د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

نړۍ

د امریکا عدلیې وزارت د ایران د سپاه پاسداران په درېیو غړو جنايي تورونه لګولي

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي غړي
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي غړي

د امریکا عدلیې وزارت د سپټمبر په ۲۷مه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په درېیو غړو جنايي تورونه لګولي.

لامل یې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین د هک کولو او د نومبر د پنځمې نېټې د انتخاباتو د ګډوډولو هڅې یادې شوي دي.

دا تورونه د ولسمشر جو بایډن د ادارې هغه وروستي اقدامات دي چې غواړي د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ او د هغه د ډیموکراتیک سیالې کامالا هاریس تر منځ د نومبر میاشتې راروانې ولسمشرۍ ټاکنې د بهرنیو لاسوهنو له ګواښه خوندي کړي.

د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران پر اوو غړو یې بندیزونه لګولي دي.

د دغو بندیزونو او جنایي تورونو سره مخامخ اشخاصو په اړه جزییات نه دي رسنیز شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جو بايډن نن برلين کې د فرانسې او بريتانيا له ولسمشرانو سره د اوکراين په اړه خبرې کوي

بايډن جرمني ته تللی
بايډن جرمني ته تللی

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن په برلین کې د جرمني، فرانسې او بریتانیا له ولسمشرانو سره د اوکراین په اړه خبرې کوي.

اروپا ته د امریکا د متحده‌ایالتونو د ولسمشر جوبایډن دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې روسیې په وروستیو ورځو کې د اوکراین پر ښارونو او بنسټیزو تاسیساتو هره ورځ خپل بریدونه ګړندي کړې دي.

نن اوکرایني چارواکو خبر ورکړ چې روسیې ځواکونو د بې‌پيلوټه الوتکو یو تر ټولو ستر برید ترسره کړی دی، چې څلورنیم ساعته روان و.

ولسمشر بایډن د پنج‌شنبې په ورځ جرمني ته ولاړ.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ویلي دي، ولسمشر بایډن هڅه کوي چې له اوکراین سره د متحده‌ایالتونو ژمنې د اوږدې مودې لپاره دوامداره او بنسټیزې کړي.

اوکرايني چارواکي: روسيې نن سهار د اوکراين پر بېلابېلو سيمو بريدونه کړي

د روسيې يوه بې‌پيلوټه الوتکه
د روسيې يوه بې‌پيلوټه الوتکه

د پلازمېنې کییف د پوځي ادارې مشر وایي، روسیې نن سهار وختي د اوکراین پر مختلفو سیمو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه وکړل.

سرهي پاپکو په ټلېګرام کې لیکلي دي، چې دا د اوکراین پر ملکيانو او بنسټیزو تاسیساتو د روسیې ځواکونو له سترو بریدونو څخه وو، چې څلور نیم ساعته روان وو.

د دغه اوکرایني چارواکي په وینا روسیي ځواکونو کییف هم په نښه کړ، چې د دفاعي ځواکونو د همغږه هڅو له امله د پلازمېنې په لور روانې شوې بې‌پیلوټه الوتکې شنډې شوې دي.

د دې بریدونو د تلفاتو په اړه تر اوسه راپورونه نه‌دي خپاره شوي.

پاکستان په دویمه ټېسټ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

پاکستان کرکټ لوبډله
پاکستان کرکټ لوبډله

د پاکستان په کوربتوب له انګلستان سره د درې ټېسټ لوبو د لوبلړۍ دویمه لوبه پاکستان وګټله.

دغه ټېسټ سیالي چې د اکټوبر په ۱۵مه نېټه د ملتان په ښار کې پیل شوې وه، پاکستان د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه وکړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۳۶۶ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې په ګټه کامران غلام سلیزه ووهله.

انګلستان که څه هم د خپلې لومړۍ پاڼۍ پیل ډېر ښه کړی و، خو ټوله لوبډله یې په ۲۹۱ منډو وسوځېده.

په‌دې پاڼۍ کې انګلستان ته بین ډکېټ ۱۱۴ منډې وکړې او پاکستان ته بیا ساجد خان ۷ لوبغاړي وسوځول.

د پاکستانۍ لوبډلې دویمه پاڼۍ تر ۲۲۱ منډو وغځېده او په‌دې سره یې انګلستان ته د ۲۹۶ منډو هدف وټاکه.

انګلستان د لوبې په وروستۍ ورځ د هدف په تعقیب یوازې ۱۴۴ منډې وکړې او د ۱۵۲ منډو به تفاوت یې ماتې وخوړه.

په‌دې پاڼۍ کې پاکستان ته نعمان علي ۸ لوبغاړي وسوځول.

ساجد خان چې په لومړۍ او دویمې پاڼۍ کې یې لس لوبغاړي سوځولي وو د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.

د ویلو ده چې د دې ټېسټ لوبلړۍ لومړۍ لوبه انګلستان ګټلې وه او وروستۍ لوبه به یې د اکټوبر په ۲۴مه نېټه د راولپينډۍ په ښار کې پیل شي.

د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ نن د نیوزیلنډ او ویسټ انډیز ترمنځ دویمه نیمه پایلوبه ده

د ښځو د کرکټ نړيوال جام سيالۍ يو انځور
د ښځو د کرکټ نړيوال جام سيالۍ يو انځور

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې نن جمعه د اکټوبر په ۱۸مه نېټه دویمه نیمه پایلوبه د ویسټ اینډیز او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

سیالي به د کابل پر وخت ماښام د عربي متحده‌اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شي.

لومړۍ نيمه پایلوبه تېره ورځ د سویلي افریقا او اسټرالیا ترمنځ ترسره شوه، چې سویلي افریقا وګټله.

د دویمې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډله به د اکټوبر په ۲۰مه نېټه له سویلي افریقا سره په پایلوبه کې ولوبیږي.

حزب‌الله د حماس د مشر وژل کېدو ته غبرګون ښودلی

د حماس وژل شوی مشر يحيی سنوار
د حماس وژل شوی مشر يحيی سنوار

د حماس د مشر یحيی سنوار له وژل کېدو وروسته سخت‌دریځې حزب‌الله ډلې ویلي چې، له اسراییل سره په جګړه کې یوې نوې مرحلې ته د داخلېدو په حال کې ده.

د امریکا متحده‌ایالات د حماس ملاتړې حزب‌الله یو تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د ایران له ملاتړه برخمنه دا ډله د لبنان په پارلمان کې څوکۍ لري او د دې هېواد د جنوب پر ډېرې برخې کنټرول لري.

د حماس مشر یحيی سنوار پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې د حملې طراح بلل کېږي، چې پرون پنج‌شنبې په غزې تړانګه کې ووژل شو.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یسراییل کاتس د هغه وژنه د اسراییل د پوځ لپاره "یوه پوځي او اخلاقي لاسته‌راوړنه" وبلله.

په ملګروملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ نن جمعه وویل، د سنوار له وژل کېدو وروسته به د "مقاومت روحیه پیاوړې شي" او د لبنان حزب‌الله هم اعلان وکړ چې: "د اسراییل په وړاندې به یوې نوې او پراخې مرحلې ته داخله شي."

امريکا پر يو روسي او دوو چينايي شرکتونو باندې بنديزونه ولګول

د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

د امریکا متحده‌ایالتونو په دوو چینایي شرکتونو او یوه اړوند روسي شرکت باندې چې له تولید شویو بې‌پيلوټه الوتکو یې روسیې د اوکراین په جګړه کې کار اخیستی، بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت د پنج‌شنبې په ورځ وویل چې شیامن لیمباخ داسې ماشین تولیدوي، چې د ګارپیا بې‌پیلوټه الوتکو ته ځواک ورکوي چې لیرې مزل ووهي او د ردلیپس سنژن شرکت هم روسیې ته د یرغلیزو بې‌‌پیلوټه الوتکو په ورکولو کې ښکېل دی.

د خزانې وزارت په خبره دا لومړی ځل دی چې متحده‌‌ایالات پر چینایي شرکتونو چې له روسي هغو سره په همکارۍ د وسلو بشپړسیسټمونه تولیدوي، بندیزونه لګوي.

تر دې مخکې بندیزونو کې هغه چینایي شرکتونه په نښه شوي چې، د روسیې د پوځي-صنعتي سکتورلپاره یې اساسي پُرزې تولیدولې.

د يحيی سنوار له وژل کېدو سره سم يو ځل بيا غزه کې د اوربند غوښتنې زياتې شوي

د حماس مشر يحيی سنوار
د حماس مشر يحيی سنوار

یحیی سنوار چې د سخت‌‌دریځې حماس ډلې له لوري پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر په اوومه د برید اصلي طراح بلل کېږي، د غزې په جنوب کې وژل شوی دی.

دا د اسراییل د پوځ لپاره چې له دغه برید وروسته یې د حماس د جرړو د ایستلو لپاره په غزه کې جګړه پیل کړې، یوه ستره بریا ګڼل کېږي.

د سنوار له وژل کېدوسره په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو او د هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتې بیا زیاتې شوې چې حماس برمته کړي دي.

د امریکا متحده‌ایالات او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د اسراییل پوځ پرون پنج‌شنبې پرخپل ایکس‌‌پاڼه یوازې دومره ولیکل چې، یحيی سنوار ووژل شو خو وروسته یې په یوه اوږده بیان کې وویل چې د ۸۲۸ لوا سرتېرو یې درې ترهګر په نښه کړي و او د هغوی د جسدونو له څېړلو وروسته معلومه شوه چې یو یې یحيی سنوار دی.

د نوموړي په وژل کېدو سره د ایران له ملاتړه برخمنه دا ډله په څه کم درې میاشتو کې دوهم ځل دی چې له خپل مشر څخه بې‌‌برخې کېږي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن جرمني ته له رسېدو سره سم او د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره له ټیلفوني خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، اوس یې وخت دی چې په غزه کې د اوربند لپاره ګام پورته شي.

د سویلي افریقا ښځینه لوبډله د نړیوال جام پایلوبې ته ورسېده

د ښځو د کرکټ شل اوريز نړيوال جام يو انځور
د ښځو د کرکټ شل اوريز نړيوال جام يو انځور

د ښځو ترمنځ د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د پنج‌شنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۷مه نېټه لومړۍ نیمه پایلوبه د سویلي افریقا او اسټرالیا ترمنځ ترسره شوه چې سویلي افریقا وګټله.

دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، سویلي افریقا یې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې وکړه.

اسټرالیا د ۵ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه، چې یادې لوبډلې ته بېت موني تر نورو ډېرې ۴۴ منډې وکړې.

سویلي افریقا ته ایوبونګا خاکا دوه لوبغاړې وسوځولې.

د اسټرالیا هدف سویلي افریقا د ۲ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په اتلسم اور کې پوره کړ او پایلوبې ته ووتل.

د سویلي افریقا په توپوهونکو کې انیکي بوش ۷۴ منډې وکړې او غوره لوبغاړې ونومول شوه.

ټاکل شوې ده چې نن جمعه د اکټوبر په ۱۸مه نېټه دویمه نیمه پایلوبه د نیوزیلنډ او ویسټ اینډیز ترمنځ د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي.

د ویلو ده چې د دې شل اوریز نړیوال جام پایلوبه به د اکټوبر په ۲۰مه نېټه ترسره شي.

د نایجریا په شمال کې د تېلو ټانکر د چاودنې په نتیجه کې د مړو شمېر ۱۵۳ ته زیات شو

د پېښې د يو قرباني انځور
د پېښې د يو قرباني انځور

پولیسو پرون ویلي، په پېښه کې شاوخوا ۱۰۰ کسان چې ماشومان هم په‌کې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د پولیسو ویاند لاوان شیسو اډم ویلي، دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ په ماجیه ښارګوټي کې شوې او د ځینو ټپیانو وضعیت خراب دی.

راپورونه وايي، د ټانکر چلوونکي پر موټر کنټرول له لاسه ورکړی او ټرافیکي پېښه شوې ده.

ویل شوي، له خبرداریو سره-سره ځايي اوسېدونکي د پېښې په ساحه کې راټول شوي وو او هڅه یې کوله له ټانکر بهېدونکي پټرول ټول کړي.

د چهارشنبې په ورځ د پېښې په لومړیو کې د مړو شمېر ۱۴۰ ښوول شوی و.

عراقچي له مصري چارواکو سره سيمه کې د کړکېچ د زياتېدو پر مسئله خبرې کړي

د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي
د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له مصري چارواکو سره پرون په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو پر مسئله خبرې وکړې.

دا له کله چې عباس عراقچي د ایران د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل شوی، دا یې قاهرې ته لومړی رسمي سفر و.

عراقچي پرون له خپل مصري سیال بدر عبدالعاطي، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د غزې او لبنان په وړاندې د اسرايیل د زیاتېدونکې شخړې د کمولو پر مسئله تمرکز وکړ.

د مصر ولسمشر په غزه کې د اسرايیل د جګړې د ختمولو غوښتنه وکړه، چې په یوه سیمه‌ییزه شخړه بدله نه‌شي.

السیسي په لبنان کې هم د زیاتېدونکې شخړې د مخنیوي غوښتنه وکړه او په لوېدیځه غاړه کې یې د سرغړونو د پای رسېدو غږ هم وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر روانه میاشت د سوریې، لبنان، قطر، عمان او عراق له چارواکو سره هم کتلي او تمه کېږي تر مصر وروسته ترکیې ته لاړ شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG