د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

معلولينو ته د لس ميليارد افغانيو مرستو وېش؛ معلولين: يوازې د طالبانو معلولينو سره مرستې شوي


له ارشيفه د يوشمېر معلولينو انځور
له ارشيفه د يوشمېر معلولينو انځور

د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، په وروستیو میاشتو کې په معلولینو، کونډو او یتیمانو څه دپاسه لس ميلیارده افغانۍ ویشلي دي.

د درې وژل شویو اولادونو کونډه مور ۶۰ کلنه زر بي بي چې د پکتیا اصلي اوسېدونکې ده، خو اوس په کابل کې ژوند کوي، د خپلې دولس کسیزې کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده.

دا چې خپله هم کونډه ده وايي، اولادونه یې په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او د بې‌وزلۍ له امله د ژوند له ډېرو سختو کړاوونو سره مخامخ ده.

"ډېرې بدې مجبورۍ په مخه کړې یم، یتیمان او درې کونډې راپه غاړه دي، هیڅ شی نه‌لرو.
کونډه زر بي بي

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، په تېرو درېیو کلونو کې یې د ډېرو چارواکو دروازې وټکولې خو هیچا ورسره مرسته نه‌ده کړې.

زر بي بي وايي: "ډېرې بدې مجبورۍ په مخه کړې یم، یتیمان او درې کونډې راپه غاړه دي، هیڅ شی نه‌لرو، د الله هیلې ته ناست یو، هر شي ته حیران یو، کله څوک ذکات-خیرات راکړي او کله هیڅ نه‌وي، ماشومان مې په غاړه او پښو هیڅ نه‌‌‌لري، ډېر په سخته ژوند کوو."

دا په‌‌داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي، په وروستیو میاشتو کې یې په معلولینو، کونډو او یتیمانو لس ميلیارده او ۱۷۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې ویشلي دي.

د دې وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش په یو غږیز بیان کې چې د شنبې په ورځ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ايکس‌پاڼه خپور شوی ویلي چې، دغه اندازه مرسته په شفاف ډول د بانکي سیستم له لارې یادو خلکو ته رسېدلي دي.

هغه په دغه پيغام کې ويلي: "د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په تېرو څو میاشتو کې ۱۰ ميلیارده او ۱۷۰ میلیونه افغانۍ د وزارت د منظورې شوې طرحې سره سم په نوبت‌وار ډول بې‌وزله، کونډو، یتیمانو او معلولینو ته په شفاف ډول د بانکي سیستم له لارې حواله شوي دي."

يوشمېر معلولين
يوشمېر معلولين

خو نوموړي په‌دې اړه یې وضاحت نه‌دی ورکړې چې دغه مرستې يې څو میاشتو کې ويشلي؟

د ننګرهار یو اوسېدونکی چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې په ملي اردو کې دنده درلوده او په یوه پېښه کې معلول شوی ادعا کوي چې، په تېرو درېیو کلونو کې هیڅ ډول مرسته ورسره نه‌ده شوې.

ما په تېرو درېیو کلونو هیڅ مرسته نه‌ده ترلاسه کړې، دلته ناست یم، طالبان مې هم ګوري نور خلک مې هم ګوري
د تېر نظام يو معلول شوی سرتېری

دی چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "دا چې دوی وايي له معلولینو سره یې مرسته کړې دا له هغه کسانو سره شوي دي چې د طالبانو په لیکو کې جنګېدلي او کونډې ترې پاتې دي، دوی یوازې خپل کسان پاللي دي، ما په تېرو درېیو کلونو هیڅ مرسته نه‌ده ترلاسه کړې، دلته ناست یم، طالبان مې هم ګوري نور خلک مې هم ګوري، زما په‌شان ډېر نور معلولین هم شته چې هیڅ ډول مرسته ورسره نه‌ده شوې."

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش د دغو ادعاو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو دغه وزارت تېر لمریز کال په یو بیان کې ادعا کړې وه چې د پخواني افغان حکومت د څه دپاسه ۱۱۷ زره یتیمانو کونډو او معلولو سرتېرو نومونه یې ثبت کړی او دوی ته هر کال په دوه مرحلو کې د بانکي سیستم له لارې میاشتنی امتیاز ورکول کېږي.

د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت په‌داسې حال کې بې‌وزله، معلولینو، کونډو او یتیمانو ته د ميلیاردونو افغانیو د مرستې د وېش خبره کوي، چې طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې اوس‌مهال بې‌وزلي تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

تازه د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم په چین کې د فقر کمولو او کرنې پرمختګ نړیوال کنفرانس ته د وینا پر مهال له نړیوالو غوښتي چې، که غواړي په نړۍ کې بې‌وزلي ختمه کړي نو غوره ده چې پیل یې له افغانستانه وکړي.

له‌دې وړاندې د تېرې جمعې په ورځ د نوامبر په اوله د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ ملګروملتونو ته په خپل وروستي راپور کې له نړیوالو غوښتي وو چې، افغانستان هېر نه‌کړي او له طالبانو پرته له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې روانې وساتي.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د اکتوبر پرون په ۲۷مه په یو راپور کې ویلي، دا مهال په ټول افغانستان کې له ۲۳میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

له‌دې وړاندې د لوږې د نړیوالې درجه بندۍ "جی‌ایچ‌اې" په وروستي راپور کې چې د روانې اکټوبر په ۱۳مه خپور شوی، راغلي چې افغانستان سږ کال د هغو هېوادونو په کتار کې راغلي چې لوږه په‌کې په جدي توګه زیاته ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG