د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

د ډونالډ ټرمپ د وژنې د توطیې په تور پر یوه افغان وګړي رسماً تورونه ولګول شول


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې د توطیې په تور پر یوه افغان وګړي رسماً تورونه ولګول شول.

د امریکا د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت ویلي چې د ډونالډ ټرمپ د وژلو ناکامه دسیسه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو له خوا د قاسم سلیماني د وژل کېدو د غچ اخیستو لپاره پلان شوې وه.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان جنرال قاسم سلیماني په ۲۰۲۰م کال کې د ټرمپ په امر، چې هغه وخت د امریکا ولسمشر و، د عراق پلازمېنې بغداد ته نږدې په یوه برید کې ووژل شو.

د امریکا عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي، ۵۱ کلن فرهاد شاکري، چې په خټه افغان او ګومان کېږي په ایران کې دی، د سپاه پاسداران له خوا د ټرمپ د وژلو لپاره "موظف" شوی و.

د محکمې د اسنادو پر اساس، د ایران د سپاه پاسداران یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، له فرهاد شاکري غوښتنه کړې وه، داسې یوه طرحه برابره کړي چې په نهایت کې د ډونالډ ټرمپ د وژنې سبب شي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن سهار د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې په هڅه کې د ایران د دخالت تورونه بې بنسټه وبلل.

هغه د دغو تورونو اصلي سرچینه اسراییل یاد کړ چې په وینا یې هدف یې د امریکا او ایران ترمنځ د مسایلو پېچلي کول دي.

د محکمې د اسنادو له مخې فرهاد شاکري چې په ماشومتوب کې امریکا ته تللی و، د غلا په تور یې ۱۴ کاله په زندان کې تېر کړي چې په ۲۰۰۸م کال کې له امریکا اخراج او ګومان کېږي اوس په ایران کې وي.

د محکمې په اسنادو کې ویل شوي چې شاکري په تېرو ۴۰ ورځو کې په داسې حال کې په تهران کې و، چې په داوطلبانه ډول یې د امریکا د تحقیقاتو له فډرال ادارې (FBI) سره ټلیفوني مرکې کړي او په هغو کې یې اعتراف کړی چې د سپاه چارواکو څو میاشتې مخکې ورته سپارښتنه کړې وه چې نورې سپارل شوې طرحې یوې خوا ته پرېږدي او یوازې د ډونالډ ټرمپ پر ترور تمرکز وکړي.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، د شاکري تر څنګ دوو نورو سړیو ۴۹ کلن کارلیسیل ریویرا او ۳۶ کلن جوناتون لوډ هولټ چې د نیویارک اوسېدونکي دي، په جلا توګه په نیویارک کې د یوې ایراني الاصلې-امریکایۍ مخالفې خبریالې او دوو نورو کسانو د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.

درې واړه کسان تورن شوي، چې د ډونالډ ټرمپ د ترور تر څنګ د سپاه پاسداران په غوښتنه د درېیو نورو کسانو د وژنې لپاره هم طرحې تعقیب کړي دي.

په دغو درېیو کسانو کې یوه یې ایرانۍ اصله امریکایۍ خبریاله او دوه نور یې امریکایي یهودان دي.

دغه دوه تورن کسان دواړه په توقیف کې دي چې د پنج شنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړای شول.

که څه هم د محکمې په اسنادو کې د ایرانۍ الاصلې امریکايي خبریالې نوم نه دی یاد شوی، خو ګومان کېږي دا به مسیح علي نژاد وي چې د ایران د رژیم له منتقدانو ګڼل کېږي.

ډونالډ ټرمپ، چې د نومبر پر پنځمه یې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کامالا هاریس ته ماتې ورکړه، سږکال د وژنې له دوو جلا هڅو سره مخ شوی دی چې یوه د کمپاین په یوه جلسه کې د هغه د غوږ پر یوه برخه د مرمۍ لګېدل و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG