خبره هم وکړه چې دی د ایران د روغې جوړې د وروستۍ مسودې په تړاو له خپلو سلاکارانو سره خبرې کوي او ښایي تر یکشنبې پورې د جګړې د بیا پيلولو په اړه پریکړه وکړي، یعني یا به ښه موافقه ترلاسه کوي یا به جګړې ته مخه کوي.
د چین په یوه کان کې چاودنې له ۹۰ تنو ژوند واخیست
د چین په شمال کې د ډبروسکرو په یوه کان کې د ګاز د چاودنې له امله لږ تر لږه ۹۰ تنه مړه شوي دي.
فرانس پریس خبري اژانس د چین د دولتي رسنیو پر اساس راپور ورکړی چې دا پېښه په تېرو ۱۷ کلونو کې د دغه هېواد په کانونو کې تر ټولو ستره غمیزه بلل شوې ده.
د چین دولتي خبري آژانس شینهوا ویلي چې دا پېښه د جمعې په ماښام، (د جوزا په لومړۍ نېټه) د شانشي ولایت د «لیوشېنیو» د ډبروسکرو په کان کې شوې ده.
د راپور له مخې، د چاودنې پر مهال ټولټال ۲۴۷ کارګر تر ځمکې لاندې په کان کې موجود وو.
شینهوا همداراز ویلي چې د ژغورنې ۳۴۵ کارکوونکي سیمې ته استول شوي وو او د هغو ۹ کسانو د موندلو هڅې یې کولې چې لا هم نادرکه ګڼل کېدل.
د جمعې د ورځې دا چاودنه له ۲۰۰۹ کال وروسته د چین په یوه کان کې تر ټولو مرګونې پېښه بلل شوې ده.
په ۲۰۰۹ کال کې د چین د شمال ختیځ هیلونګجیانګ ولایت د یوه کان په چاودنه کې ۱۰۸ کسان وژل شوي وو.
د چین ولسمشر شي جینګ پینګ امر کړی چې د ټپیانو د درملنې لپاره دې ټولې ممکنې هڅې وکارول شي، او د دې پېښې په اړه یې د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه هم کړې ده.
راپور: امریکا پر ایران بریدونو ته تیاري نیسي
سي بي ایس نیوز راپور ورکړی چې امریکا پر ایران د بریدونو د نوې لړۍ لپاره چمتووالی نیسي.
دې امریکايي شبکې د شنبې په لومړیو ساعتونو کې د هغو سرچینو له قوله، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، ویلي چې د نوو بریدونو لپاره تیاری او چمتووالی د جمعې په ورځ نیول شوی دی.
خو په راپور کې راغلي چې د امریکا په وخت د جمعې تر مازیګر پورې لا د ایران پر خاورې د احتمالي نوي برید په اړه وروستۍ پرېکړه نه وه شوې.
هممهاله، د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې یوې خبریالې په خپل راپور کې لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې د ورځې په وروستیو ساعتونو کې د ملي امنیت له سلاکارانو سره غونډه کړې، خو په دې ناسته کې کومه قطعي پرېکړه نه ده شوې.
د سپینې ماڼۍ د دې خبریالې په وینا، ټرمپ په غونډه کې موافقه کړې چې د ډیپلوماسۍ لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا شته، خو په عین حال کې جګړې ته د بېرته ستنېدو احتمال لا هم یو انتخاب دی.
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د خپل هېواد لوېدیځ فضايي حریم په موقتي ډول بند اعلان کړ
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران د لوېدیځې سیمې فضايي حریم په لنډمهاله توګه بند شوی دی.
دا خبرپاڼه په داسې حال کې خپره شوې چې له یوې خوا د ایران او امریکا ترمنځ د یوې ډیپلوماټیکې حللارې او احتمالي هوکړې لپاره هڅې روانې دي، او له بلې خوا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د امریکا پوځ یو ځل بیا پر ایران د احتمالي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.
د ملکي هوايي چلند ادارې د خبرپاڼې له مخې، د تهران د الوتنو د معلوماتي سیمې په لوېدیځه برخه کې د ټولو مسافرو وړونکو الوتنو جوازونه لغوه شوي دي.
اوس مهال یوازې اته هوايي ډګرونه، چې پکې مهرآباد، امام خمیني، اصفهان او یزد شامل دي، د فعالیت اجازه لري.
د پاکستان د پوځ مشرایران ته تللی
د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د جمعې په ورځ ایران ته ولاړ.
ایراني رسنیو د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې ټاکل شوې وه منیر تهران ته سفر وکړي، خو دغه سفر ۲۴ ساعته ځنډېدلی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره سویډن ته تللی، هم ویلي چې واشنګټن د پاکستان د پوځ له قوماندان سره په اړیکه کې دی او تمه کېږي چې هغه به ډېر ژر تهران ته ورسېږي.
ځینې رسنۍ وايي چې تهران ته د عاصم منیر سفر د مذاکراتو د «پرمختګ» نخښه ده. روبیو هم د امریکا او ایران ترمنځ په خبرو اترو کې د ځینو پرمختګونو خبر ورکړی، خو زیاته کړې یې ده چې لا هم وروستۍ هوکړه نه ده شوې.
د پولنډ بهرنیوچارو وزیر وايي چې په دغه هیواد کې دامریکايي پوځیانو شمیر به تقریبا د پخوا په څیر پاته وي
د پولنډ بهرنیوچارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي، وروسته لدې چې ولسمشرټرمپ وویل چې دغه هیواد ته ۵ زره نور سرتیري استوي ، سویډن کې ناټو دغونډې په درشل کې وویل چې په دغه هیواد کې دامریکايي پوځیانو شمیر به تقریبا د پخوا په څیر پاته وي.
سیکورسکي د جمعې په ورځ په سویدڼ کې دناټو دغړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو له غونډې مخکې وویل چې د ټرمپ لدې اعلان چې " پولند کې دامریکايي ځواکونو دوراني حضور به ترډیره د پخوا په څیر وساتل شي." مننه کوي.
روبیو نن د سویډن په هېلسینګبورګ کې په دې غونډه کې چې د جولای په میاشت کې په انقره کې د ناټو د مشرانو له غونډې مخکې د لوړې کچې وروستۍ غونډو څخه یوه ګڼل کېږي،ګډون کوي.
دامریکا بهرنیو چارو وزارت وايي مارکو روبیو به پر متحدینو د دفاعي لګښتونو د زیاتولو لپاره فشار راوړي او د شمالي قطب سیمې پر امنیت به تمرکز وکړي.
خو دا غونډه په داسې وخت کې کېږي چې د ناټو د غړو ترمینځ ژورې اندېښنې لیدل کیږي. اروپايي چارواکي د پنټاګون له یولړ ناڅاپي اقداماتو وروسته غواړي پوه شي چې واشنګټن په اروپا کې خپل پوځي حضور تر کومه حده راکموي.
ولسمشر ټرمپ د روانې می میاشتې پیل کې اعلان کړی وو چې له جرمني څخه به ۵۰۰۰ امریکايي سرتېري وباسي. وروسته دامریکا دفاع وزرات پنتاګون تایید کړه چې پولنډ ته د شاوخوا ۴۰۰۰ سرتېرو د دوراني استولو پلان یې ځنډولی او دغه راز یې جرمني ته د توماهوک توغندیو د یوې قطعې د لېږلو پلان هم لغوه کړی دی.