د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د ناټو مشران اوکراین ته په مرستو خبرې کوي


د ناټو مشران
د ناټو مشران

د ناټو غړي هېوادونه پر دې سلا شوي چې اوکراین ته د راتلونکي ۲۰۲۵ کال لپاره ۴۳ میلیارده ډالره پوځي مرسته ورکړي، خو پر دې اختلاف شته چې ایا دا مرسته دې هرکال او پر له پسې ورکول کېږي.

د همدې اختلافونو په اړه د ناټو سازمان ۳۲ غړي هېوادونه نن په واشنګټن کې د خپلې سرمشریزې په دویمه ورځ بحثونه کوي.

د ناټو درې ورځنۍ سرمشریزه پرون سې شنبه پيل شوه او د پيل ویناوالو یې له اوکراین سره د روسیې د یرغل په وړاندې په جګړه کې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل، روسیه غواړي چې اوکراین د ځمکې له نقشې لیرې کړي، خو په وینا یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به دې هدف ته په رسېدو کې بریالی نه شي.

«په ګډه موږ داسې ایتلاف جوړ کړی چې اوکراین سره دریږي، په ګډه موږ اوکراین ته د پام وړ اقتصادي او بشري مرستې برابروو، په ګډه اوکراین ته د خپل ځان د دفاع لپاره وسلې لیږو. موږ اوکراین ته ټانکونه، زغره وال جنګي موټر، د هوایي دفاع سیستم، لرې واټن ویشتونکي توغندي او په میلیونونه مهمات ورکړي دي، تیروتنه مه کوئ، روسیه په دې جګړه کې ناکامه کیږي.»

د ناټو غونډه داسې مهال جوړیږي چې روسیې دوه ورځې وړاندې د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د ماشومانو پر یوه روغتون او څو نورو ښارونو خونړي بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۴۳ تنه په کې ووژل شول او شاوخوا دوه سوه نور ټپیان شول.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین نا موجه یرغل پیل کړی چې له همغه وخت د ناټو او په لویدیځ کې د نورو غونډو د بحث د سر موضوع د اوکراین پوځي او مالي ملاتړ وي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د ناټو د سرمشریزې د پيل مراسمو ته وویل، د اوکراین په جګړه کې د روسیې ناکامي، له دوی سره د ناټو په ژمنو پورې تړلې ده.

«پوتین به څومره نور دوام کوي؟ د دې پوښتنې ځواب همدلته په واشنګټن کې دی. دا ټول ستاسې په مشرتابه، غبرګون او اقدام پورې تړلي دي. تاسو باید همدې ورځو کې د ناټو په غونډه کې اقدام وکړی، د ناټو غونډه باید پياوړې وي، پياوړو پریکړو ته اړتیا ده، مونږ دې پریکړو ته په تمه یو او پر دوی ( ناټو) باندې حساب هم کوو.»

که له یوې خوا ناټو او لویدیځوال د روسیې په ضد له اوکراین سره دریږي، بل لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له خپلو متحدانو لکه شمالي کوریا، چین، ایران او هند سره د اړیکو د پیاوړتیا هڅې پيل کړي دي.

په واشنګټن کې د ناټو سرمشریزه به سبا پنجشنبه پای ته رسیږي او وبه لیدل شي چې دغه سازمان له اوکراین سره په دوامداره کلنیو مرستو سره یوه خوله کیږي او که به دا موضوع همداسې اختلافي پاته وي.

XS
SM
MD
LG