د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

افغانستان کې د مذهبي لږکیو پر وضعیت د یوه ځانګړې امریکايي کمېسیون اندېښنه


ارشیف، افغان سیکهان کله پ خپلو وژل شوېو قربانیانو ویر کوي.
ارشیف، افغان سیکهان کله پ خپلو وژل شوېو قربانیانو ویر کوي.

په افغانستان کې پر مذهبي لږکیو حملې د نړیوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي کمېسیون اندېښنې زیاتي کړي دي.

د امریکا دا دولتي بنسټ هرکال په نړۍ کې پر مذهبي ازادیو راپور جوړوي. د دې بنسټ په تازه راپور کې چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په اړه يې خپور کړی راغلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک او د بین الافغاني خبرو له پیل وروسته هم دې هېواد کې امنیتي حالات ښه نه شول او پر مذهبي لږکیو حملې زیاتې شوي چې له امله يې زیات شمېر خلک په ځانګړي ډول سیکهان ووژل شول.

د نړیوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا د ځانګړي کمېسیون کمېشنر فریدریک دَوی وویل: " که څه هم افغان حکومت په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت هڅه کړې، خو د مذهبي لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ونه رسېد، ډېرې لارې شته چې له مخې يې د امریکا متحده ایالات له افغانستانه وغواړي چې د خپلو خلکو مذهبي او بشري حقونه تامین کړي."

راپور کې طالبان تورن شوي چې تر خپل واک لاندې سیمو کې مذهبي ازادیو ته ژمن نه دي
راپور کې طالبان تورن شوي چې تر خپل واک لاندې سیمو کې مذهبي ازادیو ته ژمن نه دي

دا راپور چې پنجشنبه (د غبرګولي ۲۱مه) د شپې ناوخته خپور شو طالبان او داعش وسله واله ډله په افغانستان کې پر مذهبي لږکیو د حملو مسوول بللي، خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.

په راپور کې طالبان تورن شوي چې تر خپل واک لاندې سیمو کې مذهبي ازادیو ته ژمن نه دي او ان کله کله خو مذهبي اقلیتونه د خپلو عقایدو له مخې مجازات کوي هم، خو په راپور کې په دې اړه کومه بېلګه نه ده یاده شوې.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پیغام ځواب نه کړو، خو دې ډلې له دې وړاندې په مذهبي لږکیو په حملو کې لاس لرل رد کړي دي.

د ۲۰۲۰ میلادي کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د سیکانو په درمسال وسله واله حمله چې له امله يې ۲۵ سیکهان ووژل شول، د عبدالعلي مزاري د تلین پر غونډه د داعش وسله والو حمله چې ۳۲ کسان په کې ووژل شول، دا شان په کابل کې پر ملي سل بستریز روغتون حمله چې له لږ تر لږه شل کسان په کې ووژل شول او د کابل په دشت برچي کې د کوثر په نوم په روزنیز مرکز حمله هغه پېښې دي چې په دې راپور کې يې یادونه شوې ده.

د دې راپور په اخر کې د امریکا حکومت ته وړاندیز شوی چې افغانستان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څار د هغه هېوادونو په لړلیک کې ځای کړي چې مذهبي ازادي په کې نقضیږي.

دې بنسټ دا غوښتنه هم کړې چې باید طالبان د مذهبي ازادیو د نقض کوونکو په توګه د دې لړلیک د ځانګړي پاملرنې په برخه کې ځای کړل شي.

په ورته وخت کې افغان حکومت د اساسي قانون پر بنسټ د مذهبي لږکیو حقونو ته ځان ژمن بولي او طالبان پر دوی د هر ډول حملو مسولین بولي.

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رییس دوا خان مینه پال وايي: "په تېرو شلو کلونو کې چې کوم جنایتونه شوي په ځانګړي ډول پر مذهبي لږکیو چې کومې حملي شوي مسوولیت د طالبانو او هغه ډلو پرغاړه دی چې طالبانو ورته زمینه برابره کړې ده. "

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رییس دوا خان مینه پال
د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رییس دوا خان مینه پال

د نړیوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي کمېسیون په کلني راپور کې راغلي دي چې باید په افغانستان کې د مذهبي ازادیو څرنګوالی د سولې په خبرو کې د بحث مهم موضوع وي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې پر مذهبي لږکیو له حملو وروسته د سیکهانو زیات شمېر افغانۍ کورنۍ له دې هېواده ووتې او په هندوستان او کاناډا کې يې پناه واخیسته.

خو د روان لمریز کال په ثور میاشت کې یو شمېر سیکهان په هندوستان کې د ستونزو او مشکلاتو له امله بېرته افغانستان ته راستانه شول.

په وروستۍ حمله کې چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د سید الشهدا پر ښوونځي وشوه، د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال سرور دانش د دفتر د معلوماتو پر بنسټ له سلو ډېر زده کوونکي په کې ووژل شول، دا پېښه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه.

له دې حملې وروسته هزاره قوم په ټولنیزې میډیا په ځانګړی ډول پر فیسبوک او ټویټر د "د هزاره وژل ودروئ" په نوم کمپاین هم ترسره کړو.

XS
SM
MD
LG