د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

د هند او طالبانو نوې اړيکې؛ نوي ډيلي د ممبي لپاره د طالبانو ډيپلوماټ ومانه او کار يې پيل کړ


په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ
په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ

د راپورونو له‌مخې د طالبانو حکومت د هند په ممبي ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ لپاره حافظ اکرام‌الدین کامل د سرپرست په توګه ګومارلی دی.

د هند په ممبي ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ لپاره د طالبانو د حکومت له‌خوا د نومول شوي سرپرست حافظ اکرام‌‌الدین کامل خبر پرون سه‌‌‌شنبې ناوخته د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت کې یوې سرچینې باختر خبري اژانس ته چې طالبان یې کنټرولوي، تایید کړی دی.

خو دې وزارت د هغه د ټاکنې په اړه د دې راپور تر چمتو کېدو پورې رسمي څرګندونې نه‌دي کړي.

د راپور له‌‌‌مخې ښاغلي کامل د نړیوالو حقوقو په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده‌کړې کړي او مخکې تر دې یې د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي ‏همکاریو او سرحدي چارو د ریاست د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې.

ویل شوي چې نوموړی اوس‌مهال په ممبي کې د طالبانو له‌خوا د ډیپلومات په توګه دنده ترسره کوي.

حافظ اکرام‌‌الدین کامل د طالبانو لومړنی لوړپوړی ډیپلومات دی چې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د هند په ممبي ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ لپاره د سرپرست په توګه ټاکل کېږي.

د هند حکومت هم تر اوسه د هغه د ټاکل کېدو په اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي، خو د هندي رسنیو د راپورونو له‌‌‌‌مخې نوی ډیلی دې ته چمتو شوی چې د طالبانو یو لوړپوړی ډیپلومات رسماً په خپله خاوره کې ومني.

د طالبانو دغه لومړنی لوړپوړی ډیپلومات وروسته له هغې په هند کې رسماً دنده پیلوي چې، تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي جي پي سینګ کابل ته په سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او د دفاع له وزیر محمد یعقوب مجاهد سره کتنې ترسره کړې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د نومبر په اوومه نېټه په خپله ټویټرپاڼه کې ولیکل چې، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي جي پي سینګ د دواړو لوريو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د خلکو ترمنځ د تګ راتګ په اړه خبرې وکړې او متقي هیله وښوده چې په ګڼو برخو کې اړیکې لاپیاوړې شي.

حافظ ضيااحمد تکل
حافظ ضيااحمد تکل

متقي همدارنګه غوښتنه وکړه چې د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا لپاره دې افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې لا زیاتي شي.

د بهرنیوچارو د وزارت د مرستیال ویاند په وینا، جي پي سینګ ژمنه وکړه چې افغانانو ته د ویزو د ورکولو او د ایران د چابهار بندر د چارو د ګړندي کېدو په برخو کې به زیاتې وهڅې وکړي.

"د طالبانو حکومت له تېر یوه کال راهیسې په‌دې هڅه کې دی چې خپل روابط د سیمې له هېوادونو سره برحاله وساتي.
اسحاق اتمر

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې د هند په ممبي ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ له‌‌‌خوا د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوه.

د ښاغلي ضیا احمد په خبره دې قونسلګرۍ ته لارښوونه شوې چې د افغان کډوالو، محصلانو او سوداګرو د اړتیاو د حل په موخه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړي.

نوي ډیلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې په کابل کې خپل سفارت تړلی او د طالبانو حکومت یې لکه د نړۍ د نورو هېوادونو په‌څېر په رسمیت نه‌دی پېژندلی، له طالبانو سره اړیکو ته له پراختیا ورکولو څه غواړي لاس ته راوړي؟

دا پوښتنه مو په برلین کې د پوهنتون له استاد اسحاق اتمر څخه وکړه.

نوموړي وويل: "د طالبانو حکومت له تېر یوه کال راهیسې په‌دې هڅه کې دی چې خپل روابط د سیمې له هېوادونو سره برحاله وساتي. په سیاسي برخه کې هم دوی هڅې او هاند کوي چې دغه روابط مخصوصاً د سیمې له هېوادونو سره او بیا له هند سره ورغوي. همدغسې هند هم همدا غواړي چې له افغانستان سره اړیکي وساتي ځکه هند په سیمه‌‌‌ییزو رقابتونو کې له هغو هېوادونو سره په تقابل کې دی چې د دوی ګټې په افغانستان کې دي. نو دواړه هېوادونه د دې په هڅه کې دي چې له یوبل سره خپلې اړیکي عادي کړي او همدا ده چې د نمایندګۍ اختیار په واک کې ورکوي."

نوي ډیلي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د پخواني حکومت ډیپلوماتانو ته اجازه ورکړې وه چې په‌‌دې هېواد کې د ویزو د صادرولو او نورې سوداګریزي چارې مخ‌‌‌ته یوسي، خو دغو ډیپلوماټانو د تېر ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۴مه د ټولنیزو شبکو له لارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا وکړه چې، د هند د حکومت د همکارۍ د نشتوالي او ځینو نورو ستونزو له امله په نوي ډیلي کې سفارت بندوي.

که څه هم د هند د بهرنیو چارو وزارت وروسته دغه ادعا ردکړه، خو له هغه مهال راهیسې ډېری افغانانو او په هغه هېواد کې مېشتو افغانانو هند ته د تګ راتګ لپاره د ویزې او هم په نورو برخو کې ډېر شکایتونه کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG