د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

د معلولينو ستونزې او شکايتونه؛ يوشمېر معلولين: د زده‌کړو لرلو سره بې‌کاره يو


له ارشيفه د يوشمېر معلولينو انځور
له ارشيفه د يوشمېر معلولينو انځور

په افغانستان کې ځینې معلولین د بېلابېلو ستونزو په ځانګړې توګه د کار له کمښته شکایتونه کوي.

"زه فعلا د ۱۳ کسیزې کورنۍ سرپرست یم، ۱۰ افغانۍ نه‌‌‌‌لرم، خپل واړه ماشومان مې ښوونځي ته له تګه راګرځولي او پرې کار کوم، مجبور یم، زه خپله لېسانس یم
يو تن معلول

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی شفیق چې یو لاس یې معلول دی او خپلې ۱۳ کسیزې کورنۍ سرپرست دی د دوشنبې په ورځ یې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، سره له‌‌‌دې چې په اداره او ډیپلوماسۍ برخه کې د لیسانس تر کچه یې زده‌‌‌‌کړې کړي، خو لا هم اوزګار دی او شدیدو اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان دی.

هغه وايي: "زه فعلا د ۱۳ کسیزې کورنۍ سرپرست یم، ۱۰ افغانۍ نه‌‌‌‌لرم، خپل واړه ماشومان مې ښوونځي ته له تګه راګرځولي او پرې کار کوم، مجبور یم، زه خپله لېسانس یم که چېرته راته چوکيداري هم پیدا شي کار کوم، له دولته زموږ غوښتنه دا ده، هغه معلولین چې کولای شي یو کسب زده‌‌‌‌کړي او له‌‌دې لارې خپلې کورنۍ او هېواد ته کار وکړي، دوی ته دې د مسلکي برخه کې روزنه ورکړي."

د کندوز ولایت اوسېدونکی شاه اغا چې د ماین د چاودنې له امله یې پښه معلوله شوې، د خپلو ستونزو په اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "زما کولمې پنځه ځایه قیچي شوي دي او چا راسره مرسته هم نه‌ده کړې، سر مې لا هم ټپي دی، فعلا له هر چا پور اخلم او خرڅه پرې برابروم، د کورنۍ د غړو شمېر مې هم زیات دی، روزګار مې ډېر خراب دی یو خراب چپه شوی موټر لرم چې د هغه د رغولو او ترمیم وسه مې هم نه‌شته او بل څوک هم خپل موټر نه راکوي چې ویې چلوم او کار پرې وکړم، احتیاج و محتاج یم، نوره وسه هم نه‌لرم چې بل موټر واخلم، ویې چلوم او خپلو روزګار پرې مخته بوځم."

په افغانستان کې ځینې معلولین د بېلابېلو ستونزو په ځانګړې توګه د کار له کمښته شکایتونه کوي.
په افغانستان کې ځینې معلولین د بېلابېلو ستونزو په ځانګړې توګه د کار له کمښته شکایتونه کوي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې په افغانستان کې د ناروې کمېټې عمومي مشر تاریا واتردال د پنج‌شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې ویلي چې، ډېری معلولین په افغانستان کې په انزوا کې ژوند کوي او د دوی پر وړاندې د تعبیض او محرومیت له‌‌‌منځه وړلو لپاره نړیوالې ژمنتیا ته اړتیا ده.

"د زده‌‌‌کړو په برخه کې ټول خلک له ستونزو سره مخ دي، خو پر معلولینو یې ډېر اغېز کړی دی
د معلولینو د حقونو یوه فعاله راضیه میرزایي

نوموړي ویلي، دا کمېټه د یو پلان شوي سمپوزیم په ترڅ کې په افغانستان کې د معلولینو لپاره د مسلکي زده‌‌‌کړو وړاندې کولو، ملاتړ او همکاریو ته ژمنه ده.

د طالبانو د حکومت د تخنیکي او مسلکي زده‌‌‌کړو ریاست ویلي چې د معلولینو په ښوونه او روزنه کې د شاملولو او تنوع په اړه د سویل او سویل-شمال کۍ لومړنی سمپوزیم تېره اوونۍ ترسره شو.

د معلولینو د حقونو یوه فعاله راضیه میرزایي وایي، په اوسنیو شرایطو کې افغان معلولین له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي او دوی ته د مسلکي زده‌‌کړو زمینې برابرولو خورا مهم دي.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "د زده‌‌‌کړو په برخه کې ټول خلک له ستونزو سره مخ دي، خو پر معلولینو یې ډېر اغېز کړی دی، د مسلکي زده‌‌‌کړو په برخه کې باید د معلولینو لپاره مشخصه مرکزونه و اوسي چې هغه کسب او مسلک چې دوی یې زده کولای شي، هلته ور وښودل شي تر څو یوه عایداتي سرچینه ورته برابره شي."

افغانستان له جګړو او تاوتریخوالي ځپلو هېوادونو دی چې، په تېرو څو لسیزو کې د ښځو، نارینه‌‌و او ماشومانو په ګډون سلګونه زره خلک د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دولت او مخالفو ډلو ترمنځ د چریکي جګړو او ځمکنیو ماینونو له امله وژل شوي او یا هم معلول شوي دي.

د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو چارواکو د روان کال د اسد په ۳۱مه نېټه «ولس ته د حساب ورکوونې » په نوم کنفرانس کې ویلي و، چې په ټول افغانستان کې يې نږدې ۲۰۰زره افغان ښځینه او نارینه معلولین ثبت کړي دي.

له‌‌‌‌‌دې وړاندې ځینو معلولینو ادعاوې کړې وې چې، د طالبانو حکومت ځینې دغه معلولین له خپلو لېستونو لرې کړي او ډېری هغه کسان د دوی پر ځای په خپلو لېستونو کې ځای پر ځای کړي چې په خبره یې د طالبانو په ګټه په جګړو کې معلول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG