د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د ناټو او د اوکراین او انډو پسفیک هېوادونو مشرانو غونډه کړې


په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې د غونډې یو انځور
په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې د غونډې یو انځور

د ناټو د غړیو هېوادونو مشرانو په واشنګټن کې پرون پنجشنبې د سرمشریزې په درېیمه او وروستۍ ورځ د اوکراین او د انډو پسفیک د هېوادونو له مشرانو سره وکتل.

د ناټو د غړیو هېوادونو مشرانو پرون پنجشنبې په واشنګټن کې د جاپان، جنوبي کوریا، اسټرالیا، نیوزیلنډ او اوکراین له مشرانو سره وکتل.

د جرمني د ډي پي آې خبري آژانس د راپور له مخې د ناټو د غړیو هېوادونو مشرانو له دې مخکې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو له اوکراین سره د روسیې د یرغل په وړاندې د دفاع په چارو کې د نورو پوځي مرستو ژمنې وکړې.

په دغو مرستو کې د راتلونکي کال لپاره د ۴۳ میلیارد ډالرو مرستو په ژمنو کې د هوایي مدافعې سیسټمونه چې اوکراین ورته ډېره اړتیا لري هم شامل دي.

دغو مشرانو همدارنګه اعلان وکړ چې د اوکراین راتلونکې د ناټو په غړیتوب کې ده او دا لاره نه بدلېدونکې ده.

د ناټو د سرمشریزې وروستۍ ورځ پرون د دې ټلوالې بهرنیو اړیکو ته ځانګړې شوې وه.

په لومړۍ کتنه کې د انډو پسفیک له څلورو شریکانو، جاپان، جنوبي کوریا، آسټرالیا او نیوزیلينډ مشرانو ګډون کړی و او ورپسې د ناتو-اوکراین شورا غونډه ترسره شوه چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي هم په کې ګډون کړی و.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د جرمني صدراعظم اولاف شولز وویل چې د ناتټو سرمشریزه ډېره بریالۍ وه او زیاته یې کړه چې په دې سرمشریزه کې د ناټو د وړتیاوو او د دې ټلوالې د ځواک پر زیاتوالي او همدارنګه پر دفاعي چارو یې د زیاتو لګښتونو او د یوې بریالۍ د فاع د مخینوي پر ښه تنظیم خبرې وشوې.

د امریکا متحده ایالاتو او جرمني د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې لیرې واټن ویشتونکي کروز میزایل به په جرمني کې ځای پرځای شي ترڅو په اروپا کې د ناټو دفاعي وړتیا پیاوړې شي.

د جرمني صدراعظم پرون پنجشنبې خبریالانو ته وویل چې دوی پوهېږي چې په روسیه کې د نه باور وړ داسې وسلې زیاتې شوې چې د اروپا قلمرو ګواښي.

په عین حال کې د اروپا لپاره د روسیې د علومو اکاډمۍ د انسټېټیوټ رییس اندري ګرومیکو ویلي چې په جرمني کې د امریکا د منځنیو او لنډ واټن ویشتونکو توغندیو احتمالي ځای پرځای کېدا ښایي د درېیمې نړیوالې جګړې سبب شي.

د روسیې د تاس خبري آژانس د ګرومیکو له قوله ویلي چې که دغه توغندي په جرمني کې نصب شي، اروپا به د اتیایمې لسیزې حالت ته وروګرځي چې کولای شي درېیمه نړیواله جګړه له ځان سره ولري.

واشنګټن او برلین په ګډه اعلامیه کې ویلي چې متحده ایالات به په ۲۰۲۶م کال کې لیرې واټن ویشتونکي توغندي چې په اروپا کې د اوسنیو هغو پرتله به یې واټن ډېر اوږد وي، په جرمني کې ځای پرځای کړي.

XS
SM
MD
LG