د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې؛ د ټرمپ او هاریس ترمنځ نږدې او سخته سیالي روانه ده


په امریکا د ولسمشرۍ له روانو ټاکنو یو انځور
په امریکا د ولسمشرۍ له روانو ټاکنو یو انځور

سه شنبه د نومبر پنځمه په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي.

د یکشنبې تر ورځې شاوخوا ۷۵ ملیونو خلکو وختي رایې کارولي دي.

د دواړو کاندیدانو ترمنځ سیالي خورا نږدې بلل شوې او د ټولو سترګې سوینګ سټېټس یا هغو ایالتونو ته پاتې دي چې دریځونه یې ثابت نه دي.

په وروستۍ څو ورځو کې دواړو کاندیدانو ډونالډ ټرمپ او کمالا هاریس په همدغو ایالتونو کې خپلې انتخاباتي هلې ځلې څو چنده کړې وې.

هاریس د یکشنبې په ورځ دری ټاکنیزې غونډې پلان کړې وې.

ورځ یې له دیترویت پیل کړې او وروسته پونتیاک ته ځي.

تر هغه وروسته هم میشیګان ته چې ډیموکراتانو ته حیاتي بلل کېږي ځي.

ډونالډ ټرمپ بیا د یکشنبې په ورځ پنسلوانیا، شمالي کارولینا او جورجیا ته ټاکنیز کمپاینونه او ویناوې پلان کړې وې. دا درې واړه سیمې په ټاکنیز پلاوي یا الکټرال کالج کې مهمه دي.

که څه هم امریکایانو ته په ټاکنو کې د متحده ایالتونو داخلي مساییل ډېر مهمه بلل کېږي، خو دا وار انتخابات په نړیواله کچه د څو لویو کړکېچونو په اوج کې ترسره کېږي چې تر ټولو مهم یې د اوکرایین دوامداره جګړه، د منځني ختیځ کړکېچ، په څو لوریو کې د اسراییل نښتې او بریدونه او له ایران سره د کړکېچ زیاتېدل دي.

په دې سربېره، د افغانستان مسئله هم څو واره په ټاکنیزو کمپاینونو کې یاده شوې ده.

د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پروسه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمناکه قضیه یاده کړې او له دې امله یې د بایډن پر ادارې کلکې نیوکې کړې دي.

د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ
د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ

ټرمپ په خپله یوه ټاکنیزه غونډه کې ادعا کړې چې که ولسمشر شي د لوړې په ورځ به د هغو مقاماتو استعفاګانې د ده په میز پرتې وي چې د افغانستان د پرېښودو په ګډوډه قضیه کې پړ دي.

ټرمپ او ټیم یې په وار وار په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د افغانستان مسایل یاد کړي او دی په خپله هم د امریکا د هغو میلیاردونو ډالرو وسلو او مهماتو یادونه کوي چې افغانستان کې طالبانو ته پرېښودل شوي.

اخوا بیا د ډیموکراټانو کاندیدې کمالا هاریس چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې د افغانستان په مسئله ډېره نه ده غږېدلې یواځې یې یو ورا له ټرمپ سره په مناظره کې د افغانستان اړوند پوښتنې ځواب کړې.

هغې له افغانستانه د وتلو په اړه د بایډن د پرېکړې ننګه کړې او ویلي یې دي چې امریکا له افغانستانه په وتلو د ورځې درې سوه میلیونه ډالره چې یوې بې پایه جګړې کې لګول نور نه مصرفوي.

د ډیموکراټانو کاندیدې کمالا هاریس
د ډیموکراټانو کاندیدې کمالا هاریس

هغې ټرمپ تورن کړ چې له طالبانو سره یې د دوحې د دې په خبره تر ټولو کمزورې موافقه لاسلیک کړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG