د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

د ارمنستان او اذربایجان ځواکونو ترمنځ نښتې شوي


د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په پوله د ارمنستان سرتېری
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په پوله د ارمنستان سرتېری

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په پوله د نویو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د راپورونو له مخې د ارمنستان او اذربایجان د سرحدي ځواکونو ترمنځ تېره شپه نوې نښتې رامنځته شوي دي.

په ۲۰۲۰ کال د لانجمنې ناګورنو قره باغ د سیمې پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د ګډې پولې په اوږدو کې اکثره وختونه د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت نن وویل چې د اذربایجان ځواکونو تېره نیمه شپه د ګوریس، سوتک او جیرموک د ښارونو پر لور د ارمنستان د پوځ پر پوستو د توپونو او توغندویو په ګډون د درنو وسلو بریدونه وکړل.

خو د اذربایجان دفاع وزارت بیا ارمنستان تورن کړی چې د اشکیسان، کیلبجار او لاسین سیمو ته نږدې یې تخریبي اعمال ترسره کړي او د دوی پر پوځي پوستو یې د خندق هاوانونو په ګډون د درنو وسلو ډزې کړي دي.

پوځ ویلي چې په دغو بریدونو کې د اذربایجان پرسونل ته تلفات رسېدلي، خو شمېر یې نه دی ښودلی.

ارمنستان خپل لوري ته د تلفاتو د اوښتو خبره نه ده کړې، خو ویلي یې دي چې ټوله شپه نښتې روانې وې.

د ارمنستان د صدراعظم نیکول پاشینیان دفتر نن وویل چې پاشینیان د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره پر ټیلفون خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې په دې اړه مناسب اقدام وکړي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

د ارمنستان صدراعظم د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکین، د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون او د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره ټیلفوني خبرې کړي دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې د روسیې او ارمنستان د دفاع وزیرانو هم نن پر ټیلفون خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې د ارمنستان او اذربایجان په پوله د وضعیت د ثبات لپاره به ګامونه پورته کوي.

له دې مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین په یوه بیان کې ویلي چې متحده ایالات د جګړې د سمدستي درېدو غوښتنه کوي او واشنګټن په سیمه کې رامنځته شوي وضعیت ته په تېره بیا په ارمنستان کې د خلکو د هستوګنو پر سیمو او ملکي تاسیساتو د بریدونو په اړه راپورونو ته ډېر اندېښمن دی.

بلېنکین ویلي چې د امسئله یې ډېره مخکې واضح کړې چې دغه کړکېچ له پوځي لارې نه شي هوارېدای او غوښتنه کوي چې هر ډول پوځي دښمنۍ دې سمدستي ودرول شي.

ارمنستان له اذربایجان سره د ۲۰۲۰ کال په جګړه کې چې ۶ اونۍ یې دوام وکړ، د لانجمنې ناګورنو قره باغ د سیمې پر ځینو برخو کنټرول له لاسه ورکړ.

په دغه جګړه کې چې د روسیې په منځګړیتوب په یوه اوربند سره پای ته ورسېده، له ۶ نیم زره زیات کسان ووژل شول.

د روسیې شاوخوا دوه زره پوځیان په سیمه کې ځای پر ځای شوي او پر وضعیت څارنه کوي.

XS
SM
MD
LG