د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

بقايي: د ایران زندانونو کې ډېر شمېر افغانان بندیان دي؛ افغانان: د خپلو بندیانو بد وضعیت اندېښمن کړي یو


د ایران د اهواز زندان یوه څنډه
د ایران د اهواز زندان یوه څنډه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هېواد په زندانونو کې د پام وړ شمېر افغانان بندیان دي چې پر دغه هېواد یې زیات بوج راوستی دی.

په ایران کې د افغان کډوالو د بد وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام، اوس دغه هېواد اعلان کړی چې د پام وړ شمېر افغانان د دغه هېواد په زندانونو کې شپې ورځې تېروي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، دا افغانان په بېلابېلو ولایتونو کې د مخدرو موادو په ګډون مختلفو جرمونو کې د ښکېلتیا له امله نیول شوي او بندیان شوي دي.

ده که څه هم د دغو بندیانو شمېر کره نه دی ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې د ایران په زندانونو کې دغه بندیان د یاد هېواد پراوږو د پام وړ مالي بوج دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه د بقایي د ویډیویي خبرو یوه برخه خپره کړې چې په ایران کې د افغان بندیانو په اړه په کې وایي: "د ایران په زندانونو کې د افغان محکومینو او محبوسینو شمېر زیات دی، موږ د هېواد په اکثرو سیمو کې افغان بندیان لرو، جرمونه یې هم متموع دي چې ډېری یې د مخدره توکو اړوند جرمونه دي، شمېر یې د پام وړ زیات دی چې پر بیت‌المال یې ډېر بوج راوستی دی."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي

بقاي په دې ویډیو کې دا هم ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېرې مودې راهیسې د بندیانو د لېږد هوکړه موجوده وه او کابل ته د ایراني پلاوي په وروستي سفر کې د افغان بندیانو د لېږد په اړه "ښې هوکړې" ترلاسه شوي او هیله یې څرګنده کړې چې دغه بهیر به د افغانستان له لوري په اغېزناکه توګه پلی شي.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې درې ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه خپره شوې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران د عدلیې وزارت له مرستیال عسکر جلالیان سره په کابل کې لیدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ د ځینو ګډو مسایلو او په ایران کې د افغان بندیانو په اړه خبرې شوې دي.

وړاندې راغلي چې متقي له ایراني لوري غوښتي چې له دغه هېواد د افغان بندیانو په انتقال کې دې هر اړخیزې همکاري وکړي.

له دې وړاندې هم د ایران د عدلیې وزارت د مرستیال په حواله داسې راپورونه خپاره شوي چې ۱۰۰۰ تنه افغان بندیان به تر راتلونکو دوو میاشتو د خپل بند نورې مودې پای ته رسولو لپاره افغانستان ته انتقال شي.

له دې سره یو شمېر هغه افغانان چې دوستان او خپلوان یې په ایران کې بندیان دي، وایي چې له برخلیکه یې بې خبره او د وضعیت په اړه یې اندېښمن دي.

په ایران کې د یوه زندان څنډه
په ایران کې د یوه زندان څنډه
د کابل یو اوسېدونکی وايي: زما د تره زوی په ایران کې بندي دی او موږ ترې هېڅ احوال نه لرو، له وضعیت یې خبر نه یو.

د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکي په راپور کې د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "زما د تره زوی په ایران کې بندي دی او موږ ترې هېڅ احوال نه لرو، له وضعیت یې خبر نه یو، یوازې یوځل چې هلکان ایران کې وو موږ ته یې وویل چې هغه بندي شوی، اوس یې مور ډېره اندېښمنه ده."

خو په ایران کې مېشت افغان کډوال عزیز وایي، د ایراني پولیسو له‌خوا د افغانانو نیول لا هم روان دي.

هغه وویل: "نیونې بیخي زیاتې دي، هغه کسان چې اسناد ونه لري بیایي، رد مرز کوي یې نو همدا ډول زیات شوي هره ورځ خلک نیسي."

ایراني چارواکي مهال د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د زیاتوالي خبره کوي چې تازه په ناروې کې مېشت د ایران د بشري حقونوسازمان د ایران د کرج ښار په قزل حصار زندان کې د یو افغان په ګډون د لسو کسانو د اعدام خبره کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG