د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې؛ ټرمپ بریا خپله کړه


د امریکا د ټاکنو له بهیره یو انځور
د امریکا د ټاکنو له بهیره یو انځور

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریپالو د ګوند کاندید پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ نژدې ده چې سپینه ماڼۍ وګټي.

ټرمپ دغه بري ته وروسته له هغې نژدې شو چې، په دوو برخلیک ټاکونکو ایالتونو، شمالي کارولینا او جورجیا ایالتونو کې ګټونکی اعلان شو.

په‌دې سره د هغه سیالې د ډیموکرات ګوند د کاندیدې د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس لپاره د بري چانس ډېر لږ شوی دی.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له‌مخې چې د دغو انتخاباتو بهیر له نژدې څاري، ټرمپ ۲۴۶ الکټرال کالجونه یا د انتخاباتي پلاو رایې ګټلي دي.

هاریس تر اوسه ۲۱۰ رایې خپلې کړې دي.

د دې لپاره چې یو کاندید د انتخاباتو ګټونکی اعلان شي، لږ تر لږه د ۲۷۰ الکټرال کالج یا د انتخاباتي پلاو د رایو ترلاسه کولو ته اړتیا لري.

په نورو برخلیک ټاکونکو ایالتونو، اریزونا، میشیګان، نیوادا، پنسلوانیا او ویسکانسن ایالتونو کې ټرمپ په لږ توپیر له خپلې سیالي کامالا هریس څخه مخکې دی، چې د نوموړې هغه هیلې چې ښایي د رایو نتیجې بدلې شي، مړاوې کوي.

د ټرمپ انتخاباتي ټیم بیګا نیمه شپه وویل چې، نوموړی به په فلوریدا کې له خپل هستوګن ځای څخه پالم بیچ کې انتخاباتي مرکز ته لاړ شي ترڅو خپلو پلویانو ته وینا وکړي.

د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو نقشه
د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو نقشه

په عین حال کې د مېرمن هاریس انتخاباتي کمپاین ویلي، نوموړې به دې ته منتظره پاتې شي ترڅو ټولې رایې شمېرل شوې نه‌وي او بیا به نن چهارشنبې د ورځې په وروستیو کې ملت ته وینا وکړي.

په دغو انتخاباتو کې رایې ورکونکو همدارنګه د کانګرس د دواړو جرګو، د استازیو جرګې د ټولو ۴۳۵ غړیو او د سل کسیزې سنا جرګې د ۳۴ غړیو د غوره کولو لپاره رایې ورکړې.

د لومړنیو شمېرو له‌مخې د سنا جرګې چې ډیموکراټانو په‌کې په لږ توپیر اکثریت درلود په دغې جرګې کې هم اکثریت خپل کړی دی.

د امریکا د شاخوا ۳۳۴ ملیونه نفوس له اتلسو کلونو پورته شاوخوا ۲۵۰ ملیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر ښودل شوي او د شمېرو له‌مخې د نومبر له پنځمې یعنې د انتخاباتو له ورځې مخکې شاوخوا نوي ميلیون وګړو خپلې رایې د پوستې له لارې یا حضوري کارولي دي.

تمه کېږي چې د رایې ورکونکو شمېر به چې د احصایي د ملي ادارې د شمېرو له‌مخې په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې لوړ و، دا ځل هم زیات وي.

په ۲۰۲۰ م کال کې چې د امریکا په ګډون په نړۍ کې د کویډ ـ۱۹ ناروغې نوې خپره شوې وه، شاوخوا ۱۵۸ميلیونه او څلور لکه رايه ورکونکو چې د ټولو مستحقو رايه ورکونکو ۶۶،۸سلنه بلل شوي، خپلې رایې کارولې وې چې دا د امریکا په انتخاباتو کې د خلکو تر ټولو پراخ ګډون بلل شوی.

د انتخاباتو فدرالي چارواکو له انتخاباتو یوه ورځ مخکې د نوامبر په ۴مه خبرداری ورکړی و، چې سیالیو ته په ورنژدې کېدو سره روسیې او ایران هڅې زیاتې کړي چې پر دغو انتخاباتو خپل نفوذ خپور کړي او په رايه ورکونکو کې اختلافات رامنځته او هغوی د انتخاتي چارواکو پرضد تاوتریخوالي ته ولمسوي.

که ټرمپ چې په ۲۰۲۰ م کال کې یې انتخابات اوسني ولسمشر جوبایډن ته بایللي، د دغو انتخاباتو ګټونکی اعلان شي، نوموړی به د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه د سپینۍ ماڼۍ واګې ترلاسه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG