د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

يوشمېر معلولين: امتيازونه نه راکول کېږي او طالبانو د معلوليت لرونکو له لېستونو هم ايستلي يو


يوشمېر معلولين
يوشمېر معلولين

په افغانستان کې معلول کسان وايي، امتیازونه نه ورکول کېږي او ګڼ معلول وګړي، د معلولیت لرونکو کسانو له لېستونو ایستل شوي دي.

معلول کسان وايي د ټولنې، تر ټولو زیانګالی قشر دی، چې تر ټولو لږه پاملرنه ورته کېږي.

دوی له ازادي راډیو په خبرو کې ویلي، کال په کال یې ټاکلې اندازه امتیازونه او معاشونه کمېږي او حتی ګڼ یې د معلولو کسانو له لېستونو ایستل شوي دي.

په افغانستان کې د معلولانو د اتحادیې مشر مسعود صافي پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د ټولو وضعیت خراب دی، خو هغه قشر چې وضعیت نور هم خراب شو هغه معلولیت لرونکي وګړي دي، پخوا ځانګړي حقوق ورکول کېدل، چې اوس په زرګونو معلولین اوس له حقوقو محروم دي او د معلولیت له لېستونو یې ایستلي دي. دوی معلول دي، خو له لېستونو ایستل شوي دي، پخوا به د قوانینو له‌مخې په دولتي ادارو کې ۳ فیصده موږ ته ونډه راکول کېده، خو له بده‌مرغه اوس هغه قوانین نه‌شته، په ښارونو کې به ښاروالیو دوی ته کاري فرصتونه برابرول، چې یا به ګرځنده هټیوال وو، خپل روزګار به یې کاوه، اوس دا هرڅه ورڅخه اخیستل شوي دي."

ځینې معلول کسان وايي، د طالبانو حکومت هغه کسان د معلولیت لرونکو کسانو له لېستونو ایستلي چې، د دوی د خوښې وړ نه وو او تر ډېره یې خپل هغه غړي لېستونو ته وراچولي چې د طالبانو په ګټه په جګړو کې معلول شوي دي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۲لمریز کال په سلواغې میاشت کې ویلي وو، په ټول افغانستان کې ۶ لکه او څوارلس زره نهه سوه لس کسان له دوی سره د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو په توګه ثبت دي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر تر دې څو برابره زیات وي.

راپورونه وايي، ګڼ معلول کسان چې په دولتي ادارو کې یې کارونه کول اوس له کارونو شړل شوي او پر ځای یې نور کسان ګمارل شوي دي.
راپورونه وايي، ګڼ معلول کسان چې په دولتي ادارو کې یې کارونه کول اوس له کارونو شړل شوي او پر ځای یې نور کسان ګمارل شوي دي.

دغه وزارت تېرکال ویلي وو، د پخواني حکومت یولک او ۲۰ زره او ٣٧٨ معلولان، يتيمان او کونډې یې هم ثبت کړي دي.

په افغانستان کې د معلولانو د اتحادیې مشر، مسعود صافی وايي په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال د یوې سروې له‌مخې د ټولو وګړو ۱۳ اعشاریه ۹ فیصده یې معلول دي.

د نړیوالو بنسټونو شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې د معلولو کسانو شمېر یو اعشاریه اته ميلیونو ته رسېږي.

"د جمهوریت په وخت کې به که یو څوک د فیصدۍ له‌مخې کُلي دایمي معلول و، په کال کې به ۶۰زره افغانۍ حقوق ورکول کېدل
د ځوانو معلولينو د ټولنيزي شورا مشر، اسدالله کاموي

ګڼو معلولو کسانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت کړی، چې د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو ته حیران دي.

یوه معلول د نوم نه ښوولو په شرط ویلي: "د ټولو نومونه یې ثبت کړل، اوس یې هغه معلولین چې یوه سترګه یا یو پښه یې روغه ده، یا یې نیم بدن روغ دی، له معاش بې‌برخې کړي دي."

د افغانستان د ځوانو معلولينو د ټولنيزي شورا مشر، اسدالله کاموي وايي، نن سبا په افغانستان کې د معلولو کسانو زیات امتیازونه اخیستل شوي دي.

نوموړی وايي: "د جمهوریت په وخت کې به که یو څوک د فیصدۍ له‌مخې کُلي دایمي معلول و، په کال کې به ۶۰زره افغانۍ حقوق ورکول کېدل، چې د همدغو حقوقو له لارې به دوی خپلې کورنۍ چلولې، اوس له بده‌مرغه د امارت په راتګ سره تعصبات زیات شوي، دوی د خپلې جګړې قربانیانو ته لومړیتوب ورکوي، د جمهوریت او نورو دورو معلول کسان منزوي شوي، په بدو الفاظو یادېږي، تعصبات ورسره کېږي."

ښاغلی کاموي وايي، هغه مرستې چې د معلولو کسانو لپاره افغانستان ته راځي، طالبان یې پر خپلو ملاتړو او غړو وېشي او نور یې هېر کړي دي.

د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په وار وار ویلي، چې پر لسګونو زره معلولانو او د شهیدانو پر کورنیو یې مرستې وېشلې دي.

د معلولانو د ملاتړ اتحادیې وايي، اوس د معلولو کسانو لپاره د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه ځنډول شوي او د کار روزګار لپاره مشخص ځایونه هم نه‌دي ورته ټاکل شوي.

راپورونه وايي، ګڼ معلول کسان چې په دولتي ادارو کې یې کارونه کول اوس له کارونو شړل شوي او پر ځای یې نور کسان ګمارل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG