د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

د افغانستان وروستی یهودي وګړی اسرايیلو ته رسېدلی


د افغانستان وروستی یهودی ۶۵ کلن زابلون سیمینتوف
د افغانستان وروستی یهودی ۶۵ کلن زابلون سیمینتوف

د افغانستان وروستی یهودی ۶۵ کلن زابلون سیمینتوف چې د افغانستان د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته يې دغه هېواد پرېښی و، اسرايیلو ته رسېدلی دی.

د اسرايیلو اورشلیم پست خبري اژانس راپور ورکړی چې، ښاغلی زابلون تېر درې کاله په ترکیه کې و او د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۱۱مه یهود خبري اژانس په مرسته اسرايیلو ته تللی دی.

هغه په ترکیه کې د اوسېدو پر مهال کان ۱۱ خبري اژانس سره مرکه کې ویلي و چې، دی چې د کنیسې (د یهودیانو د عبادات ځای) ساتنه یې کوله، په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته له ګواښ سره مخامخ و.

زابلون له اوږدو کلونو راهیسې کابل کې ژوند کاوه، د غالیو او قېمتي ډبرو په پلور بوخت و، څو نور کلونه یې بیا قصابي کوله او د کباب دوکان یې درلود.

له افغانستانه د زابلون سیمینتوف له وتلو وروسته نور په دغه هېواد کې د یهودیانو استوګنه پای ته ورسېده.

ځینې افغان لږکي بیا ادعا کوي چې د طالبانو د محدودیتونو له امله له افغانستانه وتلي دي.

زابلون له اوږدو کلونو راهیسې کابل کې ژوند کاوه، د غالیو او قېمتي ډبرو په پلور بوخت و، څو نور کلونه یې بیا قصابي کوله او د کباب دوکان یې درلود.
زابلون له اوږدو کلونو راهیسې کابل کې ژوند کاوه، د غالیو او قېمتي ډبرو په پلور بوخت و، څو نور کلونه یې بیا قصابي کوله او د کباب دوکان یې درلود.

خو د طالبانو حکومت ویلي چې، دوی د ټولو قومي-مذهبي لږکیو حقونو ته درناوی لري او د ټولو وګړو په ګډون د دغو قومي او مذهبي لږکیو د امنیت خوندي کولو ته هم ژمن دي.

"له بده‌‌‌مرغه چې اوس د ځینو دینونو معتقدین په افغانستان کې ځانونه ارامه نه احساسوي
صلاح‌الدين سعيدي

په‌‌‌داسې حال کې چې په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په چارو کې د امریکا کمېسیون د روان کال په می میاشت کې په يو راپور کې ویلي و، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د سخت‌‌دریځو تفسیرونو د پلي کولو د دوام له امله مذهبي ازادۍ له ننګونو سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې ځینې کارپوهان د طالبانو له‌خوا پر مذهبي او دیني ازادیو د فشارونو له امله نیوکې کوي.

دیني عالم صلاح‌‌الدین سعیدي ازادي راډیو ته وویل، د قومي، مذهبي او دیني لږکیو پر وړاندې هر ډول تعصب د ټولنیزو اړیکو او اسلامي احکامو خلاف چاره ده.

نوموړی وايي: "له بده‌‌‌مرغه چې اوس د ځینو دینونو معتقدین په افغانستان کې ځانونه ارامه نه احساسوي، بلکې خپله مسلمانان هم چې بېلابېل مذهبونه لري، له جدي ستونزو سره مخ دي، چې دا واقعا د اسلام دین د احکامو خلاف ده."

په افغانستان کې هندوان، سېکهان او مسیحیان دیني لږکي بلل کېږي.

په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په چارو کې د امریکا کمېسیون څلور میاشتې وړاندې ویلي وو، چې د طالبانو له‌‌خوا د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته تر ۹۰۰ ډېر سېکهان او هندوان له دغه هېواده وتلي او یوازې شپږ کسان یې د دوی مقدسو ځایونو او کتابونو د ساتنې لپاره په افغانستان کې پاتې شوي دي.

د دغه کمېسیون په ټکو، وروسته له هغې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې بیا واکمن شول، د دغو دینونو پلویان د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو له ګواښونو او د طالبانو له ځورونو سره مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG