د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د رنګين‌کمان سازمان: د طالبانو په زندانونو کې جنسيت‌بدلي له ډله‌ييز جنسي تيري سره مخامخ شوي


د رنګين‌کمان سازمان له نړيوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي
د رنګين‌کمان سازمان له نړيوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي

د افغانستان د رنګین‌کمان (د بوډۍ ټال) سازمان ادعا کوي چې، د طالبانو په زندانونو کې جنسیت‌بدلي یا د (ال‌جي‌بي‌ټي‌کیو) ټولنه له تاوتریخوالي، شکنجې او ډله‌‌‌ییز جنسي تیري سره مخامخ دي.

"په لاره چې ځم، طالبان مې دروي، چې ولې ږيره نه‌لرې، ولې نجونو په شان خبرې کوې، ولې سم په لاره نه‌‌ځې.
يو کابل مېشتی، جنس بدلی

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ناوخته په خپله فېس‌بوک پاڼه کې د "پټو جنایتونو" تر سرلیک لاندې یو اوولس‌‌مخیز راپور خپور کړی، چې په‌کې یې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو په اوږدو کې د طالبانو تر واک لاندې د ال‌جي‌بي‌ټي‌کیو ټولنې د دوی په ټکو ناوړه وضعیت په اړه څېړنه کړې.

د دې سازمان په ټکو، په افغانستان کې د طالبانو له‌‌خوا د جنسیت بدلو په وړاندې تاوتریخوالی، شکنجه، ډله‌‌‌ییز جنسي تیری او په عام محضر کې سزا ورکول، زیات شوي دي.

د افغانستان د رنګین کمان سازمان ټینګار کوي، چې لږ تر لږه ۹۸ کسان په عام محضر کې مجازات شوي او په ۱۴ ولایتونو کې اعدامونه ترسره شوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌‌‌الله مجاهد د دې راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو مخکې یې ویلي وو چې همجنس خوښونه جرم دی او باید مخه یې ونیول شي.

خو په افغانستان کې یوشمېر جنسیت بدلو د دغه راپور په تایید سره ویلي دي چې، د طالبانو له‌‌خوا له زیاتېدونکي ځورونې سره مخامخ دي.

یو له دوی څخه د کابل اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه اخیستو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "په لاره چې ځم، طالبان مې دروي، چې ولې ږيره نه‌لرې، ولې نجونو په شان خبرې کوې، ولې سم په لاره نه‌‌ځې. له‌‌دې امله ډېر ګواښل شوي یو، زورواکي هلکان په زوره ما له ځانه سره وړي او جنسي اړیکه راسره نیسي."

دایانا دانشور چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پاکستان ته کډوال شوی او په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو او نورو جنسیت بدلو د حقونو لپاره فعالیت کوي، ازادي راډیو ته يې وویل: "زه د طالبانو له‌خوا د ګواښل کېدو تجربه لرم، هغوی ویلي، چې که ما د هغوی په ټکو له (نرښځيانو) سره وویني، ما به له ځانه سره یوسي او امکان لري چې هره بلا په ما راولي. زه ډېر وېرېدلى وم او اوس نه‌‌‌شم کولای په ارامه زړه له کوره ووځم."

دایانا دانشور
دایانا دانشور

د افغانستان د رنګین کمان سازمان د راپور په دوام کې دا هم ویل شوي چې، په افغانستان کې یوشمېر دغه جنسیت بدلي کسان د طالبانو د غړو د جنسي غوښتنو د نه منلو له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ شوي او یوشمېر یې د طالبانو په زندانونو کې ورک شوي دي.

د افغانستان د رنګین کمان سازمان او یوشمېر دغه جنسیت بدلي له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي څو د ال‌جي‌بي‌ټي‌کیو ټولنې په وړاندې جنسیتي اپارتاید پای ته ورسوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG