د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

ټاکل شوې د طالبانو حکومت له ايران سره د بنديانو تبادله وکړي


تهران کې د يو زندان انځور چې ويل کېږي، ډېری افغانان هم په‌کې بنديان دي.
تهران کې د يو زندان انځور چې ويل کېږي، ډېری افغانان هم په‌کې بنديان دي.

ټاکل شوې ده چې د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی کابل ته ولاړ شي او له طالبانو سره د زندانیانو د تبادلې په تړاو خبرې وکړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له‌مخې د دغه هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان به په کابل کې له چارواکو سره د زندانیانو د تبادلیې په تړاو وغږیږي.

په دغو راپورونو کې دې ته اشاره نه‌‌ده شوې چې ښاغلی جلالیان به کله کابل ته ځي، خو د هغه په وینا کې راغلي دي چې د بندیانو د بېرته ستنېدو پروسه به د نړیوالو قوانینو او د افغان چارواکو په همکارۍ ترسره شي.

د افغانستان د حقوق‌پوهانو د ټولنې رییس میرعبدالواحد سادات چې په ډنمارک کې نن سبا ژوند کوي وایي چې، پخوا د دواړو هېوادو ترمنځ د تبادلې یو توافق و خو اوس وضعیت روښانه نه‌دی.

نوموړی وايي: "په اوسني وضعیت کې اساسي مشکل دا دی چې، د ایران او طالبانو د نژدې روابطو باوجود، د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی او د زندانیانو د تبادلې مسئله د هغو ستونزو له‌‌مخې چې د افغانستان په قضایي سیستم کې شته او اوسني وضعیت ته په کتو سوالونه رامنځته کړي."

د افغانستان د حقوق‌پوهانو د ټولنې رییس میرعبدالواحد سادات
د افغانستان د حقوق‌پوهانو د ټولنې رییس میرعبدالواحد سادات

ایراني رسنیو د ښاغلي جلالیان په وینا پرون خبر ورکړ چې طالبان د دیارلس سوه پنځه اتیایم کال موافقې ته باید ژمن وي، چې له‌‌‌مخې یې کابل او تهران منلې ده چې بندیان تبادله کړي.

د ایران د دولتي اژانسونو د خبر له‌‌مخې ایران به زر تنه افغان زندانیان د دوو میاشتو په ترڅ کې افغانستان ته واستوي او په بدل کې به یې طالبان ورسره د افغانستان په زندانونو کې ایراني بندیان تبادله کړي.

"شاوخوا اوونۍ کېږي چې زما د ورور ملګري یې یو-یو اعدام کړي، هغوی پنځه کاله په زندان کې وو.

د افغانستان په زندانونو کې د ایراني بندیانو شمېر ته په‌دې راپورونو کې اشاره نه‌‌ده شوې، خو مخکې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې لس ایرانیان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي.

د ایران د عدلیې وزارت په وینا هغه افغانان چې په ایران کې بندیان دي اکثر یې د مخدرو موادو په تړاو نیول شوې دي او یوشمېر نور په عامو جرمونو بندیان دي چې د بند موده یې نه‌‌ده پوره شوې.

په ایران کې د یوشمېر افغان زندانیانو خپل خپلوان دې ته اندېښمن دي چې ایران به یوازې هغه کسان خوشې کړي چې، په عادي جرمونو تورن دي.

له‌‌‌دې ډلې یوې نجلۍ چې ورور یې د اصفهان په بندیخانه کې بندي دی او نه‌غواړي نوم يې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: "شاوخوا اوونۍ کېږي چې زما د ورور ملګري یې یو-یو اعدام کړي، هغوی پنځه کاله په زندان کې وو. له اسلامي امارته غواړو چې دغو زندانیانو ته فکر وکړي او دغه کسان راخوشې کړي، هغه کسان چې په سختو جرمونو بندیان شوي دي."

روانه اوونۍ دوشنبې د ایران د بشري حقونو یوه سازمان (حال‌وش) خبر ورکړ چې، د زاهدان په زندان کې د محمد نبي پوپلزي په نوم یو اته ویشت کلن افغان د مخدر موادو په تړاو اعدام شو.

د حال‌وش په باور سږ کال په ایران کې د افغانانو اعدام د پام وړ زیات شوی دی.

د بشري حقونو د دې سازمان په وینا یوازې د زاهدان په زندان کې د اعدام شویو افغانانو شمېر پنځوسو ته رسېدلی دی.

تر دې مخکې د ایران د بشري حقونو اسلو مېشتې سازمان خبر ورکړی و چې، ایران د اکتوبر په میاشت کې یوسل او شپږ شپېته تنه اعدام کړې دي چې دیارلس یې افغانان دي.

د بشري حقونو مدافع سازمانونه ایران تورنوي چې د تورونو د دوسیو څېړنه یې عادلانه نه‌‌ده او اکثر بندیان مدافع وکیلانو ته لاس‌رسی نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG