د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

زيلينسکي له ډونالډ ټرمپ سره د اوکراين د جګړې په اړه خبرې کړي


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي چې، د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کاندید ډونالډ ټرمپ سره یې خبري کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، د جمهوريپال ګوند له کاندید ډونالډ ټرمپ سره په ټيلفوني خبرو کې یې موافقه کړې چې، له روسیې سره د تلپاتې سولې په اړه د خبرو لپاره له یو بل سره مخامخ وویني.

زیلینسکي دا خبره نن (شنبه) پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلې ده.

زیلینسکي په خپل ټویټ کې ټینګار کړی چې: "اوکراین به تل د روسیې په وړاندې د خپلې وړتیا په پیاوړتیا کې د متحده‌ایالتونو د مرستې ستاینه وکړي."

ده همداراز کښلي، د اوکراین پر ښارونو او کلیو د روسیې بریدونه هره ورځ دوام لري.

پر اوکراین د روسیې له یرغله، چې له کبله یې د دواړو خواو لسګونه زره کسان وژل شوي، اوس ۲۹ میاشتې وځي.

روسیه دا مهال د اوکراین شاوخوا ۱۷سلنه خاوره په ولکه کې لري.

ډونالډ ټرمپ هم د اوکراین له ولسمشر سره خبرې خورا ښه تماس وباله او ژمنه یې وکړه چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به د خبرو له لارې پای ته رسوي.

ښاغلي ټرمپ ویلي دي، که چېرې د نوومبر د پنځمې نېټې انتخابات وګټي نو د اوکراین جګړه به حتي مخکې له‌دې چې په جنورۍ کې رسماً په سپینه ماڼۍ کې واک ترلاسه کړي، پای ته ورسوي.

ده دا هم ویلي دي، که هغه مهال چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې اوکراین ته سرتېري لېږل، ولسمشر وای، نو جګړه به نه وای شوې.

د امریکا په انتخاباتو کې د جمهوريپالو نوماند په خپله ټولنیزه شبکه (ټورت) حقیقت کې په یوه پوسټ کې ژمنه کړې چې د ولسمشر په توګه به نړۍ ته سوله راوړي او هغه جګړه به پای ته ورسوي چې د ډېرو خلکو ژوند یې اخیستی دی.

ټرمپ زیاته کړه: "دواړه خواوې کولی شي پر یوې داسې موافقې خبرې اترې وکړي چې جګړه پای ته ورسوي او په نړۍ کې سوکالۍ ته لاره هواره کړي."

ټرمپ او زیلینسکي په‌داسې حال کې خبرې کړي چې د ټرمپ د بیا ولسمشر کېدو د احتمال په اړه په کییف او نورو اروپايي پلازمېنو کې اندېښنې زیاتې شوي دي.

د استازو په جرګه کې د جمهوريپال ګوند غړیو، چې له ټرمپ سره نژدې اړیکې لري، اوکراین ته د بایډن د ۶۱ میلیارد ډالرو مرسته څو میاشتې وځنډوله چې له کبله یې اوکرایني ځواکونه د مهماتو له کموالي سره مخامخ شول.

ځینې کارپوهان وايي، په اوکراین کې د مهماتو کمښت له روسیې سره مرسته وکړه چې ځمکني ځواکونه یې پرمختګونه وکړي.

XS
SM
MD
LG