د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۰

نړۍ

په امریکا کې د ولسمشرۍ د تاریخي انتخاباتو لپاره د رایو ورکولو بهیر پیل شوی

په امریکا کې د انتخاباتو له بهیره یو انځور
په امریکا کې د انتخاباتو له بهیره یو انځور

په امریکا کې د ولسمشرۍ د تاریخي انتخاباتو لپاره د رایو ورکولو بهیر پیل شوی او د اوو مهمو برخلیک ټاکونکو ایالتونو په ګډون د امریکا ټول خلک نن خپلې رایې وکاروي.

د سږنیو انتخاباتو نتایج به په اوکراین کې د روسیې پر جګړه، د منځني ختیځ پر کړکېچ او د اقلیمي بدلون په ګډون پر نورو نړیوالو مسایلو هم اغېز ولري.

د رایو ورکولو مرکزونه نن په ختیځو ایالتونو کې د سهار په پنځو بجو پرانیستل شول او تمه ده چې د الاسکا او هاوايي په څېر په لوېدیځو ایالتونو کې به د شپې تر ناوخته پورې دوام وکړي.

نظرپوښتنې ښيي چې د جمهوري ریاست د څوکۍ د ګټلو لپاره د ډیموکرات ګوند د کاندیدې، د ولسمشر د مرستیالې کمالا هاریس او د جمهوریپال ګوند د کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ مبارزه اوږه په اوږه مساوي روانه ده.

د دې انتخاباتو د نتایجو اعلان ښايي څو ورځې وخت ونیسي، ځکه د پنسلوانیا په څېر په ځینو ایالتونو کې د پوستې له لارې د رایې ورکولو پروسه ځنډنۍ ده.

د امریکا د احصایې د بیورو د معلوماتو له مخې، په دې انتخاباتو کې به د خلکو د ګډون کچه حتی د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کال پرتله چې ډېره لوړه وه هم اوچته وي.

که دا انتخابات مېرمن هریس وګټي نو د امریکا د تاریخ لومړۍ ښځينه ولسمشره به وي او که یې ټرمپ وګټي نو لومړنی ولسمشر به وي چې له یوې دورې وروسته دوهمه دوره بایلي، خو د انتخاباتو په درېیمه دوره کې بیا بریالی کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د عمران خان پلویانو ته د پاکستان د صدراعظم خبرداری

د پاکستان د پخواني او زنداني صدراعظم عمران خان د پلویانو لاریون
د پاکستان د پخواني او زنداني صدراعظم عمران خان د پلویانو لاریون

د پاکستان د پخواني او زنداني صدراعظم عمران خان پلویانو د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد له شمال لوېدیځ څخه د اسلام‌اباد پر لور خپل لاریون پیل کړ او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه‌یې وکړه.

دا لاریون وروسته له هغه پیل شو چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او حکومتي چارواکو ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د عمران خان د خوشې کېدو په هدف څو پړاو خبرې بې‌نتیجې پای ته ورسېدې.

شهباز شریف خبرداری ورکړ چې د اعتراضونو دوام د هېواد اقتصاد ته زیان رسولای شي او زیاته‌یې کړه چې حکومت د خلکو د سر او مال د خوندیتوب مسؤلیت لري.

پاکستاني چارواکي له څو اوونیو راهیسې اسلام‌‌اباد ته د معترضانو د احتمالي ننوتلو لپاره چمتووالی نیسي.

عمران خان چې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې په زندان کې دی، پرې د فساد په ګډون یو شمېر تورونه لګول شوي چې ده او حقوقي ډلې یې رد کړي او هغه‌یې سیاسي انګېزه بللي دي.

د م. م سرمنشي اسلام‌اباد ته سفر کې د منځني ختیځ د جګړې د پای غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پاکستان ته د خپل سفر پر مهال، د پاکستان له مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره ولیدل.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پاکستان ته د خپل سفر پر مهال، د پاکستان له مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره ولیدل.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پاکستان ته د خپل سفر پر مهال په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

ګوترېش د سې ‌شنبې په ورځ «د تلې په ۱۴مه» په اسلام‌‌اباد کې خبریالانو ته وویل: "موږ یوازې هیله کولای شو چې د پاکستان هڅې دوام وکړي، بریالۍ شي او په پای کې په منځني ختیځ کې سوله ټینګه شي."

پاکستان په جون میاشت کې د ایران او امریکا ترمنځ په هغې هوکړه کې د منځګړي رول لوبولی و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌یې جګړه ودروله.

ګوترېش زیاته کړه: "غواړم ټولو خواوو ته روښانه پیغام ورکړم: جګړه پای ته ورسوئ، ډیپلوماسۍ ته مخه کړئ او د نړیوالو قوانینو له مخې د سمندري تګ راتګ حقونه او ازادۍ په بشپړ ډول بېرته تأمین کړئ."

دغه جګړه چې د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیل له لوري په بریدونو سره پیل شوه، په ټپه درېدلي حالت کې ده.

په دې وروستیو کې په هرمز تنګي کې د ځینو پېښو په تړاو ایران او امریکا د یو بل پر اهدافو د بریدونو راپورونه ورکړي دي.

د فزیک د نوبل جایزه بلجیمي-امریکایي ساینس پوه فرانسیس هالزن وګټله

د بلجیمي-امریکایي ساینس پوه فرانسیس هالزن د غوراوي کمېټه
د بلجیمي-امریکایي ساینس پوه فرانسیس هالزن د غوراوي کمېټه

بلجیمي-امریکایي ساینس پوه فرانسیس هالزن د ۲۰۲۶ کال د فزیک د نوبل جایزه وګټله.

د نوبل جایزې د غوراوي کمېټې د سې‌ شنبې په ورځ «د تلې په ۱۴مه» وویل چې نوموړي دا جایزه د داسې یوه څارونکي مرکز د جوړولو لپاره ترلاسه کړه چې په کایناتو کې د نیوټرینو په نوم د ډېرې لوړې انرژۍ لرونکي واړه ذرات کشفوي او د هغوی د رامنځته کېدو سرچینه معلوموي.

۸۲ کلن هالزن وموندله چې د جنوبي قطب له پاکو او ژورو یخونو څخه د دغو ذراتو د موندلو او څارلو لپاره کار اخیستل کېدای شي.

نیوټرینو ته کله ناکله "اروايي ذرات" هم ویل کېږي، ځکه دا ذرات له ځمکې او حتی د انسان له بدن څخه داسې تېرېږي چې تقریباً هېڅ نښه نه‌پرېږدي او ډېر کم له نورو موادو سره ټکر یا تعامل کوي.

د سویډن د علومو شاهي اکاډمۍ ویلي چې د هالزن څېړنو "د کاینات پوهنې یوې نوې بڼې" ته لاره هواره کړې ده.

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د طب د نوبل جایزه د امریکا او جرمني درېیو ساینسپوهانو ته د اپټوژنېټیک په برخه کې د هغوی د څېړنو له امله ورکړل شوه.

اپټوژنېټیک هغه تخنیک دی چې د عصبي سېګنالونو د کنټرول لپاره په‌کې له رڼا څخه کار اخیستل کېږي.

د نوبل نورې، د کیمیا جایزه به د چهارشنبې او د ادبیاتو د پنجشنبې په ورځو او د نوبل د سولې جایزې ګټونکی به د جمعې په ورځ اعلان شي.

د نوبل د جایزې ګټونکي به د ډسمبر په ۱۰مه په رسمي مراسمو کې خپلې جایزې ترلاسه کړي.

په هره جایزه کې یو ډیپلوم، د سرو زرو مډال او ۱۲ میلیونه سویډني کرون چې شاوخوا ۱،۲ میلیونه امریکايي ډالر کېږي، شامل دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن اسلام اباد ته تللی

انتونیو ګوتیریش اسلام اباد کې
انتونیو ګوتیریش اسلام اباد کې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن اسلام اباد ته تللی او تمه ده هلته له لوړپوړو پاکستان چارواکو سره وګوري.

ښاغلی ګوتیریش داسې وخت پاکستان ته تللی چې دا هېواد له یو لړ سیاسي او ټولنیزو فشارونو سره مخ دی.

د پخواني بندي صدراعظم عمران خان لسګونه زرګونه پلویانو مظاهره پیل کړي او اسلام اباد ته روان دي.

اخوا بیا پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم چټکه کړې او په دې اړه یې د ملګرو ملتونو پرلپسې غوښتنې له پامه غورځولي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې ۶۶ زره افغانان له پاکستان څخه په جبري توګه ایستل شوي دي.

د امریکا ولسمشر د ۱۳ کسانو د وژنې د عامل د اعدام لپاره د ډزو د ډلګیو د کارونې امر کړی

پخوانی امریکایي پوځي ندال حسن
پخوانی امریکایي پوځي ندال حسن

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۱۳ کسانو د وژنې د عامل د اعدام لپاره د ډزو د ډلګیو د کارونې امر کړی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پرنل سه شنبه وختي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پخواني امریکایي پوځي ندال حسن په ۲۰۰۹ کال کې د ټکزاس په فورټ هوډ کې دیارلس پوځیان په ډزو ووژل او ۳۲ نور یې ټپیان کړل.

پرنیل وویل چې د امریکا د دفاع وزیر (جګړې وزیر) پيټ هګسټ په وړاندیز ولسمشر ټرمپ د ندال د اعدام لپاره د ډزو ډلګیو د کارونې امر ورکړ.

د امریکا دفاع وزیر به د ندال حسن د اعدام وخت او ځای ټاکي.

د راپورونو له مخې ندال حسن په عراق او افغانستان د امریکا د بریدونو مخالفه و او د شان پرنیل په خبره د ۱۳ امریکایي پوځیانو د وژنې پر وخت یې د «الله اکبر» نارې وهلې.

په امریکا کې وروستۍ څو لسیزې د ډزو د ډلګیو په وسیله اعدامونه ډېره مخینه نه لري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی، بنون سیوان ومړ

د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی خاص استازی بنون سیوان
د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی خاص استازی بنون سیوان

د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانی ځانګړی استازی، بنون سیوان په ۸۸ کلنۍ کې ومړ.

د قبرس رسنیو راپور ورکړی چې سیوان د اکتوبر په ۵مه، د دوشنبې په ورځ، د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې وفات شوی دی.

په ۱۹۸۸ کال کې، دغه قبرسي ډیپلوماټ د افغانستان د بحران د حل په بهیر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي د دفتر د رییس او لوړ پوړي سیاسي سلاکار په توګه وټاکل شو، او په ۱۹۹۰ کال کې یې د افغانستان په اړه د جنیوا د هوکړه لیکونو د پلي کېدو د څارنې مسؤلیت پر غاړه درلود.

په ۱۹۹۱ کال کې، سیوان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او اقتصادي مرستو د پروګرامونو د عمومي همغږي کوونکي په توګه وټاکل شو.

هغه په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال، له افغانستان څخه د پخواني شوروي د ځواکونو پر وتلو، د جنیوا د هوکړه لیکونو پر پلي کېدو او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ډپلوماټیکو هڅو کې ښکېل و.

د عمران خان پلویانو د اسلام اباد په لور لاریون پیل کړ

د عمران خان زرګونه پلویانو خپل لاریون پيل کړی
د عمران خان زرګونه پلویانو خپل لاریون پيل کړی

د عمران خان زرګونه پلویانو د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په لور خپل لاریون پیل کړ.
د تحریک انصاف بنسټګر او د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان له ۲۰۲۳ کاله بندي دی.

د خان پلویانو له یکشنبې خپل لاریون پیل کړی او وایي د خپل رهبر خلاصون غواړي.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د خبرو لپاره پېښور ته تللی و د جوړجاړي د هڅو تر ناکامېدو وروسته ویلي چې لاریونوال اسلام اباد ته نه پرېښودل کېږي.

دوه کاله مخکې هم د تحریک انصاف ګوند له خوا پراخې مظاهرې له حکومتي ځواکونو سره په تاوتریخوالي واوښتې.

نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه ناسته پیلیږي

د مسکو فارمټ د یوې پخوانۍ ناستې انځور
د مسکو فارمټ د یوې پخوانۍ ناستې انځور

نن د روسیې په کوربه توب د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي ناستې اتمه دوره ترسره کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان، هند،ایران،قزاقستان،چین،قرغزستان،پاکستان،تاجکستان،ازبکستان استازي د روسیې په کوربه توب دې ناسته کې ګډون کوي.
د بیان په اساس تمه ده د سیمې د هېوادونو په اقتصادي او سیاسي اړېکو سربېره د ترهګرۍ او مخدره موادو ضد سیمه ییزو اهدافو باندې بحثونه وشي.

د افغانستان لپاره د روسیې د جمهوري ریاست خاص استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د رامنځته شویو کړکېچونو د هواري لپاره هڅې کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دې ناستې کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ مسکو ته ته تللی.

په هند کې د انتخاباتو د کمیسیون د یو لړ اقداماتو پر ضد پراخ لاریونونه روان دي

هند کې د ټاکنو کمیسیون پر ضد د لاریون یوه برخه
هند کې د ټاکنو کمیسیون پر ضد د لاریون یوه برخه

یکشنبه چې د مظاهرو دریمه ورځ وه زرګونه ځوانانو او د مخالف ګوند غړیو په نوې ډهلي او ممبۍ کې د رای ورکوونکو د نوملړ د اصلاحاتو او د هند د انتخاباتو د کمیسیون د مشر ګیانش کومار پر ضد سړکونو ته وتلي وو.

پولیسو ګن مظاهره چیان نیولي چې تر لنډې مودې وروسته یې خوشې کړي خو د ځینو نیول شویو پر ضد دوسیې هم ثبت شوي.

لاریونوال وایي چې د انتخاباتو کمیسیون د صدراعظم ناریندرا مودي د واکمن ګوند بهارتیا جاناتا په پلوۍ د رای په شرایطو برابر میلیونونه کسان د رایې ورکولو له حقه محروم کړي.

خو د ټاکنو کمیسیون وایي چې دوی د ټاکنو د ښه ترسراوي او خوندیتوب په هدف د رای ورکوونکو نوملړ اصلاح کوي تر څو تکراري نومونه او د مړیو او یا هغو خلکو نومونه لرې شي چې د رایو په شرایطو برابر نه دي.

د دوشنبې په ورځ هم مخالفو ګوندونو د ټاکنو د کمیسیون په وړاندې د ډموکراسۍ د ژغورلو په شعار سره د مظاهرو غږ کړی.

امریکا دوه ایراني ډپلوماټان له خپلې خاورې وایستل

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې کې د ایران پلاوی - عکس د تېرې اوونۍ دی
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې کې د ایران پلاوی - عکس د تېرې اوونۍ دی

امریکا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د ایران د پلاوي دوه شامل ډپلوماټان وروسته له هغه له دغه هېواد وایستل چې د امریکا له خاورې د وتلو امر یې له پامه غورځولی و.

د راپورونو له مخې امریکا دا دوه ډپلوماټان د شنبې په ورځ له خپلې خاورې وایستل.

دا دوه ایراني ډپلوماټان د عمومي اسمبلې له پای ته رسېدو وروسته لا هم په نیویارک کې پاتې وو.

امریکایي چارواکو تېره دوشنبه په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ ته امر کړی و چې د ایران د پلاوي ټول غړي باید ژر له امریکا ووځي.

د ایران استازولۍ ته د جمعې په ورځ هم خبر ورکړل شوی و چې دوی په نیویارک کې د ایران د پلاوي د دوو غړو له پاتې کېدو خبر دي او باید ژر ووځي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG