نړۍ
د ايران له لوري د ټرمپ د وژنې هڅه؛ امريکا يې جزيات خپاره کړل
د امریکا د متحدایالتونو عدلیې وزارت د هغې دسیسې جزیات خپاره کړل چې ویل کېږي ایران د امریکا د نوامبر د پنځمې نېټې تر انتخاباتو مخکې غوښتل چې ډنالډ ټرمپ ووژني.
عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه یو پنځوس کلن فرهاد شاکري تورن شوی چې، ده ته د ایران سپاه پاسداران انقلاب دنده سپارلې وه چې د ټرمپ د وژلو پلان جوړ کړي.
شاکري تر اوسه نهدی نیول شوی او د امریکا د حکومت په وینا احتمالا په ایران کې دی.
په نیویارک کې محکمې وویل چې، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یوه رسمي مقام په سپتمبر میاشت کې شاکري ته لارښوونه کړې وه چې د ټرمپ د وژلو لارې چارې ولټوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جنوبي کوریا: د امریکا په اړه بهرنۍ پالیسي به پر خپل حال پاتې وي
د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر چو تای یول وايي، له متحدو ایالتونو سره د شراکت پر اساس به د دغه هېواد بهرنۍ پالیسي پر خپل حال پاتې وي.
د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی لوړ رتبه ډیپلوماتان د متحدو ایالتونو، جاپان او چین له سفیرانو سره وکتل څو د ولسمشر تر استیضاح وروسته د ایجادېدونکي وضعیت په باب توضیحات ورکړي.
دا څرګندونې داسې وخت شوي، چې تر دې څو ساعته مخکې د جنوبي کوریا د ولسمشر یون سوک یول د استیضاح لپاره په پارلمان کې رایه واخیستل شوه.د پارلمان له دریو دوه برخې غړو د اپوزیسیون د لوی ګوند له خوا وړاندې شوې لایحې ته چې له مخې یې ولسمشر یون سوک یول استیضاح کېږي رایه ورکړه.
دا په داسې حال کې ده چې نن یوځل بیا زرګونه کسان د ولسمشر خلاف د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې لارو سړکونو ته راووتل.
تېره اونۍ د ولسمشر د استیضاح لپاره دغه ډول هڅه وروسته له هغه له ناکامۍ سره مخامخ شوه چې د ولسمشر تر مشرۍ لاندې ګوند دا پروسه بایکاټ کړه، خو نن د پارلمان د ۳۰۰ غړو له جملې ۲۰۴ د ولسمشر د استیضاح د پروسې د پیل لپاره د دې لایحې په پلوي رایې ورکړې.
د جنوبي کوریا زرګونو وګړي تېره اونۍ هم وروسته له هغې د پلازمېنې سیول سړکونو ته راووتل چې ولسمشر د لنډمهاله پوځي حالت په اعلان سره سرتېري او څرخي الوتکې پارلمان ته ولېږل. اعتراض کوونکو د ولسمشر د استعفا او زنداني کولو غوښتنه کوله.
د ملګروملتونو استازي د سوریې د سیاسي ادارو د خوندیتوب غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو یوه استازي نن له بهرنیو قدرتونو غوښتنه وکړه، چې د سوریې د اساسي ادارو د ړنګېدو د مخنیوي لپاره کار وکړي. دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح کېږي، چې تېره یکشنبې د بشارالاسد حکومت ړنګ او د سوریې د حکومت وسله والو مخالفانو پر قدرت ولکه ټینګه کړه.
د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي ګییر پیدرسن Geir Pedersen په عین حال کې په سوریه کې د داسې یوې باوري او ټولګډونه سیاسي پروسې ملاتړ وکړ، چې له مخې یې په سوریه کې نوی حکومت جوړ شي. پیدرسن ویلي "موږ غواړو دا خبره یقیني کړو، چې د سوریې دولتي ادارې نه ړنګېږي او خلکو ته د امکان تر حده ژر بشري مرستې رسول کېږي."
په همدې حال کې ټاکل شوې چې د اردن د سره سمندرګي په ساحلي ښار العقبه کې نن (د لیندۍ ۲۴مه) د عرب هېوادونو، ترکیې، اروپايي ټولنې او د امریکا د متحدو ایالتونو ډیپلوماټان د سوریې پر وضعیت خبرې وکړي.
اروپايي ټولنه له سوریې سره ډیپلوماتیک اړيکي ټینګوي
د اروپايي ټولنې یوه چارواکي ویلي، دغه ټولنه به ډېر ژر د سوریې له نویو واکمنانو سره ډیپلوماتیک تماسونه ایجاد کړي.
د سوریې د نوي حکومت مشري د هیئت تحریر شام په نوم یوه افراطي ډله کوي. دغه اروپايي چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط خبرې کولې، پرون (د لیندۍ ۲۳مه) ویلي: هغه څه چې دا مهال ورباندې غور کوو دا دي، چې د سوریې له نویو واکمنانو سره تماسونه ایجاد او د خپلو توقعاتو په اړه پیغامونه ورولېږو. هغه ویلي، چې دغه تماسونه به یوازې په کاري ساحه کې وي او هیله ده ژر ټینګ شي.
د اروپايي ټولنې دغه چارواکي ویلي په هغو غوښتنو کې چې دغه ټولنه یې لري یوه په سوریه کې د اقلیتونو خوندیتوب او یوه ټولګډونه سیاسي انتقال ته د زمینې برابرول او د ټروریزم په وړاندې مبارزه ده. د هیئت تحریر شام ډلې په مشرۍ افراطي وسله والو تېره یکشنبه دمشق ونیوه او د بشارالاسد رژیم یې نسکور کړ. دوی د سې شنبې په ورځ محمد البشیر د سوریې د لنډمهاله حکومت د مشر په توګه وټاکه.
د غزې چارواکي: د اسراییلو په حملو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ زرو ته نژدې شوی
د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت پرون (دلیندۍ ۲۳مه) اعلان وکړ، چې د غزې په تړانګه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ په څه باندې ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴زره ۸۷۵ ته ورسېد.
متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه تندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي. په دغو شمېرو کې د مخکنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۴۰ وژل شوي کسان هم شامل دي. د غزې روغتیا وزارت وايي د ټپیانو شمېر ۱۰۶زره ۴۵۴ ته رسېدلی دی.
په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.
لویدیځ او د منځني ختیځ هېوادونه د سوریې د وضعیت په اړه بحث کوي
اردن به نن شنبې د سوریې په اړه په لوړه کچه د امریکا، اروپایي اتحادیې، ترکیې او عربي ډیپلوماټانو د یوې غونډې کوربه وي.
دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغې جوړیږي چې د دمشق په ګډون په ټوله سوریه کې خلکو له قدرت څخه د بشار اسد د کورنۍ لیرې کیدل په اورلوبو او جشنونو سره ولمانځل اودا ورځ یې “د بریا جمعه” وبلله. د اسد د قبیلې له نیمې پیړۍ ډېره مستبده واکمنۍ د تیرې یکشنبې په ورځ ناڅاپه هله ړنګه شوه چې یاغیانو په ټول هیواد کې د چټک پرمختګ په ترڅ کې پلازمینه دمشق هم ونیوه.
د امریکا او ترکیې په ګډون د سیمې یوشمیرهیوادونو ډیپلوماتیکې هڅې تیزې کړي ترڅو په سوریه کې د قدرت انتقالي بهیر په سوله ییز ډول ترسره او یو غیرفرقه یي، ټولګډونه حکومت رامنځ ته شي. د نړۍ د اوو پرمختللو هیوادونو یا جي اوه ډلې مشرانو هم پرون (د لیندۍ ۲۳مه) په یوه مجازي غونډه کې د سوریې پر روان وضعیت خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې د قدرت لیږد به د یوه ټولګډونه سوله ییز او منظم بهیرله لارې ترسره شي.
ایران: د نسرین ستوده مېړه ونیول شو
د ایران امنیتي ځواکونو د بشري حقونو د مخکښې فعالې نسرین ستوده مېړه نیولی دی.
د دوی لور مهراوه خندان پرون پر خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل چې پلار یې رضا خندان سهار مهال په تهران کې له خپل شخصي کور څخه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
په عین حال کې مېرمن ستوده د آزادۍ راډیو فردا څانګې ته ویلي دي چې مېړه یې د ۱۳۹۷ کال د یوې قضیې په تړاو نیول شوی دی خو نوموړې زیاتوي چې ښاغلی خندان په هغه قضیه کې بښل شوی و.
مېرمن ستوده د چارواکو دا اقدام غیرقانوني بللی دی.
روسي ځواکونه د اوکراین پوکروفسک ښار ته نږدې شوي
راپورونه وايي چې روسي ځواکونه د اوکراین ختیځ ستراتیژیک ښار پوکروفسک Pokrovsk ته نژدې شوي دي.
ډیپ سټېټ آنلان ویبپاڼه چې د ځواکونو د موقعیت نقشې ښيي، راپور ورکوي چې روسي ځواکونه د پنجشنبې په ورځ د پوکروفسک له جنوبي څنډې څخه یوازې درې کیلومتره لیرې وو.
په عین حال کې د اوکراین د پوځ جګپوړي چارواکي جنرال اولیکساندر سیرسکي پرون پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې د روسي یرغلګرو پرضد د جګړې په ډګر کې د اوکراین د دفاعي ځواک د پیاوړي کولو لپاره باید نامتعارفې پرېکړې وشي.
له بلې خوا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي چې تېره پنجشنبې د جبهې په لومړۍ کرښه کې د سرتېرو لیدو ته ورغلی و، سیمې ته د مرستندویو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې.
روسې داسې مهال په اوکراین کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډيپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شوي او ښکېل اړخونه غواړي دا جګړه، چې په اروپا کې یې په تېرو څو لسیزو کې ساری نه دی لیدل شوی پای ته ورسوي.
جي ۷ ډله په سوریه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کوي
د نړۍ د اوو پرمختللو هیوادونو یا جی اوه ډلې مشران نن جمعه د (ډیسمبر۱۳مه) په یوه مجازي غونډه کې په سوریه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کوي.
په سوریه کې د بشاراسد د رژیم له ړنګیدو وروسته موقت حکومت ژمنه کړې چې د قانون واکمني به ټینګوي.
دغو مشرانو ویلي، په سوریه کې د یوه ټولګډونه، غیرفرقه یې حکومت د رامنځ ته کیدو پرلور د انتقالي بهیر ملاتړکوي.
دوی د ښځو او لږکیو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د ملاتړ د غوښتنې ترڅنګ په دې ټینګارکړی چې د اسد له رژیم سره دې د ترسره کړو جنایتونو په خاطر حساب کتاب وشي.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې د سوریې په نژدې څوارلسه کلنه کورنۍ جګړه کې له پنځو لکو زیات کسان وژل شوي، په میلیونونو کډوال شوي او د اسد درژیم په زرګونو مخالفان زنداني شوي یا وژل شوي دي.
د هیئت تحریر شام ډلې HTS په مشرۍ د افراطي ډلې نویو واکمنانو د اسد د واکمنۍ د قربانیانو لپاره د عدالت د تامین ژمنه کړې ده.
د دې ډلې مشر ابو محمد الجولاني، چې اوس له خپل اصلي نوم احمد الشرع څخه کار اخلي، له هیوادونو څخه غوښتي دي چې هر هغه مجرم دې بیرته وروسپاري چې د دوی هیواد ته ورغلی وي.
هغه ویلي، دا دې کار هدف د عدالت تامین دی.
فلسطیني چارواکي: د اسراییل په هوايي برید کې ۷ ماشومان وژل شوي
د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي په غزې تړانګه کې د اسراییل په تازه هوايي حملو کې د ۷ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د چهارشنبې په ورځ په لوی اکثریت هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې په غزه کې د فوري اوربند غوښتنه په کې شوې ده.
د رویټرز اژانس د خبر له مخې، له وړمې شپې تر پرون پنجشنبې پورې یوه حمله پرون په النصیرات کې د کډوالو په کمپ کې پر یوه کور شوې ده.
دا خبره دیرالبلح ښار ته نږدې چې دا مرګ ژوبله په کې پېښه شوې د الاقصی د شهیدانو په نوم روغتون کړې ده.
په دوو نورو حملو کې ۱۵ هغه سړي وژل شوي، چې د محلي کمېټو غړي وو او دا کمېټې د مرستو د کاروانونو د خوندیتوب لپاره ګمارل شوې وې.
د ملګرو ملتونو په تازه تصویب شوي پرېکړه لیک کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ملاتړ هم شوی، چې اسرائیل یې پر فعالیت بندیز لګولی دی.
بلینکین له اردوغان سره د سوریې په اړه خبرې وکړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، چې منځني ختیځ ته په سفر تللی، د پنجشنبې په ورځ له اردن څخه انقرې ته ورسېد او د اسنبوغا په هوایي ډګر کې یې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ولیدل.
د ترکیې د ولسمشر د دفتر په وینا، رجب طیب اردوغان په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې هېواد یې د خپل «ملي امنیت» لپاره په سوریه کې د ټولو هغو سازمانونو پر وړاندې چې ترهګر یې ګڼي، مخنیوونکي اقدامات ترسره کوي.
اردوغان همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سوریې د ادارو د بیا رغونې لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.
له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې انتوني بلینکن په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او په سوریه کې د واک لېږد په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې یو ځواب ویونکي او ټولشموله حکومت دې رامنځته شي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترک سیال هاکان فیدان سره نن جمعه خبرو ته دوام ورکړي.
د رویټرز خبري اژانس پر اساس، امریکا او ترکیه دواړه د بشار اسد د حکومت د مخالفانو ملاتړ کوي، خو «د سوریې دیموکراتیک ځواکونو» په نامه د کردانو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات لا هم دوام لري.