د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

طالبان: دوه‌نيم ميليونه بې‌ځايه شوي خپلو مېنو ته ستنوو؛ خلک: له ستونزو سره به مخامخ شو


په هرات کې د داخلي بې ځایه شویو یو کمپ
په هرات کې د داخلي بې ځایه شویو یو کمپ

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په افغانستان کې د دوه نیم میلیونو کورنیو بې‌ځایه شویو خپلو مېنو او سیمو ته د بېرته ستنولو د بهیر د پیلولو خبره کړې ده.

"طالبان به څه مرسته وکړي، یوازې خلک د ځمکې له‌‌دې سره هغه سر ته بې‌‌ځایه کوي چې کورونو ته یې ولاړ شي
عصمت‌الله، يو بې‌ځايه شوی

وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خپلو اصلي سیمو ته د داخلي بې‌‌‌ځایه شویو د ستنولو د بهیر د پیلېدو اعلان وکړ، یوشمېر دغه داخلي بې‌ځایه شوي وايي چې، که بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شي، له جدي ستونزو سره به مخامخ شي.

ډېری دغه کسان ادعا کوي چې د جګړو، ناامنیو، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او خپلې سرپناوې یې له لاسه ورکړي دي.

عصمت‌‌الله چې درې کاله وړاندې له خپل اصلي استوګن‌ځای ګندوز ولایت کابل ته راکډه شوی، ازادي راډیو ته یې وویل د طالبانو د حکومت د دې پرېکړې عملي کول بې‌‌وخته دي او دی ترې راضي نه‌‌‌‌دی.

هغه وايي: "طالبان به څه مرسته وکړي، یوازې خلک د ځمکې له‌‌دې سره هغه سر ته بې‌‌ځایه کوي چې کورونو ته یې ولاړ شي، اول دې موږ ته کور راکړي، بیا دې موږ سرګردانه کړي."

خلک وايي، که د همدې ژمي په درشل کې ستانه شوي، له ستونزو سره به مخامخ شي.
خلک وايي، که د همدې ژمي په درشل کې ستانه شوي، له ستونزو سره به مخامخ شي.

له کندوز ولایت یو بل بې‌‌ځای شوی چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌‌غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "موږ په هيڅ صورت راضي نه یو چې بېرته ستانه شو، ځکه دلته کار کوو، خوراک ته یو څه نا څه پیدا کوو، په‌‌دې ژمي کې څه لرو هلته چې بېرته لاړ شو، دولت دې مرسته وکړي همدلته دې راته یو کار او سرپناه برابره کړي."

دا په‌‌داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د افغانستان د د دوه‌‌‌نیم میلیونو کورنیو بې‌‌ځایه شویو خپلو مېنو او سیمو ته د بېرته ستنولو د بهیر د پیلولو خبره کړې ده.

دغه وزارت د سه‌‌شنبې په ورځ په خپله وېب‌‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، د دغو بې‌‌ځایو شویو د نوم‌‌لیکنې بهیر یې پیل کړی دی.

وړاندې زیاته شوې چې، لومړی به ۵ زره بې‌‌ځایه شوې کورنۍ له کابله بېرته خپلو سیمو او بېلابېلو ولایتونو ته واستوي.

خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، زرګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ په دواطالبانه توګه بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستنې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو او د تېر جمهوري نظام د ځواکونو ترمنځ نښتو له امله له تېرو څو کلونو راهیسې سلګونه زره کسان په ځانګړې توګه د بېلابېلو ولایتونو د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو خپلې مېنې پرېښې وې او د کابل په ګډون نورو لویو ښارونو ته کډه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له‌‌‌مخې، په ۱۴۰۲ کال په افغانستان کې د کورنیو بې‌‌‌ځایه شویو شمېر درې میلیونه او ۲۰۰ زرو تنو ته رسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG