د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د امریکا ولسمشر جوبایډن له بیا ځلي کاندیداتورۍ تېر شو


د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د هغه مرستیاله کمالا حارس چې د ټاکنو لپاره یې خپل ځایناستې وبلله او خپل "بشپړ ملاتړ" یې ترې اعلان کړ.
د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د هغه مرستیاله کمالا حارس چې د ټاکنو لپاره یې خپل ځایناستې وبلله او خپل "بشپړ ملاتړ" یې ترې اعلان کړ.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی چې د سږ کال ټاکنو ته له کاندیداتورۍ تېرېږي او هغه خپله لومړۍ مرستیاله کمالا هاریس دغو ټاکنو ته وړاندیز کړه او ملاتړ یې ترې اعلان کړ.

۸۱ کلن بایډن د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د متحده ایالتونو د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کېدو له سیالۍ څخه ګوښه کېږي.

بایډن په دې بیان کې چې په خپل ایکسپاڼه یې خپور کړی، لیکلي په داسې حال کې چې د دې د امریکا د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کېدو اراده درلوده، اوس په دې باور دی چې د ډیموکرات ګوند او د امریکا په ګټه به وي چې له سیالۍ ووځي.

هغه خپل ټاکنیز کمپاین په داسې حال کې پای ته ورساوه چې هغه د ډیموکرات ګوند د غړو تر سخت فشار لاندې و ځکه چې په وروستیو اوونیو کې د ډونالډ ټرمپ سره په لومړۍ مناظره کې کمزوری وبرېښېد.

جوبایډن په خپله وینا کې ټینګار کړی چې په پاتې میاشتو کې به د امریکا د ولسمشر په توګه پر خپلو دندو تمرکز لپاره له ټاکنو څخه ووځي.

نوموړی به د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر ۲۰مې د امریکا ولسمشر وي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په پنځمه نېټه ترسره کېږي.

بایډن د دیموکرات ګوند غړو ته په خطاب کې لیکلي: "د دې وخت دی چې سره راټول شو او ټرمپ ته ماتې ورکړو."

بایډن د ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر په یوه بل پوست کې له خپلې مرستیالې کمالا هاریس څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ویلې يې دي چې هغه یې ځایناستې نومانده ده.

بل لور ته له دې اعلان وروسته کمالا هاریس پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر د مالي مرستو د راټولولو غږ کړی دی.

مېرمن هاریس لیکلي، تر خپلې وسې پورې به د ډیموکرات ګوند او خپل ملت یووالي او د ډونالډ ټرمپ ناکامۍ ته هڅه کوي.

که چېرته ۵۹ کلنه هاریس د دیموکرات ګوند له خوا د سږ کال د نومبر میاشتې ټاکنو ته معرفي شي، د امریکا په تاریخ کې به لومړنۍ تور پوستې ښځه وي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته درېږي.

کمالا دیوي هاریس د ۱۹۴۶م کال د اکټوبر په شلمه د امریکا د کلفورنیا په اوکلنډ کې زېږېدلې ده.

د ولسمشر بایډن مرستیاله کمالا هاریس
د ولسمشر بایډن مرستیاله کمالا هاریس

د هغې مور چې د سینې د سرطان متخصصه وه، د هاریس له زېږون څو کاله مخکې له هنده امریکا ته کډواله شوې وه او پلار یې ډونالد هریس له جامایکا نه د تحصیل لپاره امریکا ته تللی و.

کمالا هاریس له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته په واشنګټن ډي سي کې هاوارد پوهنتون ته لار ومونده او په سیاسي علومو او اقتصاد کې یې خپلې زده کړې بشپړې کړې.

د لیسانس دورې له بشپړېدو سره هغه کالفورنیا ته وګرځېده او هلته یې په حقوقو پوهنځي کې زده کړې وکړې.

هاریس وروسته د الامدا ښار د څارنوالۍ په دفتر کې کار پيل کړ او په ۲۰۰۳م کال کې د فرانسیسکو ښار د څارنوالې په توګه وټاکل شوه.

هغه لومړنۍ تورپوستې اسیایي مېرمن وه چې دې مقام ته ورسېده.

نوموړې ۲۰۰۶م میلادي کال کې د امریکا د سنا جرګې غړې شوه او ۲۰۲۰م کال کې جوبایډن هغه د خپلې لومړۍ مرستیالې په توګه وټاکله.

ټاکل شوې چې د ډیموکرات ګوند کنګره چې ترڅ کې به یې د دې ګوند له خوا ولسمشریزو ټاکنو ته یو نوماند معرفي کېږي، د راتلونګې اګست میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې د ایلینوی ایالت په شیکاګو ښار کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG